چین د یوه ماشوم پر ځای دوه ماشومانو زیږولو ته خلک را بولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۲، ۱۳۹۵ل): وروسته تر هغه چې په چین کې د ځوانانو کمښت محسوس شو او متقاعد سپين ږیري زیات شول، دغه هیواد د «یوه ماشوم» څلويښت کلنه پالیسي ختمه کړه او اجازه یې ورکړه چې یوه کورنۍ دوه ماشومان هم زیږولای شي. خو د دې اجازې یو کال وروسته بیا هم په چین کې د ماشومانو د پيدایښت کچه ټیټه ده او خلک زړه نه ښه کوي چې دوهم ماشوم وزیږوي.

د چاینا ډیلي په نامه ورځپاڼې خبر ورکړی چې اوس د چین حکومت دوهم ماشوم ته د خلکو د هڅولو لپاره یو لړ انعامات او سهولتونه اعلان کړي او د عامه پوهاوي له لاري پر خلکو ټینګار کوي چې دوه ماشومان وزیږوي تر څو له دغه سهولتونو څخه فایده پورته کړي.

په نوي اعلان شویو سهولتونو کې پر نغدي انعاماتو سربېره د اوبو، برېښنا او نورو خدماتو د بیلونو پوره یا نیمايي معافېدل او د ورځنيو ضروري شیانو په قیمتونو کې د کموالي تر څنګ د ماشوم د زیږیدنې او د هغه د لګښتونو او د اړتیاوو پوره کیدل هم شامل دي.

د کتونکو په نظر له تیرو څلویښتو کلونو راهیسي د چین حکومت د نفوس د کنټرول په خاطر د یوه ماشوم پالیسي په کلکه عملي کړې وه او د عامه پوهاوي له لارې یې د خلکو ذهنونه د دغې پالیسۍ په نفع جوړ کړي وو. خو اوس چې په دې هیواد کې د ځوانانو کمښت محسوس او د دوه ماشومانو اړتیا پيښه شوه، خلک د دوهم ماشوم زیږولو ته زړه نه ښه کوي ځکه چې ویره لري، دوهم ماشوم به څرنګه ساتي.

باید وویل شي چې په جاپان او ځینو غربي هیوادونو کې هم د نویو ماشومانو د زیږېدني کچه ډېره ټيټه ده، چې له امله یې د بوډاګانو زیاتوالي او د ځوانانو کمښت حکومتونه اندېښمن کړي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.