ټرمپ او د کعبې شریفي صفت!! حقیقت څه دی؟ / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۲، ۱۳۹۵ل): په ټولنیزو پاڼو کې د ټرمپ ویډیو او انځور نشر شوی چې د کعبې شریفي انځور ته ولاړ دی، او وایي چې دا ټوله د «مینې سمندر» دی.

د الجزیرې تلویزون ددې خبر د اصل حقیقت موندلو په موخه په یوه راپور کې ویلي چې دا خبر، ویډیو او انځورونه حقیقت نه لري، بلکي د امریکا نوی ولسمشر ټرمپ په حقیقت کې د خپل تنصیب مراسمو انځورونه ګوري او د abc شبکې خبریال ته د هغه په اړه خبره کوی.

نوموړی په اصل ویډیو کې وایی چې دا خلک زما د خبرو اوریدلو لپاره له لیرو لیرو راغلي وه، دوی د مینې یو لوی سمندر جوړ کړی وو، په تاریخ کې به دومره خلک نه وي راغلي او داچي نورو رسنیو له درواغو نور انځورونه نشرول او زما پر ضد یې تبلیغات کول چې د ټرمپ د تنصیب په مراسمو کې لږو خلکو ګډون کړی وو.

باید وویل شي چې د نوموړي د تنصیب مراسمو انځورونه یو چا په کعبه بدل کړي او د ټرمپ د وینا هغه توري را اخیستي کله چې هغه وايي دا ټوله د «میني سمندر» دی.

ویډیو په ټویټر او ځینو نورو پاڼو کې نشر شوې او همداسي یې اصلي ویډیو نشر شوې تر څو یې درواغ معلوم شي.

جوړه شوې ویډیو:

اصلي ویډیو:



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.