برګډال ته د «بیا رونشې» ویونکی طالب وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۲، ۱۳۹۵ل): هغه طالب چې درې کاله وړاندې یې امریکايي سرتیري بو برګډال ته په خطاب کې د خپلې «تاریخي» جملې له کبله په نړیواله کچه شهرت پیدا کړی و، نن په خوست ولایت کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

بو برګډال کلونه د طالبانو په بند کې تیر کړي وو او په ۲۰۱۴ کال طالبانو له ګوانتنامو زندان څخه د خپلو پنځو مشرانو د خلاصون په بدل کې د خوست ولایت په علیشیرو کې امریکایانو ته وسپاره.

قاري عبدالله چې په قاري معراج مشهور و، د طالبانو او امریکایانو ترمینځ د بندیانو د دغې تبادلې په یوې ویډيو کې امریکایانو ته د ورسپارلو پر مهال اسیر امریکايي عسکر ته په اوږده لاس ږدي او په خوستۍ لهجه ورته وايي: «بیا افغانستان ته رونشې».

د قاري معراج د خولې دغې جملې ډیر ژر په کورنیو او نړیوالو رسنیو کې پراخ انعکاس وموند او په بېلابېلو ژبو د ګڼو رسنیو د بحث موضوع او د مقالو سرلیک وګرځېده.

هغه مهال په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو پلوي فعالانو یاده جمله یوه «تاریخي» وینا وبلله او هغې ته یې د «روان جهادي تاریخ یوه تلپاتې او نه هېرودونکې» وینا لقب ورکړ.

قاري معراج د خوست ولایت اوسیدونکی و او نن په همدې ولایت کې د امریکایانو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په نښه شو. د برید له کبله د نوموړي جسد ټوټې ټوټې شوی و او د جنازې ګډونوالو یې د جسد پر ځای د هغه په عکس باندې د اخیري دیدار تنده ماته کړه.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.