شعـــــرونه

اى د سپينې سپوږ مۍ خدايه!

رضوان الله فيضاني

اى د سپينې سپوږمۍ خدايه زمونږ ژوند رڼا رڼا كړه
بدرنګي راځنې واخله هره خوا راته ښكلا كړه

هر ګلشن ويران ويران دى سره ګلونه پكې نشته
راستانه بيا ورته بېرته هر بلبل هره بورا كړه

تور ماتم دى هر خوا غم دى څه خوفناكه ترږمۍ ده
پاكه ربه د وحشت شپې ته بدلې په سبا كړه

فريادونه دي زګېروي دي لور په لور دي ژړاګانې
دا مظلوم او كړېدلي ولسونه په خندا كړه

دغه خاوره د اسلام ده په اسلام يې كړه سمسوره
هم نافذ پرې زرتر زره شريعت د مصطفىٰ كړه

دا ملت ډېر زورېدلى كړېدلى دردېدلى
دا معصومې ناکرارې پرګنې نورې هوسا كړه

ډېرې وينې مو شوې تويې په ناحقه او بې جرمه
ته قبول په خپل دربار كې زمونږ واړه شهدا كړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x