حمد / محمد اسلم اسلم

محمد اسلم اسلم
دا غرونه یې پیداکړې دي اسمان یې پیدا کړی
انسان یې پیداکړی دی حـیوان یې پیدا کړی

دوزخ او جنت دواړه دي زما او ستا لپاره
خو شرط یې ورته اېښی امتحان یې پیدا کړی

کلام د پاک الله دی خو قانون زما اوستا دی
تورات یې نازل کړی دی قران یې پيدا کړی

دا ستا لپاره جوړ ترینه عذاب کله رحمت شي
د شړکنـده باران سره طـوفان یې پـیدا کړی

پنځه وخته لمانځه کې که ته خدای یادی جومات کې
مرغۍ یې ثنا وایې ګلسـتان یې پیـــدا کړی

اسـلـمه عاجـزه کړه یو عـاجز غوندې بنده شه
ته هم له خاورو جوړ یې خاکستان یې پیداکړی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.