ملا عبدالسلام اخند( ارشيف انځور)

د ملا عبدالسلام په اړه د ذبیح الله مجاهد څو یادښتونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۲، ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته د ملا عبدالسلام په اړه خپل څو یادښتونه را لیږلي دي، چې نن ټکی اسیا یې کټ مټ نشروي.

ملا عبدالسلام د طالبانو له لوري د کندز لپاره والي او فاتح نومول شوی وو او د طالبانو پر لاس د کندز دوه ځله سقوط هم د هغه تر قوماندې لاندي تر سره شوی.

نوموړی د تیري یک شنبې په ورځ (کب ۸، ۱۳۹۵ل) وړاندي د امریکايي الوتکو په بمبار کې ووژل شو، طالبانو د هغه وژنه ومنل او وې ویل «ملا عبدالسلام اخند شهادت خپل تر ټولو لوی ارمان باله او په رحلت سره به یې نه تنها د طالبانو صف کمزوری نه شي بلکې سلګونه ځوانان به د قربانۍ دغه میدان ته راودانګي».

د ذبیح الله مجاهد لیکنه:

د شهید ملا عبدالسلام بریالي څو يادښتونه / ذبیح الله مجاهد

شهید ملا عبدالسلام د افغانانو په تاریخ کې بیا نه تکراريږي، هغه د ابد لپاره لاړ، خو د خپل ژوند د میړانې، اخلاقو، دلسوزۍ، مینې او عاطفې یو لوی درس يې په میراث پريښود.

شهادت لوی فوز او وروستۍ بریا ده، داسې بریا چې بیا برګشت اوناکامۍ نه مني.

زموږ ټول مشران که هغه شهیدان شوي دي او که ژوندي دي، الحمدلله د ویاړ څخه ډکې کارنامې، ښه او سپيڅلي صفات، غیرت، ننګ او میړانه لري، خو ځينې په خاصو ځانګړنو نازول شوي وي.

تر مازدیګره:

شهید ملا عبدالسلام په خپل مسلمان ولس ډير زړه سوی درلود.

یوه ورځ د کندز ولایت د مرکز اړوند کنم سیمې څخه یوه کلیوال راته شکایت وکړ چې زموږ مسجد د کلي په مينځ کې دی، هره ورځ تر ۶۰ پورې ماشومان سبقونه په کې وايي، خو دا څو ورځې کیږي د مجاهدینو یو ګروپ راغلی زموږ په مسجد کې يې اړولي، ماشومان مو له سبق څخه ووتل، او مسجد کورونو ته ډير لنډ واټن لري، تورسرې مو د اوبو راوړلو لپاره له کوره نشي وتلی، که تاسو مو غږ تر یوه مشره پورې ورسوئ.

ما د کلیوالو دغه فریاد له حاجي ملاعبدالسلام اخند سره شریک کړ، ځواب يې راغی چې ترمازدیګره به داکسان بیا هلته څوک ونه ګوري.

سبا چې مې بیا په هغه کلې کې له خلکو سره خبره وکړه، وايي مجاهدین مو له مسجد څخه بار شول.
په وچ زور امامت:

کارپوهان کندز وړوکی افغانستان بولي، ځکه دا یواځنی هغه ولایت دې چې د هیواد د خورو ورو ټولو قومونو او توکمونو یوه یوه ټولکه په کې شته.

د دې وړکي افغانستان لپاره د اسلامي امارت مسئول هم همداسې په فکري لحاظ افغانستان شموله انسان و، هغه د قوم او توکم په نامه څوک نه پيژندل، هغه ته مخلص او نیک انسان مهم و، هغسې چې الله تعالی د برتریو معیار یواځې تقوا په ګوته کړې.

د علي اباد ولسوالۍ له یوکلي څخه یو آغا صاحب راته تلیفون وکړ چې موده کیږي زموږ دکلي د مسجد ملاامام له اکثریت کلي سره په مخالفت کې راغلی، له نیمايي څخه زیات کلی لمونځ نه پسې کوي، په کراتو يې امام ته ځواب ورکړی، خو هغه چون پښتون ده، د کلي خلک چې اکثره له نورو قومونو سره تړاوو لري، د مجاهدینو په نامه ډاروي اوپه وچ زور امامت ته دوام ورکوي.

