دیني، سیرت او تاریخ

ايمان – لیکوال: (مهاجر شیرایاز)

الله جل جلاله پر خپلو عقل لرونکو بندګانو ډيرې پیرزينې کړې، د عقل نعمت یې ورپه برخه کړ، او اشرف مخلوق یې وګرځاوه، خو د شرافت سبب یې په الله عزوجل باندې ایمان لرلو کې دی؛ ترڅو خپل دنیاوي ژوند د یوه ټاکلی هدف ترلاسه کولو لپاره پر  ځانګړو هڅو او د یوه مسؤلیت لاندې تېر کړي، ځکه که دلته نوي نو هلته خو ضرور پوښتل کیږی؛  الله جل جلا له پدې عاقل مخلوق د حجت درولو لپاره د خپلې مهربانی سره سم وار په وار مختلفو ځایونو او وختونو کې او متفرقو قومونو ته د هغوی له خټې او د هغوی پر ژبه او عاداتو پوه،

بلکې د هغوی سره په يو چاپیریال کښې اوسیدلي استازي ورلیږلي ترڅويې د دي کائناتو د پیدايښت له راز څخه خبر او د کامیابۍ او ناکامۍ لارې وروښائې او په پای کښې د نیکمرغه ژوند څښتنان شي.

دا ایمان يو داسې جوهر دی کله چې د انسان په زړه کښې ځای و نيسي بيا انسان يو لوی مخلوق کرځي؛ دا ټول کائنات به دده په خدمت کښې وي، او انسان کې دننه د ده همت دومره لوړوي چې د ژوند هڅې به يې اعلی عليين ته درسیدلو لپاره وي، او انسان د هغه پښيمانتيا په ورځ له پښيمانتیا څخه ژغوري په کومه ورځ چې ټول خلک پښيمانه وي، او دې نړی ته د بيا راتللو ارمان – د ایمان راړلو لپاره- کوي، خو بيا هيڅ فايده نلري ځکه چې فرصت به يې- قصدا – له لاسه ورکړی وي، نو د دغه جوهر لپاره دنياوي ژوند يو ځانګرې ځمکه ده او حاصل يې بيا په د نياوي او خروي دواړو ژوندونو کښې لاسته راځي. او د دې جوهر لاسته راوړل بې له علمه راوړل یو ناشونی کار دی؛ نو ځکه خو الله تبارک و تعالی خپل استازي انسانانو ته د دي امانت پر رسولو مکلف کړيدي لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پدې حدیث کښې جبرئیل علیه السلام د ایمان، اسلام، احسان او د قیامت په اړه پوښتنې کوي، او ځانګړي مطلب يې د هغی ملګر پوه کول ؤ:

عمر رضي الله عنه وايې:يوه ورځ له رسول الله صلی الله علیه وسلم ناست ؤ، ناببره يوسړی راښکاره شو چې کالي ئې تک سپين او ويښته يې تک تور ول، او د سفر کومه علامه پرې هم نه ښکارېدله، او مونږـ د دی ځای اوسیدونکوـ هم نه پیژانده، راغی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخي ته کيښناست او خپل زنګو يې د هغه له زنګون سره کيښود او لاسونه يې د هغه په ورون کيښودل، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه يې د اسلام په اړه و پوښتل کله چې هغه ځواب ورکړ؛ نو ويې وويل: ريښتيا دي وويل. عمر رضي الله عنه وايې: مونږ حیران شو چې پوښتنه يې وکړه ګواکي علم يې نلرلو خو د ځواب تصديق يې داسي وکړ ګواکي دی پوهيده او بيا يې وويل: ای محمده ـ صلی الله علیه وسلم- د ایمان په اړه خبر راکړه! رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل: ایمان دېته وايې: چې په الله جل جلا له ، د هغه په ملايکو، او د هغه په کتابونو ، او د هغه په رسولانو او په تقدیر خیر وي او که شر د الله تعالی له طرفه دی او د مرګ نه وروسته په ژوندون باندې ايمان راوړې، ؛ او بيا يې د احسان په او قیامت په اړه ورڅخه وپوښتل او هغی صلی اللهعلیه وسلم  ځوابونه ورکړل او بيرته ستون شو، نو يوڅه وخت وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر رضی الله ته وويل: ته پوهيږي چې هغه پوښتونکی څوک ؤ، ما وويل الله او د هغه رسول ښه پوهيږي، نو هغه صلی الله علیه وسلم وويل: هغه جبريل علیه السلام ؤ راغلی ؤ ترڅو تاسې ته ستاسې دين در ؤښايې.

