د نن سرلیکنه

د کابل وروستی برید ولي بهرنیو استخباراتو ته منسوبیږي؟- سرمقاله

د کابل وروستي برید چې د بهرنیو دیپلوماتانو لپاره په تیر ه دولس کلنه دوره کې ترټولو خونړی برید وه، په خپلو ځاني  اومالي تلفاتو سر بیره دکابل حکومت د امنیتي چارواکو ترمنځ  سخته بي باوري راپیداکړې .

 دهمدې بي باوري له کبله  د کورنیو چارو وزارت  د برید په لومړۍ ورځ د لسمې امنیتي حوزې د چارواکو دندې ځنډولې او هغوئ یې تر پلټنو لاندې نیولي .

دغه برید چې له پوځي او امنیتي لحاظه په نهایت پیچلي تکتیکي پلان سره طرح شوی وه بهرنیو دیپلوماتونوته په درانه  زیان اړولو سربیره  په کابل کې د میشتو بهرنیواو کورنیو امنیتي ځواکونو ټول امنیتي او دفاعي ځواک هم تر پوښتنې لاندې راوستی .  د کابل حکومت امنیتي چارواکو تیره ورځ په خپلې امنیتي شوری کې د دغه برید دپلان ګذاري او طراحي ابتکار د بهرنیو استخبارتوکار وباله .هغوئ تر دې له مخه هم کله چې د مخالفینو(طالبانو)  لخوا دکابل په مهمو دولتي اوخارجي مرکزونوداشان تکتیکي عملیات ترسره شوي او دوئ یې په مخنیوي کې پاتې راغلي د هماغو عملیاتو طراحي یې د بهرنیو استخباراتو پرغاړه وراچولې . له دغې ادعا پرته هغوئ د خپل ځان دخلاصون لپاره بله لاره نه لري ؛ ځکه هم د هغوئ بهرني روزونکي  او هم  د دولت داخلي چار واکي له دوئ څخه دا پوښتنه کوي چې تاسو خو د دولت د امنیتي او دفاعي ځواک په توګه  د پلازمینې د ټولو دولتي او دیپلو ماتیکو مرکزونو د امنیت او ساتنې مسؤلیت لرئ ، او د دې کاري مسؤلیت په غرض ستاسي په مسلکي روزنې باندې په ملیاردونو ډالر مصرف شوي  نوتاسو بیا ولي د کابل ښار د امنیت  ساتلو په برخه کې  دومره سهل انګاري کوي؟  سره له  دې چې  په کابل باندې دمخالفینو له وروستیو مسلسلو بریدونو وروسته  کابل له امنیتي لحاظه  په فوق العاده بیړني وضعیت کې قرار لري او په  دې ښارکې ټول بهرني او داخلي ځواکونه  د مخالفینو د احتمالي بریدونو دمخنیوي په غرض د تیارسۍ په حال کې دي ، خو بیاهم  هغوئ (مخالفین)په بریالیتوب سره خپلو په نښه کړیو اهدافو ته ځان رسوي او د ژمني موسم په رارسیدو سره  تقریبا  هره اونۍ  یوځل د کابل په ښارکې په بهرنیو او کورنیو ځواکونو خونړي بریدونه ترسره کوي . د تیرې جمعې ماښامنی برید دمخالفینودبریدونو په  سلسله کې تر ټولو مؤثر او په عین حال کې تکتیکي برید وه ؛ ځکه په دغه برید کې هغوئ وکړای شول  یوې داسې  مهمې دیپلو ماتیکې سیمې ته  ځان ورسوي چې هغه  تر  ډیرو ټینګو امنیتي تدابیرو لاندې ساتل کیږي  او  له لوړ پوړو دولتي چارواکو او بهرنیو دیپلو ماتانو پرته  بل څوک یادې  سیمې ته نشي ورتللای . دولتي افراد او په بهرنیو مؤسسو پوري مربوط اشخاص هم نوموړې  سیمې ته د ځانګړیو کارتونو  دلرلو په صورت کې  دوراخلیدو اجازه لري .  د دغو امنیتي تدابیرو له کبله  په یادې سیمې کې  د مخالفینو عملیات  یقینا چې د کورنیو امنیتي  چارواکو له همکاري پرته  ناشونی کار بلل کیږي؛ ځکه  کوم کسان چې د هوټل تر محوطې ور  رسیدلې هغوئ  په تور ماښام کې  په هیڅ ډول  په خپل شناخت او بلدیت سره د نورو لس ګونو مؤسساتو او بهرنیو دفترونو  د ودانیو  او  د لبناني هوټل  تر منځ  توپیر نشوای کولای ، حتما له هغوئ سره په نښه شوي هوټل ته  په رسیدو کې  دیادې سیمې کوم بلد شخص مرسته کړې چې هغوئ یې له خپلو هغو وسلو او چاودیدونکو موادو سره چې دوئ ورباندې  له مجهزو بهرنیو او داخلي  ځواکونو سره  دوه ساعته  مقاومت وکړ  د برید تر ځایه  په خوندي توګه رسولي ،او دغه  ډول مرسته او همکاري  د سیمي د عادي او سیدونکو تر سویې  لوړه  خبره ده .

داچې  ددولت  امنیتي چارواکي له مسؤلیت  څخه  د تیښتي په غرض د دغو عملیاتو پلان ګذاري بهرنیو استخباراتو ته منسوبوي دا د هغوئ پوځي او استخباراتي ضعف دی ؛ ځکه د هغوئ وظیفوي او مسلکي  مسؤلیت  دا ایجابوي چې  هغوئ  باید د هرډول بریدونو په مقابل کې تیار او تروخت له مخه  هغه  شنډ کړي ، هغوئ  که په دې خبره اعتراف کوي که  یې نه کوي چې  دوئ  اوس د خپلو مخالفینو په مقابل کې  په یوه فوق العاده جنګي حالت کې قرار لري ، اوله محاربوي او نظامي اړخه  په داسې جنګي وضعیت  کې  خپل ځان دمقابل لوري له ګذاره ساتل په کار دي  نه  په ناسمو ادعاګانو سره  دپیښې له مسؤلیته  ځان خلاصول .

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x