غزل/ حبيب الله تراب

حبيب الله تراب
دښـتـې ﻏـﺮﻭﻧـﻪ ﺯﺭﻏـﻮنیږي پسـرلی ﺷﻮ
ﺩ ﺧــﺰﺍﻥ ﮐــډې ﺑــﺎﺭیــږي پسـرلی ﺷـﻮ

ښـایــستـونــه یـې ﻟـﻪ ځان ﺳـﺮﻩ ﺭﺍﻭړﻱ
ﺩ ﺍﺭﻣـﺎﻥ غــوټۍ سـپـړیـږي پسـرلی ﺷﻮ

ﺍﺳﻤـﺎﻥ ځمـکه ﺩ ﻭﺻﺎﻝ په ﺟـﺎﻡ سیراب ﮐړﻩ
ﻟــﻮﺭ پـه ﻟـﻮﺭ ﺑﺎﺭﺍﻥ ﻭﺭﯾـږﻱ پسـرلی ﺷﻮ

ﺩ ﻫـﺎ پـوﺭې ﻏـﺮﻩ ﻟـﻤﻦ ﮐـې ﮐﯿږﺩۍ ګﻮﺭﻩ
لـکـه ګـﻞ ﺩﺍﺳـې ښکاریـږي پسرلی ﺷﻮ

ﻟـﻪ ﻫـﻮﺳﻪ ﺩ ﺟـﻨـﻮﻥ پـه ﺑـﺎﻝ ﭘـﺭﻭﺍﺯ ﮐړﻱ
پـه چـمـن ﺑــﻮﺭﺍ ﺗـﺎﻭﯾــږﻱ پسـرلی ﺷـﻮ

ﻣـﻌـﺒـﺮ ﯾـې ﺩ ﺧــﻮﺑــﻮ تـعـبـیـر ﻭﺭﮐـړئ
ﺑـﻠـﺒـﻼﻥ ځــکـه چیـغـیــږي پسـرلی ﺷﻮ

ﺩ سفـیـدو ﻗـﺎﻓـﻠـﻪ ﺭﺍﻏـﻠـﻪ پـه ﻧـﻈﺮ مـې
ﻟـﻤـﺮ نـن ﺑــﻞ ډﻭﻝ ځـلیـږي پسـرلی ﺷﻮ

حبیب الله تـراب ﺑﻪ ﺳﺘﺮګې ﺩﺭﺗﻪ ﻓﺮﺵﮐړﻡ
ﭼې ﺳﺘﺎ ﺯړﻩ پرې خوشحالیږي پسرلی ﺷـﻮ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.