نو دا هغه بنسټيز ارکان دي چې بايد هر مسلمان پري ايمان ولري ، او که له يوه څخه يې هم انکار وکړي(او ويې نه مني) کافر کيږي، چې په دنيا کښې ذلیله او په خرت کښې پښيمانه ګرځي(الله تعالی دي تري مونږ وساتئ- آمین).

نو د ایمان معنی او تعریف ، او بيا څنګه او څه ډول ایمان؟

د دې په اړه به د الله تعالی په مرسته او د خپل توان په اندازه يوڅه معلومات دروړاندي کړم.

د ایمان لغوي مانا:

ايمان د لغت لمخي په ډيرو ماناګانو راغلی:

تصدیق= ريښتیا ګڼل(د خبر ورکونکي خبر قبلول)،  اعتماد او باور ، امن د ویري او ډار ضد لکه راغب ويلي: اصل کښې امن د نفس اطمنان ده او ډار لمينځه تلل دي.

ايمان په شرعي اصطلاح کښې:

عالمانو د ایمان ډير تعريفونه کړي چې حقيقت کښې ټول يو د بل مکملې دي، او د ټولو اصلي موخه يوه ده ځينو په لږو جامعو کلماتو اکتفاء کړي چې هغه بيا نورې څانګې په ځان کې رانغاړي چې دلته به په لنډ ډول يو څو تعريفونه رانقل کړم:
امام ابوحنيفة رحمه الله تعالی : ايمان په ژبه اقرار او په زړه کښې تصدیق(ريښتيا) کڼلو ته وايې.
امام شافعي رحمه تعالی په خپل کتاب الام کښې وايې: هغه صحابه او تابعين چې مونږ موندلي ؤ دهغوی پدی اجماع وه : ایمان قول عمل او نيت ته وايې او- ټول لازم دي –  يو د بل ځای نه نيسي.

امام محمد بن اسماعیل اصفهاني رحمه الله تعالی: په شرعي ژبه کې ایمان د زړه تصديق او بدني عمل ته وايې.

ځينو لنډ تعريف داسې کړی: ايمان  په ټولو پټو او ښکاره ؤ اطاعاتو کې د الله جل جلاله امر منلو څخه عبارت دی،

پټ اطاعات: د زړه اعمال، په زړه تصديق(ريښتيا ګڼل) او اقرار(وينا).

ښکاره اطاعات: د بدن اعمال، بدني عبادتونه لکه واجبات او مستحبات(مندوبات، نفلونه او مسنون) عبادتونه.

دا ټول تعريفونه په يو تعريف کښې داسې راجمع شوي دي: ايمان د قول او عمل څخه ترکيب شوی، او قول په دوه قسمه دی: د زړه قول چې هغه عقیده ساتل دي، او د ژبي قول: د اسلا په کلمي خبره کول

او عمل هم په دوه قسمه دی: د زړه عمل: نيت او اخلاص دی، او بل د بدن عمل دی. کچيرته لدی څلورو قسمونو څخه کوم يو پريوت نو ايمان د کمال څخه راښکته کيږی، خو که د زړه تصديق(ريښتيا ګڼل) پريوت نو بيا نور پاتي قسمونه هيڅ فايده نلري(ايمان ختميږي، او منافق ګرځي) ، اهل السنة چې د مرجئة سره کوم توپير لري، هغه دا چې اهل السنة وايې: تصديق او د زړه اعتقاد بايد سره فرق ونلري، ځکه که داسې نوي بيا ايمان لمينځه ځي، خو مرجئة وايې: يواځي په خوله تصديق فايده لري ، او د غه راز اهل السنة پدي هم اجماع کړي چې د زړه محبت او تصديق بايد په ژبه ښکاره شي، او که داسې نوي بيا هم دا ايمان فايده نلري، لکه:ابليس، فرعون او د هغی قوم، یهودو او مشرکانو به ويل چې دغه رسول حق دی خو نه پري ايمان راوړو او نه يې پيروي کوو.

