د پل چرخي جومات

په ۲۰۷۰ کې به د مسلمانانو شمېر تر بل هر چا زيات وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۲، ۱۳۹۵ل): نن په دنيا کې د عيسايانو تعداد ډير دی؛ خو په ۲۰۷۰ کې به د مسلمانانو تعداد د بل هر مذهب تر پيروانو زيات وي.

پيو څېړنيز مرکز (Pew Research Center) (د دنيا تر ټولو زيات مقبول مذهب) تر عنوان لاندې تحقيقونو په پايله کې څرګنده کړې چې په نړۍ کې اسلام يوازينی پراخېدونکی مذهب دی، چې منونکي يې تر ۲۰۱۰ عيسوي کال پورې ۱.۶ بيليونه و چې د دنيا د ابادۍ ۲۳ سلنه جوړوي، او د عيسائيت د پيروانو شمېر ۲.۲ بيلونه و چې د ۳۱ سلنه ابادي تشکيلوي.

د پيو څېړنيز مرکز په اساس په راتلونکو ۵۳ کلونو کې به د مسلمانانو په ابادي کې ۹ سلنه زياتوالی ممکن دی، په ۲۰۷۰ کې به مسلمانان له عیسایانو زيات شي او په ۲۱۰۰ کې به يې د ابادۍ سلنه ۳۴.۹ ته پورته شي چې پيروان به يې په دنيا کې د بل هر مذهب په مقابل کې زيات وي.

ياد مرکز د خپل تحقيق له مخې ادعا کوي چې مسلمانان د بل هر مذهب له پيروانو زيات اولادونه لري، دوی وايي اوسطا مسلمانې ميرمنې ۳.۱ اولادونه لويوي، په داسې حال کې چې د بل هر مذهب پيروانې ميرمنې اوسطا ۲.۳ اولادونه زېږوي، د راپور له قراره د مهاجرت يا نقل مکاني له امله هم د مسلمانانو په ابادۍ کې زياتوالی راځي او په ځانګړي ډول په شمالي امريکا او اروپا کې د مسلمانو ابادي په خورا تيزي سره زياتېږي.

په راپور کې ويل شوي چې د دينا ۶۲ سلنه مسلمانانو په اندونيسيا، هندوستان، پاکستان، بنګلديش، ايران او ترکيه کې اوسېږي او په ۲۰۵۰ کې به هندوستان د انډونيزيا په نسبت د مسلمانانو تر ټولو زياته ابادي ولري.

راپور ليکي: تېر کال په امريکا کې د مسلمانانو ابادي ۳.۳ ميليونه وه، چې د امريکا د ټولې ابادۍ ۱ سلنه جوړوي او ډير امکان شته چې په ۲۰۵۰ کې به د مسلمانانو ابادي ۲.۱ نوره هم زياته شي.

د راپور اصلي بڼه دلته وګورئ.

http://www.pewresearch.org/fact-tank/2017/02/27/muslims-and-islam-key-findings-in-the-u-s-and-around-the-world/



2 تبصرې

  1. الحاج استاذ بیانزی

    که یی خالی نومونه د مسلمانانو وی که تر اوو بیلونو هم ډیر شی ګټه نه لری ، د هغو مسلمانانو اړه ده چه هم ځان او هم نورو مسلمانانو او مظلوم بشریت ته ګټور وی ، هدف یی د الله ج عبادت او بندګی وی هر څه کی د کیمیت په ځای کیفیت لمړی اهمیت او ارزشت لری . او به ډیرو کی کیمیت حتی مطرح هم نه دی.

  2. عبدالواحد اڅګزۍ

    زماپه نظردااحصاءیه اونظربلکل غلط دی دعسویانو کتاب انجیل دۍ په انجیل کی لیکل سوی دی ؟چه نعوذب الله عیسی ع دخدای زوی دۍ پس پدی لفظ دوی له انجیله منحرف سول په مشرکینوکی داخل سول دکیمیت په لحاذهم غلطه ده ماپه امریکاکی تریوکازیات ژوند کړۍ دی په انګلستان کی دوه کاله په جرمنی کی ۲۲کاله چه دادعسایانومرکزونه دی لویی ښایسته کلیساوی ولاړی دی ،یکشنیه ددوی دکلیسادورتګورځ ده لکه زموږدجمعی ورځ په ټوله کلیساکی تر۲۰بالاکسان نسی لیدلای اوپه هرمسجدکی دونه خلک وی چه دوه واره جمع کیږی په یوه وار خلک نه کی ځاییږی.بودایی فلسفه نده رامعلومه،اسلام نن په دنیاکی لوی دین دۍ هم دکیمیت په لحاظ هم کیفیت په لحاظ وعیسایی ۱۰۰ددین ښکنځل وکه چورت نه کی وهی دمسلمانانو عکسلعمل تاسو په فرانسه اونوروملکوکی ولیدۍ. په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.