افغانستان

رولا غني د افغانستان سره د ټرمپ پر چلند اندېښنه وښودله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۱، ۱۳۹۵ل): د ولسمشر اشرف غني میرمني رولا غني د افغانستان سره د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر چلند ژوره اندېښنه وښودله او وې ویل چې په امریکا او اروپا کې سیاسي او اقتصادي بدلونونه د افغانستان سره د هغوی کومکونه کمولای شي. او زیاته یې کړه چې ډونلډ ټرمپ د امریکا کانګریس ته په وینا کې هم د افغانستان په اړه څه ونه ویل چې د اندېښنې وړ ده.

ډونلډټرمپ نن ورځ د امریکا کانګریس ته خپل د پالیسي په اړه وینا وکړه، خو یو ځل یې بیا د افغانستان په اړه خاموشي اختیار کړه او ټوله وینا یې په امریکا کې پر داخلي سیاست وکړه او د خپل کمپاین پر مهال وعدې یې یو ځل بیا تکرار کړې.

رولا غني د ډونلډ ټرمپ څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان سره دي همکاري ته ادامه ورکړي او خپله پالیسي دي د افغانستان د حکومت په ګټه عیاره کړي.

رولا غني نن ورځ د سولي لپاره د ښځو یوه کانفرانس ته د وینا پر مهال دغه خبري وکړې.

رولا غني وویل چې په امریکا او اوروپا کې د سیاسي او اقتصادي بدلونونه له وجې داسي فکر کوي چې افغانستان ته به د هغوی کومکونه کم شي، ځکه باید افغانان سر له اوسه ځان تیار کړي تر څو د راتلونکو چلینجونو سره مقابله وکړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

درولاغنی له څرګندونوداسی احساس کوم چه نورنوکفاردملحدینوله کومکه ستړی دی همدارنګه له فیسبوکه چه کی لیکل سوی دی چه ۵۰ولسوالۍ بی ولسوالانو دی ،اوهم عسکر پر۲۰،افغانۍ موټروان وژنی داټولی نښانی دناتوانۍ دی ګمان کوم چه سږکال افغانستان دمسلمانانو په واسطه فتح کیږی

افغان

اڅکزی صاحب سلامونه می ومنه ! هو د رولا غنی هغه خبر چه اشفلګر به ع او غ د نجیب په شان یتیمان پریږدی ، د حیرانتیا او د هغوی د پاره د یتیمتوب او ناامیدیو ډک خبر دی ، رولا غنی د غنی میرمن نه د غنی میړه یا د ارګ اصلی جمهور ریسه او د اشغالګرو باوری منبع هماغه ده ، کله چه هغه دا خبر وایی ، اندیشنه نه بلکه د تیښتو اصمیم دی یا د دی اعلان دی چه تاسی خبلی ډالری راټولی او زر تر زر یی عربی او غربی هیوادو ته وباسی ، کوم… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

افغانه وروره دمینی ډک سلامونه تقدیموم.
ډیرخوشحاله سوم چه همفکره دوست لرم داچه تاسوهم داتایدکه نوانشاءالله فتح نژدی ده که دامظلوم ملت خدای له دی بیدینه وطن فروشانوخلاص کۍ.په احترام

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x