ټولنیزه برخه

اروا څه ده؟ درېیمه برخه

اروا او تناسخ

    ډاکټر يوسف قرضاوي وايي چې ماټرياليستان انسان يو بې مسووليته موجود بولې، هغوى دغه نظرلري چې انسان يوموټى خاورې ته وايي، چې له ځمکې راوتلى، پرځمکه ګرځي، له ځمکې خوراک کوي او بېرته به دې ځمکې ته ګرځي!!!

    د ماټريالسټانو له نظره انسان د غوښې، وينې، هډوکي، رګ، اعصابو او…مجموعي کتله ده، د دوى په فکر _عقل او فکر_ هم ماده دي چې مغز افرازوي، لکه ينه چې د صفرا کيسه افرازوي، يا هم بډوډي چې متيازې افرازوي.

    دغه ډله خلک د ډاروين پر پله روان دي، چې انسان د بيزو پرمختللى شکل بولي، خو جالبه داد ه چې په دې وروستيو پېړيو کې چې ټکنالوجي هم ګام پر ګام مخ په وړاندې ځي، هيڅ د ډاروين زوى دغه ثابته نه کړه چې په پلاني ځاى کې حد اقل يو بيزو انسان شو!!!

    هغوى اروايي نړۍ ته بېخې ژمن نه دي، يواځې پر هغه څه باورلري چې همدلته دي. ډاکټر صاحب قرضاوي د حضرت امام محمد غزالي رحمه الله د اثر (نظرات فى القرآن) په حواله د يو ماټرياليسټ له نظره د انسان ارزښت دغسې او دومره ټاکلى دى :
((که يو اوياکيلو وزنه انسان ته ښه ژور فکر وکړو،نو هغه به له دې موداوڅخه جوړشوى وي:

•    د ده په وجودکې دومره غوړي شته چې اووه(٧)چکۍ صابون ترې جوړېږي.
•    دومره کاربن پکې شته چې د اوو(٧) قلمو نوقشنګ  له پاره بسنه کوي.
•    د يوسلوشل(١٢٠) کيلو د اورلګيت تيليو فاسفورس لري.
•    د منيزيم دومره مالګه پکې شته چې يو غړپ يې نس ناستې ته بسنه وکړي.
•    له اوسپنې يې يو کوچنى منځنى مېخ جوړېدلاى شي.
•    په سپين رنګ يې يواځې د يوه چرغالې په اندازه ځمکه سپينېدلاى شي.
•    د ګوګړو دومره تېزاب لري، چې د يوه سپږن سپي څرمن پرې پاکه شي.
•    يوڅه اندازه اوبه.

دغه مواد _دانسان ارزښت_ په يونيم ډالر(نږدې پنځلس سوه افغانۍ) په بازارکې پيداکېږي.))

    مشهور ماټرياليسټ فريدريک انګلز او کمونيست کارل مارکس پر دې باور دي چې د مادې او ټولنيز ژوند له بدلون سره فکري بدلون هم راځي، دوى وايي انسانان په دې نه پوهېدل چې خوب څه شى دى؟ ياهم دوى نه شواى کولاى چې تفکر او احساس ډانچې ته منسوب کړي ،دوى به باور درلود چې دغه کړنې د يو بل قوت _اروا_په وسيله کېږي.

    مرحوم محمدنادر ايوبي رحمه الله د دوى د دغې خبرې په تشريح کې وايي: چې د دوى موخه دغه ده چې د انسانانو شعور د دوى ټولنيزشتون نه ټاکي بلکې، د دوى ټولنيز شتون شعور ټاکي؛ او په دې توګه ثابتول غواړي چې ماده په معنا قدامت لري؛ چې ماده نه وي تفکر او شعور نه پيداکېږي.

