ملي پولیس د یو سپین ږیري له ځورولو خوند اخلي / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۲، ۱۳۹۵ل): په ټولنیزو رسنیو کې یوه خپره شوې ویډیو ښيي چې ملي پولیس په یو سپین ږیری کلیوال ساتیري کوي او د هغه له تنګولو او ځورولو خوند اخلي.

په ویډیو کې د پولیسو سرتیري لیدل کیږي چې یو سپین ږیری یې په خونه کې ایسار کړی او د ځورولو په نیت یې پرتوګاښ ته لاس وراچوي. سپین ږیری چې د هویت په اړه یې څه نه دي ویل شوي، له ډیرې بې وسۍ په چیغو او سورو لاس پورې کوي، خو فریاد یې د پولیسو د قهقهو خنداګانو په شور کې ورک شي.

په دې درې نیمې دقیقه یي ویډیو کې سپین ږیری څو ځله د ځان د خلاصون لپاره له خونې د تیښتې هڅه کوي، خو پولیس یې نه پریږدي، بلکې د سپین ږیري بې وسه حالت ته له خندا شنه پراته وي.

په ویډیو کې لیدل کیږي چې سپین ږیری له ډیره درده او مجبوریته د ناموس کنځلي کوي خو عسکري یونیفورم په تن پولیس یې هره کنځا په مستو خنداګانو ورغبرګوي.

تر اوسه د پولیسو د هویت او د پیښې د تاریخ په اړه دقیق معلومات نه دي تر ګوتو شوي، خو د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو چې دغه ویډیو یې خپره کړې، ویلي دي چې یاد پولیس د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ مربوط دي.

تر دې وړاندې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د پولیسو په لیکو کې د غلاوو، جنسي بد اخلاقيو، لارې شکولو، په زور د خلکو د ږیرو خرییلو او ګڼو نورو نادودو راپورونو ورکړل شوي، خو په یو معمر سپین ږیری د ژړا تر حده ملنډې او ځورونه په خپل ډول کې د پولیسو د کړنو یوه بې سارې بېلګه ده چې تر دې مخکې نه وه رسنیزه شوې.

یاده ویډیو نن ټکی اسیا ته هم را رسېدلې چې لاندې يې کتلی شئ.



3 تبصرې

  1. داخو دی همدی زورونی. برکت ده. چی هره ورځ په سل هاو مرداری ګی او په مرګ کی برکت.

  2. دا حرا میان خو امریکایانو مفعول اموخته کړي دي او اوس داسې بخاریان دي چې دخپلو سپينژيریو عزت هم نکوي او فرضو ته یې لاس ور وړي چې کار یې پرې کیږي او که نه !! تف لانت دهندو په زامنو

  3. الحاج استاذ بیانزی

    سرمایداری یهودی استعمار حتی هغو هیوادو کی چه دوی ورته خپل وایی همدغه کار تر سره کړی چه غریب عوام خلک لمړی بیسواده او بیا غریب کړی ، به مقابل کی یی د ګوتو په شمار خلک هم په شیطانی علومو پوه او بیلونر جوړ کړی ، په دی واسطه له هغو غریبو ( د هغوی د غریبی له امله ) هم پولیس ، هم عسکر او هم د خپلو ساتنو او کارخانو چلولو د پاره په همدومره معاش استفاده کوی چه ژوندی پاتی شی یا یی نورو هیوادو ته له ځآنه سره بیای او د نورو هیوادو غریبان پری وژنی، نشه توکی ورکوی تر دی چه کله خپلو هیوادو ته ستانه شی ځانونه او یا نور وژنی ، په مستعمره هیوادو کی د همدغه وسیلو کار اخلی .
    دغه عسکر د همدغه پلانو تولیدات دی هم غریب دی چه له امله یی دغه ناسپڅلی دنده ترسره کوی یعنی خپل خلک پری وژنی او توهینوی او هم پوهه نه لری چه ددغه بدو کړنو احساس وکړی چه زه څه کوم حیوانات پری شرف لری ، دا مهمه نه ده چه رنګونه او نومونه یی د مسلمانانو یا افغانانو دی هغوی حتی انسانان هم نه دی ، که همدا حالت جریان پیدا کړی دا فیصدی به تر دی هم څو خأی زیاته شی .
    روسان ښه وو ، خلک یی په زوره کفر ته کشول ، دوی د کفر څه درته نه وایی د امام معاش هم دوی ورکوی د مسجد بیلونه هم دوی ورکوی حتی مساجد درته هم دوی جوړوی ، د دوی لمړی کړنه همدا چه خلک د غریبیو ، عیاشیو او نابوهیو سره مخ کړی بیا چه څه پری کوی هغه پری کوی یعنی کته پری واچوی د هغوی خره شی ، حتی په ناموس کی هم ورسره شریک شی مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.