استاد سیاف د زړه حملې له امله روغتون ته رسیدلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۱، ۱۳۹۵ل): د ثبات او حراست شورا مشر او پخوانی جهادي مشر استاد سیاف تېره شپه د زړه د حملې له وجې روغتون ته رسیدلی دی، خو نوموړي ته نیژدې کسان وايي چې اوس یې روغتیايي حالت ښه دی.

د حراست او ثبات شورا پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې استاد سیاف اوس هم په روغتون کې دی، روغتیايي حالت یې د ښه والي پر لور روان دی، د اندېښنې خبره نه ده.

پر فیسبوک باندي د نوموړي یو انځور هم خپور شوی چې د روغتون پر بستر باندي ناست دی او د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار یې عیادت کوي.

باید وویل شي چې استاد سیاف باندي ددې تر مخه هم د زړه حملې شوي چې تر اوسه ځیني روغ وتلی دی.

د زړه حمله:

«زړه د انسان دبدن د مهمو غړو څخه شمېرل کيږي چې د کوچنيو رګونو په واسطه ټول بدن ته د وينې او اکسيجن درسولو دنده په غاړه لري.

که چيرې له دې رګونو څخه يوياڅويې دځينولاملونوله کبله بندشي، بدن ته دوينې او اکسيجن په رسولو کې خنډ پېښيږي.

ددې خنډ په پايله کې دزړه حمله رامنځته کيږي.» بي بي سي روغتیا

2 تبصرې

  1. که سیاف ( ایساف ) ته یی حتی د هغه به شان خره پلویان هم دمرګ دعا وکړی ، د دی امله که زړه یی ټول کفر نه وی نیولی ، د هری ورځ به تیریدو سره به د هغه کبیره ګناهونه زیاتوالی کوی ، وایی مناقق او شریر انسان ته ښه ده چه ویده یا مړ شوی وی چه خلک یی له شره وژغورل شی . د خره یادونه چه می کړی زما نه د قران وینا ده ، فرمایی هغه تش به نامه علما لکه سیاف ، کشاف ، قاضی وقاد ، حکومتیار ، سیاف او داسی نورو مثال داسی دی لکه په خرو چه کتابونه بار شوی وی ، که دوی د دومره علومو سره د یو کفر په مقابل کی جهاد کولو او د بل کفر په غیږو کی ناست دی محاهدینو ته کفار او کفارو ته د مجاهدینو فتوی صادروی ، دا معنی چه د دوی هغه علوم په زړونو او مغزو کی نه پلکه په شاګانو پراته کتابونه دی ، قران دی ډول غلامانو ته یو مثال د خرو یاد کړی او داچه دوی په کومه کچه کی قرار لری قران کی دا هم فرمایی چه د کفارو مثال د حیواناتو دی ، بل ځای فرمایی چه د کفارو مثال د مړو دی ، بل ځای فرمایی چه دوی زهری هرزه ګیاه ده او بل ځای کی فرمایی چه دوی اسفل سافلین دی یعنی د الله ج د ذلیلو مخلوقاتو هم ذلیل دی یعنی ښکته تر ټولو شکته ته اسفل سافلین وایی ، کیدی شی سیاف وارو خلک په ټولو کی شامل وی مننه

  2. اقبال صاحب سلامونه می ومنه !
    سیاف اوس هم پیاوړی دی یواځی زړه ورباندی حمله کړی ، د کابل د غلامی ، ناوړه او فاسدی اداری حالات د داکتر نجیب دکمونستی اداری د سقوط د حالاتو سره یو شی یا تر هغی هم بدترو شرایطو کی قرار لری ، د کابل اداره د امریکایانو به اوږو هوا کی جوړه شوی ودانی ده چه د امریکا د اوږو خالی کولو په صورت کی به په هماغه شیبه نسکوره او بی کوره وی د سیاف ټول کتابونه به شا پراته نه دی او یا د شا له خوا دغه حالات ګوری تر نورو هوشیار دی ،
    همدا حالات یی د تشیتیدولو د پاره زمینه سازی ده ، عربی یا غربی هیوادو ته به د معالجی په خاطر ووځی او بیا به بچیان او حتی هغه لمسیان چه شنی سترګی او سره ویښتان لری هم وباسی.
    هغه نور به هم ورته پلمی چوړوی لا به د سفارت بیه نوره هم زیاته شی یعنی هر وزیر به د سفیر کیدو دندی تر لاسه او له وطنه به د علومی په شان په تيشتو وی زه باور لرم چه د دغه ځینو غلامانو لکه غنی او نورو بچیان اوس هم په امریکا او نورو هیوادو کی دی ډیرو داسی لوی کورونه جوړ کړی الی کوتری یی په کورو کی ناستی دی چه د عاجل خطر وخت کی به تښتی .

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.