    خو موږ وړاندې د اسلام په رڼاکې دانسان پيداښت، ارزښت او مقام وړاندې کړ، خو د کفارو دغه ډله انسان ته يونيم ډالر ارزښت ورکوي. مګر ځينې نور کفار فيلسوفان او اروا پوهان بيا دانسان د اصليت_اروا_ په اړه يوبل ډول نظر لري، لکه مخکې موچې د فيثاغورث يادونه وکړه، دوى وايي چې له يوه ژوندي انسانه چې اروا ووځي، بېرته په بل راتلونکي انسان يا هربل ژوندي موجود کې راځي.چې دغه عمل ته تناسخ وايي، اواسلام يي په کلکه ردوي.

د (روح اوتلپاتى ژوند) نومي کتاب ليکوال محب الله زهير تناسخ داسې راپېژندلى چې د ده همغږي پکې له ورايه ښکاري، ځکه که يې خوښه نه واى، خپل مخالفت به يي ښوولى وو. ښاغلى زهيرنه يواځې دا چې تناسخ په سړه سينه مني، د اروا مرګ هم تاييدوي. چې د ښاغلي زهير په پوره نالوستۍ دلالت کوي. ځکه چې ده د تناسخ اړوند په ټوله ليکنه کې هيڅ ځاى د اسلامي اساساتو يادونه نه ده کړى، نوموړى ليکي:

((ارواح په فضايي ژوند کې د خلوص او پاکۍ يا ککړوالي او پليتۍ له پلوه پر مختلفو درجو وېشل کېږي.هغه ارواح چې د مشابه تمايلاتو درلودونکى دى او هم څنګ او هم رديف دى، د جاذبې د قانون او متجانس عمل له مخې د يو بل لوري ته جلب کېږي او د تناسخ او د روحي ژوند په اوږدوکې هم د يو بل پر شاوخوا راټولېږي او يوه کورنۍ جوړوي.))

     ښاغلى زهير دلته يوه عجيبه خبره دغه کوي، چې هم څنګ او هم رديفه ارواوې په فضايي، تناسخي او اروايي ژوند کې سره يوځاى وي. لومړۍ ستره غلطي يې دغه ده چې دى اروايي ژوند _هغه حالت چې اروا لا ډانچې ته نه وي ننوتې_ فضايي ژوندبولي، تناسخي ژوند هيڅ معنى نه لري او له ډانچو وروسته هغه ځاى چې موږ د اسلامي امورو له مخې هغوى ته عليين او سجين وايو، دى يې روحي ژوند بولي.

    ښاغلى زهير يوځاى وايي:
((د روح دشبحې مادې ذرې او ماليکولونه او د روح مثالي قالب په منظم ډول يو بل ته نږدې کېږي او د يوبل سره د يو ځاى کېدلو اوګډ کېدلو په نتېجه کې اوبه کېږي، چې په دې توګه د روح قالب کوچنى، زبېښلى او متراکم کېږي او په کافي اندازه ماده ورباندې اضافه کېږي او نښلي او دروندکېږي اوچې کله ماليکولونو په اوبه کېدلو پيل وکړ، خاص ډول ناراحتي په روح کې رامنځ ته کېږي، لږلږ سستي او رخوت پرې غلبه پيداکوي، خاصيت او قدرت يې له منځه ځي او د تېروشوو پېښو خاطرې او پوهه او ادراک يې ويده کېږي.))

    دلته که دښاغلي زهير موخه هغه اروا وي چې د ده خبره د تناسخ د عمل په واسطه دويمې ډانچې ته ننوځي، نو دحشر په ورځ به الله جل جلا له  له کومې اروا سره حساب کوي. ځکه چې څوډانچې به يوه اروا لري؟؟؟
    که يې موخه هغه اروا وي چې له اروايي نړۍ په ډانچه ننوځي؛ نو دا به بشپړ له اسلام سره په ټکر کې وي، ځکه چې اسلام وايي چې هره اروا هغه په اروايي عالم کې شوې وعده_له الله جل جلا له  سره دهغه  د ربوبيت د مننې وعده_ په ياد ساتي او هرانسان په فطري ايمان مسلمان پيداکېږي، وروسته مجوسي، يهودي … کېږي.مګر نوموړى داسې څرګندوي، چې له اروا پخوانۍ پېښې او خاطرې هېرېږي. يعنې دى په دې اړه چې انسان په کسبي ايمان يا مؤمن يا هم کافر کېږي، نه مني. او که يې بيا هم پورته نظر د تناسخ په اړه وي،نواسلام په کْلي توګه تناسخ ردوي او په اړه يې د تاييد نظر هم د ردېدلو وړ دى.