دغه د ایمان تعريف ؤ، اوس به د ايمان ارکان ووايو کوم چې په پورته حديث کښې ذکر شول:

الله جل جلاله باندي ايمان:

که يو څوک وايې: زه په الله جل جلاله باندي ايمان لرم،نو دا خبره داسې معنی لري چې:

يواځي الله جل جلا له د عبادت وړ دی، د هرڅه پيدا کونکی ، پالونکی واکدار دی هيچاته احتیاج ندی بلکي ټول خلک ده ته احتیاج دي، او د لویي په صفاتو ستايل شوی دی، په الله جل جلاله باندي ایمان درې ډوله توحيد ته شامل دی:

د ربوبيت توحيد:

داسې ټينګه عقیده لرل چې الله جل جلاله د هرشي پالونکی او پيداکونکی(خالق) دی، د ژوند ورکونکی او د ژوند اخيستونکی، فايده او ضرر رسونکی دی، او دغه راز هر مشکل وخت کښې دعاء قبلونکی، او په هرڅه باندي قادر او برلاسی دی، او داسې عقیده لرل چې الله جل جلاله په خپلو کارونو کې هيڅوک شريک نلري، او دا توحيد له نور ډولونو څخه لمړیتوبه لري، د قرآن مجيد په هر سورت کې د توحيد دي ډول ته اشاره شوي ده.
لکه: الله جل جلاله سورة الفاتحة کې فرمایې: الحمدلله رب العلمين

او دغه راز سورة الاعراف کې فرمايې: الله خالق کل شي و هو علی کل شيء وکيل

د الوهيت توحيد:

داسې کلکه عقده لرل چې يواځې الله جل جلاله د عبادت او بندګی حقدار او وړ دی، او بل هيڅوک د عبادت حق نلري، الله جل جلاله پخپلو کارونو کې يواځي ګڼل، يواځي د الله جل جلاله قانون منل يواځي، يواځي الله جل جلاله ته عبادت کول.

د الله جل جلاله قانون: ټول شريعت(حلال او حرام) ، او د ژوند هغه قانون چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړی ده، ترڅو انسانان د انسان په لاس جوړ شوي ناقص قانون څخه مستغني او يو کامل الهي قانون يې ونازوي، او  دغه دستور په قرانکريم او نبوي سنتو کې مونږ ته بي له ګوتوهنې او تغیراتو، او دغه راز بې له زياتونو او کمومونو څخه رارسيدلی دی.

عبادت: په لغت کې عاجزي او تسلميدلو ته وايې، او ځيني علماء وايې: د عاجزۍ سره په څنګ کې ډير زيات محبت چې د هغی په مقابل کې بل محبت نوي، او په اصطلاح کې د هغه څه نوم دی چې الله جل جلاله ته ډير خوښ وي، که هغه ښکاره وي اويا پټ، که هغه په ژبه ترسره کيږي او که په بدن؛ عبادت دوه شرطونه لري:

 الف: الله جل جلاله ته به خالص(يواځي به د الله جل جلاله د رضا لپاره، او نه کوم بل شخصي غرض او د نياوي مقصد لپاره) وي، لکه: الله تبارک و تعالی فرمايې: قل الله أعبد مخلصا له ديني

ب: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه به وي، لکه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې:من احدث في امرنا هذا مالیس منه فهو رد.

