افغانستان

په خوست کې د فساد پر ضد لاریون وشو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۱، ۱۳۹۵ل): د خوست ولایت په مندوزیو ولسوالي کې په سلګونو کسانو د دغه ولایت د والي او فاسد چارواکو پر ضد لاریون وکړ.

لاریون کوونکو د مرکزي حکومت څخه غوښتنه کول چې د خوست والي دي بدل شي او په دغه ولایت کې دي د فاسدو چارواکو له لوري ددولتي ځمکو غصب او خرڅلاو ته د پای ټکی کښېښودل شي.

لاریون کوونکو د ګردیز او خوست لویه لاره د دوه ساعتونو لپاره تړلې وه او د مرکزي حکومت څخه یې غوښتنه کول چې ددوی غوښتني دي ومني کنه دوی به خپل لاریون ته ادامه ورکړي او په پراخو مدني حرکتونو به لاس پوري کړي.

بلخوا د خوست والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ رسنیو ته وویل چې د خوست ولایت پر دولتي ځمکو ټول ګټي پروژې پلې کوي، شخصي ځمکې یې نه دي لاندي کړي.

د خوست ولایت اوسیدونکي، قومي مشران او د ولایتي شورا یو شمېر غړي د خوست والي حکم خان حبیبي په اداري فساد او د شخصي ځمکو په غصب او خرڅلاو تورنوي او همداسي وايي چې پر دولتي ځمکو ښارګوټي جوړوي او ځمکې خرڅوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x