    تر دې جالبه لا دا کوي چې د فيثاغورث پر پله وايي :
((هغه خلک چې ډېرکبرجن، خودخواه او مغرور وي، د هغوى ارواوې د تناسخ  د عمل په نتېجه کې د معيوبانو، ليونيانو او…په ډانچوکې حلول کوي.))

    په داسې حال کې چې مسلمان پر دې باور لري، چې د ګناهکار اروا تر قيامته په سجين او د نېکانو اروا په عليين کې پاتې کېږي او د ډانچو او ارواوو ترمنځ تړاو د لمر او وړانګو ترمنځ تړاو دى.

     د لرغوني هند په فلسفه کې هم عموما دغه نظريه _تناسخ_ تاييدشوې ده. هغوى په دې اند دي چې اروا تل پټ پيل لري او تل له يوه حالت او ډانچې بل حالت او ډانچې ته ورځي؛ دوى انګېرې چې په هره ډانچه کې ننوتې اروا په پخوانۍ  ډانچه کې دکړي ژوند ځينې نښې نښانې لري او دغه سبب دى چې د انسان لالهاندۍ او غمونه يو جبري عمل دى.
    د لرغوني هند په مشهور کتاب ((اوپانيشاد)) کې د تناسخ په اړه وايي چې کله انسان ومري اروا يې دوه لارې لري:

•    د نېکانو لار:
 پر دغه لار د هغو ډانچو ارواوې ځي چې نېک او ښه ژوند يې کړى وي، دغه ارواوې له ډانچې وتلو وروسته اورته ځي، بيا د ورځي رڼا ته ځي، وروسته دکال په نيمه روښنايي کې لار پيداکوي، لمر او سپوږمۍ او بيا د برهمن دربارته رسېږي. او هلته د (ياما) ترحکم لاندې ژوند کوي.

•    د ګناهکارانو لار:
    اوپانېشاد دغه لاره داسې بيانوي: هغه اروا چې پر دې لار ځي لومړى په دود بدلېږي، شپې ته ننوځي او په نيمه شپه کې د نېکانو نړۍ ته رسېږي له هغه ځايه اثير  ته ځي، له دې اثيره سپوږمۍ ته ځي او هلته له هغو ښو کارونو چې په ډانچه کې يې کړي وو، ګټه اخلي.
    کله چې يې د ښو کارونو زېرمه تمامه شي، بېرته په هماغه لار چې راغلې وه ځي؛ له سپوږمۍ اثير ته ، له اثيره بېرته دود شي او له وريځ او باران سره ځمکې ته راځي؛ دځمکې پرمخ شنه کېږي، په خوړو بدلېږي او دانسانانو ګېډو ته ځي او موږ داسې انګېرو چې نوى ماشوم نړۍ ته راځي.   

    د لرغوني هند خورا مشهوره فلسفه _جينزم_ د اروا په اړه وايي:  هغه اروا چې له مادي کرغېړنتوب څخه پاکه شوې ده، نه لويه ده نه کوچنۍ نه درنده ده نه سپکه. مادي اړيکي ترې شلېږي، جنسيت _تذکير، تانيث_نه لري، په دې توګه ارواوې  بشپړې خپلواکې پر خپل ځان متکي او تل ژوندۍ دي.

     له هندي فلسفې پرته نورو ډېرو د تناسخ عمل رد کړى دى،ارسطو دغه خبره بابېزه بولې؛ خو هغه پخپله دغه بابېزه کوي چې اروا له جسمه بېله نه،  بلکې ورپورې نښتې بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x