 د الوهيت توحيد بنسټ الله تعالی ته په عبادت او اخلاص باندي ايښودل شوی، نو په الله جل جلاله باندي ایمان لرونکی به هر ډول عبادت (محبت، ویره، اميد، دعاء،توکل،اطاعت، ذلت، عاجزي…) يواځې الله تعالی ته کوي، او هيڅ شريک او سيال به ورسره نه پيدا کوي. د الوهيت توحيد کې د ربوبيت او اسماء و الصفات( د الله جل جلاله د نومونو او ستاينو) توحيد هم شامل دی، خو د ربوبيت توحيد کې يواځې د الله تعالی په ربوبيت باندي اقرار دی، او د الوهيت لپاره مقدمه ده، ځکه که ته وايې: يواځې الله تعالی خالق دی؛ نو بيا خو بايد يواځي هغی عبادت هم وکړي، خو پدې(الوهيت) توحيد کې پدي اقرار دی: الله تعالی يواځې د عبادت حق لري او بل څوک دا حق نلري، او هيڅ شريک نلري، د هرڅه پيداکونکی دی، او توحيد الأسماء و الصفات بيا د دوحيد دواړو ډولونو ته شامل دی،لکه: الله تعالی ښکلې نومونه او کامل صفتونه لري، او هغه کامل ذات دی چې هيڅ نقص نلري نو ولي به الله تعالی ته عبادت نه کوو؟ ولی به ورسره شریک نيسو؟

او د همدې توحيد لپاره الله تعالی خپل بندګان پيدا کړيدي، او همدې توحيد لپاره يې خپل ټول استازي راليږلي، چې ټولو د همدي توحيد لورې ته خلک رابلل، لکه : وما أرسلنا من قبلك من رسول إلا نوحي إليه أنه لا إله إلا أنا فاعبدون

ځکه مشرکانو د ربوبيت توحيد منلو، لکه الله تعالی فرمايې: وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ ۖ فَأَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ.او دغه راز فرمايې: وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللَّهِ إِلَّا وَهُمْ مُشْرِكُونَ.

لوی مفسر مجاهد رحمه الله تعالی د دي آيت په اړه وايې: په الله جل جلاله باندي د دوی ايمان داسې ؤ، چې ويل به يې: الله جل جلاله مونږ پيدا کړيو، او رزق راکوي، او مړه کوي مو. د دي ایمان ترڅنګ به هغوی په خپل عبادت کې د الله تعالی سره شريک نيولو.

توحيدالأسماء و الصفات:

توحيد الاسماء و الصفات باندي ایمان پدي خبره د ټينګې عقيدي لرل دي چې: الله سبحانه و تعالی د کمال په ټولو صفتونو ستايل شوی، او د نقصان له ټولو صفتونو څخه پاک دی؛ او پدي صفتونو کې له ټولو کائناتو څخه ځانګرتيا لري، هيڅ مثل نلري.

او د غه راز الله تعالی ته د هغه نومونو او صفتونو ثابتول کوم چې هغه ځانته په قرآنکريم کې او يا ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم ثابت کړي وي، او په هغه شمير کې له ځانه زیادت نکول، او نه ورڅخه کوم نوم او يا صفت (د انکار په کولو) کمول؛ يعني دا نومونه او صفتونه به په مطلق ډول منو غير لدې چې تعطيل( له معنی څخه معطل کول) او يا يې تحریف(د لفظ اړول) او يا تأويل(د معنی اړول) ، او يا تشبيه( د هغی له څه سره ماشبهت کول) او تکييف(څرنګوالی بيانول) او تجیسم(جسم ثابتول) وکړو، لکه الله تعالی فرمايې :لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ

 د الله تعالی په هغه نومونو او صفتونو کې چې قرآنکریم او صحيحو سنتو کې راغلی توحيد(د الله تعالی يو ګڼل) او په مانا ګانو او احکامو باندي یې ايمان لرل لازم دی؛ او دغه توحيد درې بنسټونه لري:

الف: الله تعالی دهر ډول نقص او د مخلوق او له مشابهت(يوشان والي) څخه پاک او لوړ دی، لکه  فرمايې:و لم يكن له كفوا أحد.

