د فيلانو درلودونکي پوځ واکمن، کعبه نړول، خو پو پناه سو

عبدالمالک همت

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم
أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ 1 أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ 2 وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ 3 تَرْمِيهِم بِحِجَارَۍ مِّن سِجِّيلٍ 4 فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَّأْكُولٍ 5 ﴾ [ قراّن كريم د فيل سوره ]

ژباړه: تا ونه ليدل ( ته نه يې خبر ) اى محمده (صلی الله عليه وسلم)چي ستا څښتن د فيل ( ها تي ) له څښتنانو سره څه وكړه ؟ ايا د هغو چل ول يې هدر او بي كاره نه كړ؟ او پر هغو باندي يې د مرغانو سيلونه وليږل چي پر هغو يې د پخې سوي خټي تيږي غورځولې. بيا يې د هغو حالت داسي وګرځاوه، لكه د څارويو د خوړلو سوو ( كنګړ سوو ) وښو.

تاريخونه او نوركتابونه وايي چي د حمير ( يمن ) پاچا تُبان اسعد ابو كرب ( تبع ) يو ځل مديني منورې ته ولاړ، هلته يې د يهودو دين ومانه او دوه يهودي عالمان يې له ځا نه سره يمن ته راوستل. هلته ده د يهوديت د خپرولو لپاره أېر زيات تبليغات وكړل. بيا د هغه زوي ذونواس د هغه ځاى ناستي سو. هغه پر نجران باندي چي د عربو په جنوب كي د مسيحيت مركز وو يرغل وروړ، تر څو هلته مسيحيت له منځه يو سي او د هغه ځاى او سيدونكي د يهوديت منلوته اړباسي.

( ابن هشام ويلي دي چي دا خلك د حضرت عيسى عليه السلام د اصلي دين پيروان وه). نجران ته په رسېدلو يې خلكو ته د يهوديت د منلو بلنه وركړه، خو هغو دا بلنه ونه منل، له دې امله هغه زياتره كسان د اور په كندوكي و غورځول او و يې سوځول، او يو زيات شمېر نور موْمنان يې هم و وژل، تردې چي د ټولو وژلو سوو شمېر شلو زرو ته ورسېد. دا پېښه د 523 ع. كال د اكټوبر په مياشت كي سوې وه، او د يمن دغه پاچا ( ذونواس ) او د هغه ملګرو ته په قرآن كي” اصحاب الاخدود ” ( دكندو څښتنان ) ويل سوي دي. د نجران له خلكو څخه يو سړى د ” دوس ذو ثعلبان ” په نامه وتښتېدى؛ د يوه روايت له مخي د روم قيصر ته او دبل روايت له مخي د حبشې نجاشي ته ورغى، او له دې ظلم څخه يې شكايت وكړ. د لومړي روايت له مخي قيصر د حبشې پاچا ته وليكل، او د دوهم روايت له مخي نجاشي له قيصر څخه د سمندري بېړۍ برابرولو غوښتنه وكړه. هر رنګه چي وو، پاى د حبشو او يا زره لښكر د ارياط نومي ترقوماندانۍ لاندي پر يمن يرغل وكړ. ذونواس يې وواژه، يهودي حكومت يې له منځه يووړ او يمن د حبشو د مسيحي سلطنت تر واك لاندي راغى، چي په دې ډول په 525ع.كال كي پردې سيمه د حبشو حكومت جوړ سوى وو. البته دا ټول كارونه يوازي په مذهبي ولولو سرته نه وه رسېدلي؛ بلكي د دې ترشا اقتصادي او سياسي هدفونو هم كاركاوه. د روم عيسايې واكمني تل په دې فكركي وه چي د عربو تجارت خپل كړي.
پر يمن باندي د حبشي لښكرو د يرغل كولو په باب د عربي تاريخ پو هانو ويناوي مختلفي دي.

