بغلان: طالبانو د تالاوبرفک ولسوالي ونیوله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۱، ۱۳۹۵ل): طالبانو تر دوه ورځو سختو جګړو وروسته د بغلان ولایت د تالاوبرفک ولسوالي په بشپړه توګه ونیوله.

د بغلان امنیتي چارواکو د یادي ولسوالۍ د سقوط خبر تایید کړ او وې ویل چې تر دوه ورځي شدیدي جګړې وروسته ولسوالي سقوط وکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په یوه را لیږلی خبرپاڼه کې ویلي چې نن ماځیګر ناوخته د بغلان ولایت د تالاوبرفک ولسوالي ولسوالي مرکز، امنیتي پوستې او شاوخوا سیمې یې ټوله فتحه کړې.

نوموړي وویل: «دغه ولسوالۍ چې له تیرو دوو ورځو راپه دې خوا د مجاهدینو تر محاصرې او بریدونو لاندې وه، په داسې حال کې فتحه شوه چې ۱۳ تنه پولیس په کې ژوندي ونیول شول.

د عملیاتو په لړ کې یوشمیر پولیس وژل شوي هم دي چې جسدونه يې په سیمه کې پراته دي.

په دغو عملیاتو کې ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې، ډيرمهمات او نظامي توکي د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.»

نوموړي وویل چې د ولسوالي پولیس د غره په لور وتښتېدل چې دوی یې تعقیبوي او د ژوندي نیولو هڅه یې کوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.