ډاکټر عبدالله په کمپيوټر کې خپل د فیسبوک صفحه ګوري

ډاکټر عبدالله د خپلو فیسبوکي خوښوونکو څخه مننه وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۲، ۱۳۹۵ل): د ګډحکومت اجرائیه ډاکټر عبدالله د خپلې فیسبوک پاڼې له لاري د هغو 2,6 میلیونه فیسبوکیانو څخه مننه وکړه چې د ده پاڼه یې خوښه کړې.

نوموړي په دې اړه په یوه پوسټ کې لیکلي: «د خوښي ځای دی چې د هرې ورځيې په تېرېدو سره زما د صفحې کتونکي زیاتیږي».

ډاکټر عبدالله وايي چې د دولتي مقاماتو لخوا ولس ته د کره معلوماتو د ورکړې په اصل باور لري او په همدې هدف یې د خپلې فیسبوک پاڼي له لارې کوشش کړی چې افغان ولس ته د خپلو ورځینو فعالیتونو، ملاقاتونو او د مهمو موضوعاتو په اړه پر وخت او کره معلومات وړاندي کړي. خو زیاتوي چې بیا هم څرنګه چې لازمه ده هغسې یې خپله فیسبوک پاڼه فعاله نه ده ساتلې.

د نوموړي پر پوسټ باندي ډیرو خلکو تبصرې کړي او نظرونه یې شریک کړي. د مجاهد خان په نامه یو کس ورته په خطاب کې لیکلي: «د دې پر ځای چې د تیري ورځې پر ۲۲ شهیدانو او ۱۲۰ ټپيانو باندې خواشیني وښیې، ته د خپلو فیسبوکي خوښوونکو په اړه فکر کوې، شرم وکړه، فیسبوک او فیشن پرېږده».

د صلاح الدین عیني په نامه یوه بل فیسبوکي هم د ډاکټر عبدالله په ظاهرې بڼې او کاري وړتیا نیوکې کړي او لیکلي یې دي: «فعالیت شما در فیسبوک و در لباس پوشیدن خوب است و بس برایتان وظیفه تشریفات وزارت خارجه خوب میزیبد، از عهده دیگرایش برامده نمیتانی».

نوموړی د فیسبوک لایکونو ته د ډاکټرعبدالله خوښي غندي او زیاتوي: «لایک خو صفحه آریانا سعید هم دارد حیف نام و نشانت».

خو له بلې خوا پرې یو شمېر هڅوونکي او تشویقي تبصرې هم لیکل شوي. د محمد شریف انوري په نامه یوه ورته لیکلي: «جناب داکتر صاحب عبدالله من از کابل هستم هیچ نوع تعصب هم ندارم من شما را فقط به خاطر مسعود شهید دوست دارم واز شما تا آخرین قدرت حمایت میکنم خداوند شما را موفق داشته باشد بسیار خوش میشوم که شما را یک بار از نزدیک ببینم».

د ګډحکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په داسې حال کې د خپلې فیسبوک پاڼې د لایکونو ډیرښت ته خوشالي څرګندوي چې ډیری کتونکې د افغانستان حکومت «فیسبوکي» بولي چې په وینا یې ټولي کارنامې او لافې يې پر فیسبوک ولاړې دي، خو په حقیقت کې یې فساد تر پخوا زیات او ښه حکومتولي لا کمزورې شوې ده.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.