ب: يواځې د الله تعالی په هغه نومونو او صفتونو ايمان لرل کوم يې چې ځانته قرآنکريم کې او يا ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم ثابت کړيدي،او څنګه مو چې ورڅخه اوريدلي په هماغه ډول به پرې ايمان راوړو، نه به پکې له ځانه څه وايو او نه به پکې زياتونه او خپله رايه وړاندي کوو، ځکه، زمونږ علم لدې ډير کم دی چې هغی ته ورسیږي لکه فرمايې :قل ء أنتم أعلم أم الله ؟

او د غه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د هغی په اړه څه ويلي هغه يې له ځانه ندي ويلې لکه الله تعالی فرمايې: و ما ينطق عن الهوي. إن هو إلا وحي يوحي.

 امام احمد رحمه الله تعالی وايې: الله سبحانه و تعالی به غير له هغو صفاتو څخه چې ځان يې پري په قرآنکريم کې ستايلی او یا ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم ثابت کړي په بل هيڅ صفت نه ستايل کيږي ، پدي اړه به له قرانکريم او حديث څخه تیری نکيږي.

نعيم بن حماد د بخاري رحمه الله تعالی استاد وايې:چا چې الله تعالی د بنده سره مشابه کړ کفر يې وکړ، او چا چې د قرانکريم له هغه صفت څخه چې الله تعالی پري ځان ستايلی انکار وکړ کفر يې وکړ، او هغه  په صفت چې الله تعالی ځان ستايلی او يا پري رسول الله صلی الله علیه وسلم ستايلی نه مثال لري او نه له چا سره مشابهت لري.

جـ: د الله تعالی د ذات او صفاتو په اړه د”څنګه” کلمه استعمالول او يا دهغی د څرنګوالي او کیفيت په اړه پوښتل روا ندي. د امام مالک رحمه الله تعالی څخه يوځل د استواء د څرانګوالي په اړه و پوښتل شول،نو هغه ورته په ځواب کې وويل: استواء معلومه ده، او څرنګوالی يې نامعلوم دی، او دهغی په اړه پوښتنه کول بدعت دی، او ایمان پرې واجب دی. او لکه يو عالم الله تعالی د صفاتو د همدي قاعدې په تاکيد کې يوه پوښتنه داسې ځوابوي: که څوک مونږ ته ووائې: الله جل جلاله د دنيا اسمان ته څه ډول راکښته کيږي؟ نو ورته ويل کيږي: هغه څنګه دی؟ که ووايې:د هغې په څرنګوالي نه پوهيږم، نو ورته ويل کيږي:دغه راز مونږ هم د هغې د راکښته کيدلو په څرانګوالي نه پوهيږو ، ځکه ،  د صفت په څرنګوالي پوهيدل، خو د موصوف څرنګوالی لازموي… څرنګه چې څوک نشي کولای د الله تعالی د ذات څرنګوالی بيان کړي، نو د هغی د صفت څرنګوالی به څنګه بيان کړي؟!،  د الله تعالی دې  صفت په اړه چې هغه ځانته ثابت کړی؛ لکه  فرمايې: (الرحمن علی العرش استوی) زمونږ دا عقيده ده چې الله تعالی په عرش باندي استوی کړې، لکه څنګه چې يې شان سره ښايې، او د هغې دنورو صفتونو لکه: سمع(اوريدل) ، بصر(ليدل) ، کلام(خبرې کول) او د الله تعالی نور صفتونه کوم چې په قرانکريم او يا سنتو کې مونږ ته په صحيح سند رارسيدلي،  لکه څنګه چې يې شان سره ښايې هماغسې دي.

د غه د توحيد درې قسمونه ؤ؛

الله تعالی پخپلو چارو کې يوګڼل، لکه: د ځمکې او اسمانونو پيداکول، او د هغی ترمينځ د حيوانوتو پيداکول، او هغوی ته د ژوند ټولې چارې برابرول يواځې د الله تعالی په اختیار کې دي، هيڅ شريک او مرستندویه نلری.لکه فرمايې :خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنْزَلَ لَكُمْ مِنَ الْأَنْعَامِ ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ ۚ يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِنْ بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ ۖ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَأَنَّىٰ تُصْرَفُونَ . او دغه راز فرمايې: بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ أَنَّىٰ يَكُونُ لَهُ وَلَدٌ وَلَمْ تَكُنْ لَهُ صَاحِبَةٌ ۖ وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ ۖ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ . ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ ۖ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ فَاعْبُدُوهُ ۚ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ

