
غزل/ ملا مطمئن
ملا مطمئن
څومره پورته دی مقام د شهادت
سوال کومـه زه مدام د شهادت
پس له مرګه هم ژوندی یادیږي خلکو
عجیبــه شــان دی انجام د شهادت
ښایسته حورې به حجر په شان ته ښکل کړي
کــه چــا وتـــاړه احــــرام د شهادت
د دنیا ټولې ښکلاوې ترې لوګی شه
واخ څه ښکلی دی لوړ جام د شهادت
چې رنګ شوی د الله حضور ته ورشم
مطمئــن غـــواړم انعـــام د شهادت