افغانستان

امریکايي سلاکار: پر کابل د طالبانو برید له افغانستانه د وتلو خبرداری دی

نن ټکی آسیا: په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکو یو امریکايي سلاکار ټینګار کوي ، چې په کابل ښار کې پر لبناني هوټل باندې د طالبانو برید د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو لپاره له دغه هېواده د وتلو خبرداری دی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مطرح سلاکار بارنټ روبین ډيلي ټلګراف ورځپاڼې ته ویلي، چې پر لبناني هوټل د طالبانو برید د ایتلافي ځواکونو لپاره د خطر زنګ دی چې مانا یې دا ده چې دوی هېڅکله د دې اجازه ورنکړي،څو بهرني ځواکونه له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې پاته شي.
د نوموړي په خبره ، له دغه بریده د طالبانو پیغام دا و،چې دوی نړیوالو ځواکونو ته هېڅکله په افغانستان کې د پاته کېدا اجازه نه ورکوي.
نوموړی په دې اند دی ،چې طالبانو دغه برید د سیاه ګرد د پېښي د غچ اخستنې لپاره نه بلکي بهرنیو ځواکونو ته د یوه سور څراغ د لګولو په موخه ترسره کړی.
د یادونې وړ ده ، چې د امریکايي پوځ سلاکار ښاغلی روبین له دې دندې دوې میاشتې وړاندې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړې استازي په توګه هم دنده ترسره کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x