الله تعالی ته عبادت او بندګې په يووالي سره کول،او پدې عبادت او بندګۍ کې ورسره هيڅوک نه شريکول، او د هغې ټول اوامر او نواهې منل، د هغه قانون ته غاړه ايښودل،لکه څنګه چې هغه لوی او کامل ذات دی، دهغه قانون د هر قانون څخه لوی، کامل، له هرنقص څخه پاک او په ټولو قوانينو(د انسان په لاس جوړ شووـوضعي ـ قوانينو څخه) پورته ګڼل.لکه فرمايې: وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ ۖ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُصِيبَهُمْ بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ ۗ وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ . أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ ۚ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ.

الله تعالی ته هغه نومونه او صفتونه ثابتول او پکې يې يو ګڼل، کوم يې چې په قرآنکريم کې  ځانته او یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ثابت کړي، او څنګه يې چې بيان کړي په هماغه ډول پرې ایمان لرل، خپله رايه پکې نه وړاندېکول. لکه فرمايې: يعلم ما بين أيديهم وما خلفهم و لا يحيطون به علما.

په ملائکو باندي ایمان

په ملائکو باندي د ايمان دعوه لرونکی بايد داسې عقيده ولري: ملائکې د الله تعالی مخلوق دي، د نور څخه يې پيدا کړيدي، نارينه او ښځينه ندي،او نه د انسانانو او پيريانو له جنس څخه دي، او د الله تعالی له امر څخه سرغړونه نکوي ، او خپلې ورسپارل شوې دندې سرته رسوي، په قرآنکريم او نبوي احادیثو کې د دوی د موجوديت په اړه زيات دلايل شته دي، لکه: الله تعالی په سورة البقرة کې فرمايې: آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِنْ رَبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ ۚ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْ رُسُلِهِ ۚ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا ۖ غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ.

د غه راز الله تعالی ملايکي په مختلفو دندو ګمارلي لکه: ځينې د الله تعالی اوامر دهغې استازو ته په راوړلو، ځيني د الله تعالی د بندګانو په ساتلو مقررې دي، او ځيني يې د اعمالو په ليکلو ،ځينې د روح په اخيستلو، د قيامت ورځي شپلی وهلو، او ځيني په جنت او د هغي په نعمتونو مقررې شوي دي، او ځيني یې په جهنم ا د هغي په عذابونو مقررې دي، او ځيني شپه او ورځ د الله تعالی تسبيح وايې او نه ستړي کيږي او په نورو دندو ګمارل شوي، او هريو يې په پوره امانت سره خپله دنده سرته رسوي، ځيني ملايک مشهور دي چې نومونه(جبرائيل،ميکايل،ملک الموت او نور…)  په قرآنکريم کښې راغلي.

ريښتينی مؤمن په هغه څه اقرار کوي څه چې ورته د خپل رب لخوا په تفصيلي او يا لنډ ډول بيان شوي وي، او له هغې څخه تيری نکوي، نو مونږ هم بايد د نورو غيبي او نابيان شوو امورو په اړه بيځایه پلټنو باندي ځان مشغول نکړو؛ او کوم غيبي امور چې مونږ ته الله تعالی په قرآنکريم او يا د نبوي احاديثو له لاري بيان کړي او خبر يې راکړی همدومره معلومات مونږ ته پوره دي او په همدي کې مو خير دي، او له هغې څخه زيات ته هیڅ ضرورت نلرو ځکه کوم علم ته موچې ضرورت ؤ الله تعالی پري عالم دی ، او هغه پوره کړی، ځيني خلک د ملائکو او نورو غيبي امورو په اړه بيځايه پلټنه کې ښکيل دي، چې غير د وخت ضیاع بي فايدې او وهمي اخبارو څخه غير به هيڅ نور هيڅ په لاس ندي ورغلي. د دوی په اړه قرآنکريم کې او د حديثو کتابونو کې پوره تفصيلي معلومات شته دی.

