د امریکا دفاع وزارت پنټاګون

پنځه کونجه ودانۍ (سپینه ماڼۍ او بین الملل)

فاتح کاروان

دا هغه کال دی چې کولمبس د هند په لټه راووت او د غرب الهند د ټاپو له لارې یې امریکا وموندله؛ که د ابو عبد الله (( هغه وخت د اندلس واکمن ؤ)) نومي کمبخته او د پلار نا منلي واکمن له ناوړتیا څخه په هسپانیه کې د مسلمانانو خلافت له منځه نه وای تللې، نو نن به د امریکا او استرالیا د لویو وچو د کشفولو کارنامه د مسلمانانو په نامه وه او هلته به د نصرانیت او یهودیت پر ځای د اسلام نوم ؤ- غرناطه په کال ۱۴۹۲ز کې د مسلمانانو له لاسو ووته، چې هغه مهال د مسلمانو بیړۍ چلوونکو او جغرافیه پېژندونکو سمندري سفرونه او هلې ځلې اوج ته رسېدلې وی، له دې پېښې یواځې دوه کاله وروسته یعنې په کال ۱۴۹۴ز کولمبس د مسلمانو بیړۍ چلوونکو او نقشه پېژندونکو په مرسته د امریکا په موندلو لاسبری شو، د هسپانیې(پخواني اندلس) یهودو د مسلمانانو د واکمنۍ پر مهال سولییز ژوند کاوه، ځکه چې مسلمانانو پراخه سینه درلوده او له بخښنې یې کار واخېست، په داسې حال کې چې د هغوی پر ځای راغلي نصرانیان( پاچافردیناند او ملکه ازابیلا) متعصبه او تنګ زړي وو، هغوی یهود تر پوزې راوستي وو، چې له امله یې له خپلې سودې پانګې سره یوځای ډلې ډلې له سمندر هاخوا نوې پېژندل شوی نړۍ(امریکا) ته مخه کړه او په دغه توګه نړۍ کې د امریکا د متحده ایالاتو په نامه هغه واکمني منځ ته راغله چې د (( لوی اسرائیل Great Israil)) له جوړېدو او د دجال د نړیوال حکومت له رسمي منځته راتګ څخه وړاندې یو لنډ مهاله حکومت دی.

امریکا که عیسوي هېواد وای، نو تر ټولو لوی اختر یا لمانځنه به یې کرسمس وه، حال دا چې تر ټولو لوی دولتي اختر یا د خوشحالۍ ورځ یې Thanks giving یا شکر ایستنه ده، چې له آره د یهودو د دیني مېلې( Jewish Festival of Harrcet of Succot) دویم نوم دی، د ولسمشر هستوګنځای چې په عامه اصطلاح ورته سپینه ماڼۍ وایي، له آره د یهودو په ژبه کې د هغه لنډ مهالي حکومت مرکز دی چې له اسرائیلو بهر وي او له (( سلیماني هیکل)) دا هغه ځای دی چې یهود یې د مسجد اقصی د مهمو برخو د ورانولو لپاره پلمه ګرځوي، چې ګواکې دا زموږ پخوانې عبادت ځای ؤ د سلیمان علیه السلام په دور کې فعال شوی ؤ او اوس د مسجد اقصی د ودانۍ لاندې ښخ شوی دی او همداراز د یهودو په اند دا به د دجال مرکز وي، نه مخکې د هغه ځای ناستې وي؛ د امریکا د دفاع وزارت ودانۍ مرکز او د ځواکونو لویه قومانداني د مخمس یا پنځه ضلعي ودانۍ په بڼه جوړول تصادف نه دی، اصلاً دا (( پنځه کونجه ودانۍ)) د حضرت سلیمان علیه السلام د مهر یا ډال په بڼه جوړه شوی ده او د یهودو د ګروهې له مخې، دا به د لوی دجال له راڅرګندېدو مخکې د وړوکي دجال د پوځ نړیوال دفتر وي(( لکه نن چې یې موږ ته دا حقیقت څرګند شوی دی)) دغلته ۲۷۰۰۰ کسان کار کوي چې ۷۰۰۰ تنه یې ارواپوهان دي، له دوی سره د هر هېواد د هر مشر دوسیه یا c v پرته ده، د اسلامي نړۍ د مشرانو برسېره چې څومره مهمې ډلې او د سر کسان دي، د هغوی ریکارډ په دې اداره کې رایوځای کیږي(( په اسلامي هېوادونو کې کې بایومیټریک سیسټم هم د دغه هلو ځلو یوه کړۍ ده)) دلته ناست کارپوهان د دغو شخصیتونو بشپړه شننه کوي، د خپلې مطالعې په رڼا کې پالیسیانې جوړوي، هغه پلي کوي او خپلې موخې ټاکي، د امریکا متحده ایالات د یهودو د اوږده سیاسي او روحاني یون د منځ پړاو دی چې دولتي ټاپه او نښان یې… مشهوره فرمیسن( د یهودو نړیوال پټ سازمان) ټاپه او نښه ده، لومړنې ولسمشر او بنسټګر یې جارج واشنګټن نه یواځې دا چې سخت دریځي فري مېسن ؤ، بلکې د یهودو له نامتو روحاني مشرانو څخه ګڼل کېږي، ده د امریکا د آزادۍ جګړه د فريمېسن د سیاسي او پوځي پوهانو په لاس ترتیب شوی د فرانسې د انقلاب( د بې دینۍ انقلاب) په ډول مخکې بوتله او د یهودو د ماسټر پلانونو د ډېرې ښې پلان جوړونې له لارې یې سر ته ورسوله.

د اوویاوو مشرانو مجلس:

د فکر کوونکو لپاره دا خبره د راښکون نه خالي نه ده چې یواځې د امریکا د دولتي ادارو ودانۍ د یهودي فلسفې هندارې دي بلکې ملګري ملتونه او د هغوی تر لاس لاندې ادارې هم له هغو ځانګړو نښو نه خالي نه دي چې د یهودو د شیطاني مغزو پنځونې دي، د بېلګې په توګه د امنیت شورا د څوکیو د ترتیب ډول وګورئ، دغه نیم دایروي ناستې ځای د هغه لرغوني مجلس یاد نښه ده چې په یوه زمانه کې به د سلیماني هیکل په انګړ کې د یهودو د (( ۷۰ بزرګانو، هغه کسانو چې موسی علیه السلام سره د طور غره ته تللي وو)) لپاره ترتیبېده او هغوی به د (( Catenarianarch)) په ډول جوړ شوي دغه مجلس کې ناست او پرېکړې به یې کولې، ګواکې اوسنۍ د امنیت شورا(( دا هم پنځه غړي هېوادونه لري چې له مبهمو اهدافو ډک عدد دی)) یوه لنډ مهالې شوری ده، کله که خدای جل جلاله مه کړه د مسجد الاقصی پر ځای سلیماني هیکل(( د راتلونکي دجال مرکز د یهودو په عقیده)) جوړ او لوی اسرائیل(( د نیل یعني مصر نه د عراق د دجلې،او فرات او ورپسې تر مدینې منورې، دا ټوله هغه سیمه ده چې یهود پرې د لوی اسرائیل د جوړولو په پلانونو کار کوي)) رامنځته شي، نو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به په لږ بدلون سره د (( اویاوو یهودي مشرانو)) هغه امنیت شورا شي چې په سلیماني هیکل کې به د ننه غونډې کوي او د دجال نړیوال حکومت به چلوي.

د اسلامي امت د بیدارۍ په هیله

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.