چين په نړۍ کې تر ټولو تيز سوپر کمپيوټر جوړ کړ

چين ديو داسې نوي سوپر کمپيوټر څخه پرده پورته کړه چې کولای شي په يوه ثانيه کې تر ۲.۵ زره تريليونه زياتې حسابي معادلې ترسره کړي.

ددې ستر کمپيوټر معالجې په ۱۰۳ خزانو کې ساتل کيږي چې دغټ یخونکي ماشين په اندازه جوړې شوي، او وزن يې تر ۱۵۵ ټنو زيات دی.

او ترڅو دا کمپيوټر دومره حيرتناکه سرعت وکاروي، په خپلو اجراءاتو کې له ۷۰۰۰ ګرافيکي معالجو، او له ۱۴ زرو څخه زيات دانټیل چپسونه کاروي.

دغه نوی ستر کمپيوټر د تیانهي – ون ای (Tianhe_1A) ماډل دی، او ددفاعي ټکنالوجۍ لپاره دچين ملي پوهنتون لاس ته راوړنه ده.

دچين ددغه اعلان تصديق (Top 500 Organisation) “تر ټولو ښه ۵۰۰ کمپيوټرو کمیسون” کړی، کوم چې په ټوله نړۍ کې دتر ټولو قوي کمپيوټرو شميرنه کوي.

چين ددې کمپيوټر په جوړولو سره دامریکې اکس ټي وي جاګوار (XTV Jaguar) ماډل سوپر کمپيوټر ته شکست ورکړ، کوم چې دامريکا په تينيسي ولايت کې موجود دی.

ددې کمپيوټر په هکله کمپيوټر پوه پروفيسر جاک دونجارا له تينيسي پوهنتون څخه وويل : ( دچين نوموړی کمپيوټر ۴۷ په سلو کې دامريکا له سوپر کمپيوټره تيز دی، ما تيره هفته په چين کې پخپله وليد، او ددې کمپيوټر له جوړوونکو سره مې پرې تبصره وکړه، او دهغوی خبرې تصديقوم).

راپورونه وايي چې ددې نوي کمپيوټر په جوړولو باندې دوه کمپنيو (انفيډيا) او (انټيل) په شريکه تر ۸۸ مليونو امريکايي ډالر مصرف کړی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.