نن په انځورونو کي

د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کي د برید وروسته انځورونه او ویډیو 2014-1-20

نن دورځې یولس بجې شاوخوا دکندهار ولایت دژړۍ په ولسوالۍ کې دبهرنیو ځواکونو په ستره قرارګاه  د طالبانو د څو تنو سرښندونکو له لوري پراخ برید ترسره شو، لومړی په مرکز دیوې غټ موټر په مټ چې په منفجره موادو بار وو بمي برید وشو او ورپسې نهه تنه سرښندونکي دقرارګاه منځ ته ننوتل او په مقاومت یې لاس پوري کړ.

طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي دبرید دمسولیت اخیستلو تر څنګ رسنیو ته په لیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په برید کې یې لسګونو بهرنیو او کورنیو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې، او دمرکز دننه یې ګڼ شمیر پوځي وسایط له منځه وړي

له بلې خوا د ایساف ځواکونو ویاند او دافغان حکومت امنیتي چارواکو پیښه تایید کړې خو یوازي دیوه عسکر دوژل کیدو خبر یې منلې.

ددې پيښي یو څو انځورونه او ویډیو کومه چي طالبانو په خپل پاڼه نشر کړې، په لاندي ډول دي:

انځورونه:

kandahar attack

kandahar attack1

kandahar attack2

kandahar attack3

د طالبانو له خوا نشر شوې ویډیو:

 {flvremote}https://ia700703.us.archive.org/23/items/KandaharZhary-part2/kandahar.flv{/flvremote}

 {flvremote}https://ia700601.us.archive.org/31/items/KandaharZhary/kandahar.flv{/flvremote}

د طلوع نیوز له لوري خپره شوې ویډیو

 {youtube}U1DRQHNSq94{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x