عاجله مې له ملاعبدالسلام اخند سره موضوع شریکه کړه، هغه اطمنان راکړ چې زه به يې پوره پلټنه وکړم .
دوهمه ورځ مې معلومات وکړل وايي ملاصاحب د طالبانو والی صاحب ورغوښتی و، ترماښامه يې له مسجد څخه کډه کړ.

کندز لومړی نمبر:

د ۲۰۰۹م کال د کابل ادارې د انتخاباتو ورځ وه، په ټول هیواد کې په دښمن کابو ۷۰۰ بریدونه ترسره شول، په دغو بریدونو کې تر ۹۰ پورې يې تنها په کندز کې ترسره شوي و، موږ چې بیګا د بریدونو راپور ترتیب او خپور کړ په کې راغلي و کندز د انتخاباتو په ورځ لومړی او ننګرهار په دوهم نمبر بریالی شول.

کله چې حاجي ملاعبدالسلام اخند د کندز مخکښ کیدو راپور لیدلی و، تماس يې وکړ چې داسې به ولي ویل شوي وي؟ په نورو ولایتونو کې هم مجاهدینو ښه کارونه وکړل، ستړي شول او قربانۍ يې ورکړي، داسې نه چې څوک مایوسه یا خپه شي، ما اطمنان ورکړ چې نه داکار په خیراتو کې د سبقت او تشویق لپاره شوی، مجاهدین مو دخپل حق مطابق ستایلي ان شاءالله په چا به نه درنیږي، خو له میزاج څخه مې يې معلومه کړه چې دې کار دخپل عاجزانه او متواضع عادت له مخې خوند نه وو ورکړي.

شیخ صاحب به څه وايي؟

حاجي ملا عبدالسلام اخند په کندز کې له یوې پيښې سره مخ شو، مجاهدینو بې له دې چې حاجي ملا عبدالسلام اخند په جریان کې واچوي، یوکار يې ترسره کړ، هغه کار شرعا جایز و، خو د مشرتابه لخوا يې لا اجازه نه وه شوې.

حاجي ملا عبدالسلام اخند په ډيره وارخطايي سره موضوع راسره شریکه کړه، او دمشورې غوښتنه يې وکړه ؟

راته وايي په دې کارسره دومره خپه شوی یم چې په ټول امارت کې داډول له خپګان څخه ډکه ورځ نه ده راباندې راغلې، له ډيره غمه مې زړه خراب خراب کیږي، که شيخ صاحب یا خلیفه صاحب خبر شي څه به واي؟ بس دعاوې يې کولې چې الله تعالی خو دې معافي راته وکړي، ښکاره بې اطاعتي شوې ده.

ماورته وویل چې ان شاءالله مشکل به نه وي، داپيښه لکه څرنګه چې واقع شوې، هغسې له امیرالمؤمنین یا له خلیفه صاحب سره شریکه کړه ان شاءالله تا او ټولو مجاهدینوته به د بې اطاعتي د خطا معافي وکړي.

البته هغه داسې یوه حادثه وه چې پخپله ملاعبدالسلام اخند هيڅ رول نه په کې درلود؛ بلکې بې اختیاره او دده په ناخبرۍ کې پيښه شوې وه.

لنډه داچې الحاج ملا عبدالسلام اخند د تقوا، اخلاص، شجاعت او ښه اطاعت سمبول و.

شهادت يې افتخار او د ده لوی آرمان اوهیله وه، دی بریالی و او بریالی لاړ، انسان په دنیا کې د ازمويښت لپاره پیدا شوی او د ژوند کولو فرصت ورکړل شوی، کله که څوک د خپل ژوند په هره مرحله کې هغه آزمويښت په بریالیتوب ترسره کړي، بس نور يې الله تعالی ځانته غواړي اضافه يې ستړیا او ستومانۍ ته نه پریږدي، زما په ګمان ملا عبدالسلام اخند هم الله تعالی ته دخپل ستړي امتحان پارچه ډکه کړه، هغه بریالی وخوت، الله تعالی هغه نور د دنیا په غمکشیو ونه لورید، نو يې دخپلو نعمتونو خواته وغوښت، په ویاړ سره يې د شهادت پګړ ۍ ور په سر کړه او نور يې له فانۍ او ستومانه دنیاګۍ څخه د فردوس اعلی لورته پورته کړ. نحسبه کذالک والله حسیبه

الله تعالی دې زموږ پاتې مشران راته تر ډيره ژوندي لري، امارت ته يې نعم البدل ورکړې، الله تعالی مودې لکه د ملاعبدالسلام اخند غوندې اخلاص، میړانه، زړورتوب ، له الله تعالی او د هغه له دین سره ريښتونې مینه را په نصیب کړي.