د الله تعالی په انبياء او رسولانو (رالیږل شوو استازو) باندي ايمان

په هغه ټول انبياء او رسولان باندي ايمان لرل د کومو نومونه چې قرآنکريم کې راغلی، پدې معنی : دا ټول د الله تعالی بندګان ؤ، د انسانانو لارښوونې لپاره راليږل شوي ؤ، په پوره امانت سره يې خپل امت ته پيغام رسولی، د ټولو شمیر او نومونه يواځي الله تعالی ته معلوم دي ځکه هغه هري ډلي او امت ته يو رسول ليږلی ؤ ترڅو انسانان د انسانانو د بندګي او د هغوی به لاس د جوړ شوي قانون څخه ازاد او د الله تعالی بندګی ته يې را وبولي ، او د هغه قانون پري نافذ کړي،  ځکه انسانان پخپل ضعيف او محدود عقل او علم پدې نشي توانيدلی ترڅو الله تعالی په صحيح ډول وپيژني او بندګي يې وکړي، نو الله تعالی د خپل رحم په تقاضا خپل استازي د همدي هدف لپاره وروليږل ترڅو د الله تعالی يوالي د توحيد – په هغه بيان شوو – درېګونو اقسامو کښې و منل شي، ترڅو د الله تعالی کتاب د خپل اساسي قانو او د هغه دين د ژوند کامل او د کاميابۍ لاره و ګڼل شي، او دخپل ژوند هدف ورته په ډاګه شي ترڅو يې  دنياوي اغراض، خواهشات ، تکليفونه او مشکلات د ژوند فرصت  کې غافل او پای کې د پښيماني ښکار او يا د ناخبری د ليل ورته ونه دريږي.

الله تعالی د هغوی د راليږلو هغه ځانګړی مشترک دعوت (توحيد) په اړه وايې:وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ
 او بيا فرمايې: وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ ۖ فَمِنْهُمْ مَنْ هَدَى اللَّهُ وَمِنْهُمْ مَنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلَالَةُ ۚ فَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ

او د هغوي په رسالت باندي زمونږ ايمان بايد په کوم توپير بناء نوي لکه د يهوديانو او نصرانيانو چې یهودو عیسی علیه السلام درواغجن وګڼلو او د هغه له رسالت څخه يې انکار وکړ او نصرانيانو محمد صلی الله علیه وسلم درواغجن و ګڼلو او دهغه له رسالت څخه يې انکار وکړ، بلکي وايو ټول ريښتيني ؤ، پيغام يې په پوره امانت سره رسولی، او په ټولو انسانانو کې د کامل اخلاقو او نيک عمل څښتنان ؤ ، په اخلاقو او خويونو کې ورته هيڅوک نشي رسيدلای، له ټولو کبائرو او صغائرو ګناهونو څخه پاک ؤ.

او بايد دا ايمان ولرو: دوی ټول نارينه انسانان ؤ، ښځينه نه ؤ، لکه: الله تعالی فرمايې: وما أرسلنا قبلك إلا رجالا نوحي إليهم فسئلوا أهل الذكر إن كنتم لا تعلمون.

او دغه راز انساني خويونه يې لرل؛ لکه: لوږه، خوراک، تنده، څښاک، ګرځيدل، ويده کيدل، خندل، واده کول، وژل کيدل، درد مند کيدل، او مړه کيدل؛ لکه: الله تعالی د دوی انساني خويونه داسې بيانوي: وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ ۚ أَفَإِنْ مَاتَ أَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِكُمْ ۚ وَمَنْ يَنْقَلِبْ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ فَلَنْ يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا ۗ وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ.او فرمايې:وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا إِنَّهُمْ لَيَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَيَمْشُونَ فِي الْأَسْوَاقِ ۗ وَجَعَلْنَا بَعْضَكُمْ لِبَعْضٍ فِتْنَةً أَتَصْبِرُونَ ۗ وَكَانَ رَبُّكَ بَصِيرًا
همدارنګه هغوی د الوهيت درجي ته نه رسول، ځکه دا د الله تعالی حق دی، دوی په کائیناتو کې د يوي ذري بدلون توان هم نلري، او نه چاته د فايدې رسولو او يا ضرر دفع کولو اختیار لري، نه د الله تعالی په اراده باندي څه اثر لري، د غيب په يوه کار هم پوهه نلري، غیر له هغو چې الله تعالی دهغوی په ژوند کې د يوڅه خبر ورکړي وي.

