افغانستان

حامدکرزي د وزير اکبرخان په پېښه کې د وژل شويو وارثینو ته د یو،یو اپارتمان د ورکړي امر کړی دی.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د جمعې د ورځې بريد یو کرغېړن عمل دی، د ارګ د خبرپاڼې په حواله هغه څوک چې په دې بريد کې وژل شوي دي، وارثینو ته يې باید یو، یو اپارتمان ورکړل شي.
په ياده پېښه کې چې شاوخوا يوويشت کسان پکې وژل شوي وو، د ارګ د دې خبرپاڼې پر بنسټ دوی ته باید د سرپناه ځای ورکړل شي. حامدکرزي د وزیراکبرخان په څوارلسم سړک کې شوی بريد کلک غندلی دی.

داپه داسې حال کې دی، چې تر دې پېښې څو ورځې وړاندې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو پر ګډو عملياتوکې د پروان په سیاه ګرد کې شاوخوا څوارلس ماشومان او ښځې وژل شوي دي، چې د وارثینو یا هم قاتلينو اړوند يې ارګ چوپه خوله دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x