حافظ ابن كثير ليكلي دي چي هغه د دوو اميرانو ترقومانداني لاندي وو. يو ارياط، بل ابرهه. د محمد بن اسحاق روايت دى چي د هغه لښكر امير ارياط وو او ابرهه هم ورسره وو. بيا دواړه دا خبره تائيدوي چي د ابرهه او ارياط ترمنځ جګړه پېښه سوه. ارياط پرابرهه د توري ګوزار وكړ او هغه يې پر تندي، ورځه او پزه ټپي كړ، چي له دې امله هغه ته” اشرم ” ( پز پرې كړى ) وايي. د دې جګړې په نتيجه كي ارياط و وژل سو او ابرهه پر هيواد مسلط سو. بيا هغه د حبشې پاچا په دې سلاكړ چي په يمن كي يې د خپل نايب په توګه وټاكي. داسړى د حبشې د بندر ادويس د يوه يوناني سوداګر مريى وو. چي د خپلي زياتي پوهي له امله يې د يمن د نيولو لپاره په حبشي پوځ كي لوى نفوذ او رسوخ ترلاسه كړى وو. د حبشو پاچا چي د هغه د ټكولو لپاره كوم پوځ لېږلى وو، يا له هغه سره يو ځاى سو او يا هغه ماته وركړه. په پاى كي د حبشې د پاچا تر مړيني وروسته د هغه ځاى ناستي، هغه په يمن كي د خپل نايب السلطنه په توګه ومانه. دا سړى ورو ورو د يمن خپلواك پاچا جوړ سو. خو تش په نامه يې د حبشې د پاچا حكمراني پر ځان منلې وه، او خپل ځان ته يې مفوض الملك ( د پاچا نايب ) ليكل.

ابرهه پر يمن باندي تر خپل بشپړ واك ټينګولو وروسته، د هغه هدف لپاره په كار لاسپوري كړكوم چي هغه له پخوا څخه د رومي امپراتورۍ او د هغې د حليفانو، حبشي عيسايانو په نظركي وو. ابرهه دې هدف ته د رسېدو لپاره د يمن په پاچاهي ارګ ” صنعا ” كي يوه لويه كليسا جوړه كړه چي د عربو تاريخ پوهانو د ” القليس ” په نامه ياده كړې ده. ( دا د يوناني لفظ EKKLESIA معرب دى )، او د كليسا لفظ هم زموږ ادب ته له همدې يوناني اصطلاح څخه رانقل سوى دى. د محمد بن اسحاق روايت دى چي د دې كار تر بشپړېدو وروسته هغه د حبشې پاچا ته وليكل چي زه به هرومرو د عربو د حج كعبه نړوم او د خلكو مخونه به له هغې څخه دې كليساته را اړوم. ابن كثير ليكي چي هغه په يمن كي په ښكاره توګه خپله دغه اراده څرګنده كړه او د هغې اعلان يې وكړ. البته د هغه د دې حركت مقصد دا وو چي د عربو غوسه را و پاروي، څو دوى داسي يو اقدام وكړي چي هغه ته پركعبه باندي د يرغل ور وړلو او د هغې د ورانولو پلمه پيداسي. د ده په دې اعلان سره عرب وخښمېدل، يو عرب كليسا ته په څه شان ورننووت او هلته يې انساني حاجت پوره كړ. ابن كثير وايي چي دا كار يوه قريش كړى وو، او د مقاتل بن سليمان روايت دى چي د قريشو ځيني زلميان ورغلي او هغې كليسا ته يې اور اچولى وو. كله چي ابرهه ته دا خبر ورسېد، نو هغه لوړه وكړه چي زه به تر هغوكرار نه كښېنم څو مي كعبه نه وي ړنګه كړې. هغه وو چي په كال 570 يا 571ع. كي د شپېتو زرو لښكرو او ديارلسو، يا نهو فيلانو سره د مكې په لوري و خوځېد. په لار كي تر ځينو مقاومتونو ماتولو وروسته د ابرهه لښكرو د تهامې د خلكو او قريشو ډېر څاروي لوټ كړل چي په هغوكي د رسول صلی الله عليه وسلم د نيكه عبد المطلب دوه سوه اوښان وه. له هغه وروسته يې خپل يو استازى مكې ته ولېږى او د هغه په وسيله يې د مكې خلكو ته دا پيغام ورساوه چي: ” زه له تاسو سره جنګ ته نه يم راغلى؛ بلكي د دې كور ( كعبې ) ورانولو ته راغلى يم. كه تاسي ونه جنګيږئ زه به ستاسو په سر او مال هيڅ و نه كړم “.