امین یاربَ العلمین

یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    پورتنی ښکلی لیکنه کی دوه ځایه د سمون هیله او به اخره کی به یوه تبصره یا ارزونه د ورونو سره شریکه کړم :
    لمړی نیوکه : د نن ټکی اسیا د اسلامی پاڼی چلوونکو ته زما د قران له مخی توصیه ده الله ج فرمایی امر کوی چه شهیدانو ته مړی مه وایاست هغوی ژوندی دی تاسی نه پوهیږی او بل ځای فرمایی چه ستاسی په شان اوبه خواړه تر لاسه کوی . که د کابل غلامان او باداران یی وایاست هغوی خو مجاهدین دشمنان ګڼی، او د هغوی دشمنی د الله ج سره ده . تاسی د هغوی لیار مه تعقیبوی ، د اوامرو نه تعمیل کبیره ګناه او نه منل یی کفر دی.
    دوهمه نیوکه : د طالبانو محترم ویاند ( مجاهد صاحب ) ته متوجه ده ، هغه فرمایی چه محترم والی صاحب ابدا ولاړ . دا جمله هم ناسمه ده که موقتا یی یاده کړی وی څه سموی یی درلود مګر ابدا ټکی یادول دالله ج د هغه فرمودی سره متناقض واقع کیږی هغه فرمایی چه شهیدان ستاسی په شان خواړه اوبه تر لاسه کوی، نو چیری به وخت تیروی هماغلته چیری چه شهیدان شوی یعنی د جهاد په سنګرونو کی به د نورو مجاهدو ورونو سره څنګ به څنګ او د نورو او نورو شهادتو به انتظار به وخت تیروی ، ځکه د شهیدانو په زیاتوالی د مجاهدینو صفوف نه کمزوری کیږی بلکه لا بیاوړی کیږی علت یی همدغه چه شهیدان له هغوی ابدی نه جلا کیږی بلکه ابدی ورسره یوځای کیږی .
    زما تبصره :
    د همدغه شهادت به اړه ده ، به جنت کی به الله چ له شهداوو پوښتنه کوی چه د جنت تر نعمتو نور داسی فکر کوی چه زیات به وی او تاسی یی هیله لری شهدا ورته ځواب ورکوی چه هو ، هغه زمونږ د شهادت موقع وه هغه مزه چه د شهادت په وخت کی وه د جنت تر نعمتو هم زیاته مزه یی لرله زمونږ هیله هم دا ده که مونږ د الله ج به لیار کی پرله پسی شهیدان شو . له بلی خوا الله ج فرمایی جه شهیدانو ته مړه مه وایاست هغوی ژوندی دی تاسی نه پوهیږی او یا تاسی یی نه پیژنی او بل ځای فرمای چه هغوی ستاسی په شاان خوراک کوی یعنی که څوک لمړی اایت بل ډول تعبیروی چه د هغو نوم او کړنی ژوندی دی د دغه اشتباه رفع کولو دپاره دوهم ایت کی فرمایی چه ستاسی په شان خوراک کوی یعنی ستاسی به شان ژوند لری د نوم او کړنو اشتباه مه کوی .. که لمړی او دوهمه خبره سره غوټه کړو ، دی نتیجی ته رسیږو چه شهیدان د شهادت په مورچلو کی فزیکی حضور لری مګر مونږ یی نه پیژنو دا چه څومره کسان د جهاد به اوږدو کی شهیدان شوی مګر جهاد او مجاهدین لا پیاوړی شوی یو علت یی همدغه د مجاهدینو فزیکی حضور دی او د الله ج نوری مرستی دی . مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.