جوزجان: اربکي قومندان خپل دوه ښځي وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۱، ۱۳۹۵ل): د جوزجان ولایت خانقا ولسوالي کې د اربکیانو یوه قومندان د خراب اقتصادي حالت او کورني تاوتریخوالي له امله خپل دوه ښځي وژلي دي.

د دغه ولایت ویاند محمد رضا غفوري رسنیو ته ویلي چې د تنګي کلا په نامه سیمه کې د طالبانو پر ضد پاڅونکوونکې قومندان محمد هشام تېره شپه خپل دوه ښځي په بسترو کې په کلاشنکوف وژلي دي.

نوموړي ویلي چې د ښځو عمرونه د ۳۰ او ۳۵ تر منځ وه، د پيښې وروسته قومندان نامعلوم لوري ته تښتېدلی دی خو پلټنه یې روانه ده.

د جوزجان ولایت حقوق بشر کمیسون مشري مغفرت صمیمي رسنیو ته ویلي چې دغه وژني د کورني تاوتریخوالي له امله را منځته شوي دي او زیاته کړې چې وژل شویو ښځو دوه ماشومان لرل.

هغې وویل: «زمونږ لومړني معلومات ښيي چې د کورني تاوتریخوالي تر څنګ اقتصادي ستونزي هم ددې وژنو لامل شوی دی».

باید وویل شي چې نن په بامیان ولایت کې هم یوه عاشق خپله معشوقه په ډزو ووژله او بیا یې ځان پولیسو ته په لاس ورکړ.

ویل کیږي چې د انجلۍ کورنۍ راضي نه وه چې لور ورکړي، ځکه یې وویشتله.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.