عبد المطلب چي په دې وخت كي د قريشو سردار او د كعبې شريفي لوى متولي وو، د دې پيغام په اورېدو سره ابرهه ته ورغى او د خپلو اوښانو د بيرته وركولو غوښتنه يې وكړه. ابرهه ورته وويل چي:” ته د خپلو اوښانو غم كوې او د كعبې په هكله دي هيڅ هم ونه ويل ؟ “. هغه ورته وويل:” د اوښانو څښتن زه يم، نو ځكه يې زه پوښتنه كوم او د كعبې څښتن خداى جل جلاله دى چي هغه به بيا پخپله د هغې ساتنه كوي “. ابرهه په جواب كي ورته وويل: ” هغه خويې له ما څخه نه سي ساتلاى “. عبد المطلب ورته وويل:” ته پوهېږې او هغه “. دايې وويل او را پاڅېد، او ابرهه د هغه اوښان بيرته وركړل. عبد المطلب د ابرهه له چوڼۍ څخه په راستنېدو قريشوته وويل چي د كورنيو او كوچنيانو سره غرونو ته وخېژئ، څو په ټوليزه ( عمومي ) توګه ونه وژل سئ. بيا هغه او د قريشو څو مشران حرم شريف ته ولاړل اود كعبې مباركي د دروازې د كړۍ په نيولو يې خداى ته دعاوي وكړې چي خپل كور او د هغه خد متګاران وساتي او بيا غرونو ته وختل.

بله ورځ ابرهه مكې ته د ننوتلو لپاره وړاندي سو، خو د هغه ځانګړى فيل ” محمود ” چي مخكي مخكي به تى ناڅاپه پرېوتى او ډېر زيات يې وواهه تردې چي ټپي سو، خو ولاړ نه سو. هغه چي يې هرلوري ته رهي كاوه تى، خو د مكې لوري ته به نه تى، او بيرته به پرېوتی. په دې وخت كي د سمندر له لوري د شنو او ژړو مرغانوكوچنۍ كوچنۍ ډلي ( ابابيل ) ورښكاره سوې، چي د هغو په مشوكو او منګولوكي داسي يو ډول وړې شګي وې چي له خټو څخه د دوږخ په اور پخې سوي وې او دې مرغانو دغه شګي پر لښكرو اورولې. پر هر چا چي به هغه ولوېدې، د هغه بدن به ويلي كېدى. چي په دې ډول ډېر لښكريان مړه سول اوكوم كسان چي وتښتېدل په نورو ربړونو اخته او له منځه ولاړل. پخپله ابرهه هم د خثعم سيمي ته په رسېدو مړسو.

دا پېښه د مزدلفې او منا ترمنځ د مُحسر په كنده كي منځته راغلې وه. په حجة الوداع كي چي كله رسول صلی الله عليه وسلم له مزدلفې څخه د منا په لوري ولاړى، نو د محسر په ناوه كي يې خپل قدمونه چټك كړل. ځكه نو دا سنت دى چي حاجيان له هغه ځايه په چټكۍ تېر سي. دا پېښه د 571 ع. كال د حسن حسين ( محرم ) په مياشت كي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم له ولادت څخه پنځوس ورځي پخوا سوې وه.

لوى څښتن حبشيانو ته يوازي د همدې سزا په وركولو بسنه ونه كړه؛ بلكي د درو، څلورو كلونو په موده كي حبشي واكمني د تل لپاره پوپنا سوه. دا دونه لويه پېښه وه چي په ټولو عربوكي د هغې آوازه خپره سوه او د نړۍ په تاريخ كي د يوې رښتيانۍ پېښي په توګه ثبت سوه.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.