په محمد صلی الله علیه وسلم باندي ايمان

په هر مسلمان واجب دی چه په محمد صلی اللهلمیه وس    باندې داسې ايمان ولري: هغه د الله تعالی وروستی نبي او رسول، او غوره بنده دی، د بت عبادت يې ندی کړی. له نبوت څخه مخکښې او وروسته يې صغیره او کبيره ګناه نده کړې، تر قيامته پوري به د ټولې نړی مسلمان انسانان او پيريان يواځې د همده پيروي کوي، ځکه چې ده څخه ورسته بل نبي او رسول نه راځي؛ لکه الله تعالی فرمايې: مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَٰكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا

که لدې وروسته چا د رسالت او نبوت دعوی وکړه، درواغجن دی ، او څوک چې د محمد صلی الله علیه وسلم له نبوت څخه انکار وکړي هغه کافر دی، کله چې عيسی عليه السلام له اسمانه راکوز شي، نو هغه به هم د قرآنکریم او د محمد صلی الله علیه وسلم د سنتو پيروي به کوي.
ترټولو لويه معجزه يې قرآنکريم دی، د قيامت تر ورځې پورې به د انسانانو له ګوتوهنو څخه سالم ساتل شوی وي، ځکه الله تعالی يې د ساتلو ضامن دی، انسانان او پيريان د دغه ډول کتاب راوړلو څخه عاجز دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نورې معجزي هم ورکړای شوي وي چې په قرانکريم د حديثو او سيرت په کتابونو کې ثبت دي.

د الله تعالی په کتابونو باندي ايمان

د الله جل جلاله په ټولو کتابونو باندي ايمان لرل کوم چې الله تعالی پر خپلو رسولانو نازل کړيدي، او په قرآنکريم کې يې مونږ ته بيان کړيدي لکه:
۱- تورات په موسی علیه السلام
۲- زبور په داؤد علیه السلام
۳- انجیل په عیسی علیه السلام
۴- صحيفي په ابراهيم او موسی علیهما السلام

مونږ بايد پدي کتابونو چې قرآنکريم کې يې نومونه بيان شوي اجمالا ايمان ولرو، او کوم چې قرآنکريم کښې ندي ذکر شوي بايد هغه الله تعالی ته منسوب نکړو. او د دې کتابونو په اړه بايد داسې ايمان ولرو چې دا کتابونه د الله تعالی له لورې نازل شوي ؤ، پدي کې حق لورې ته لارښوونه وه، د الله تعالی د ربوبيت او الوهيت او اسماء و الصفاتو(د نومونو او صفتونو) توحيد بيان شوی ؤ، او د دې نه غير چې د دې کتابونو په اوسني نسخو کې(د الله تعالی د يووالی ـ توحيد ـ څخه غير نور) څه زيات شوي دی هغه د انسانانو لاسوهني دي، او دا کتابونه اوس په اصلي بڼه ندي پاتي او که څه پکې پاتي دي هغه د قرآنکريم په نازليدلو سره منسوخ شوي دي.

۵- قرآنکريم په محمد صلی الله علیه وسلم باندي نازل شوی دی، او مونږ پري داسې ايمان لرو چې دا د الله جل جلاله کلام دی، او په تلاوت کې ثواب يې دی، په متواتر سند مونږ ته رارسيدلی دی، د هرقسم ګوتوهنې څخه سالم دی ځکه چې الله تعالی يې د ساتنې ذمه په غاړه اخيستې، ټولو انسانانو او پیريانو چې تر قيامته پورې دې نړی ته راځي نو دا قرآن به يې لارښود او د کاميابۍ کتاب ،او د ژوند دستور وي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم معجزه ده چې نور انسانان او پيريان د دې کتاب پڅير د بل کتاب له راوړلو څخه عاجز دي. يهودو او نصرانيانو خپلو کتابونو کې لاسوهنه وکړه، د هغی احکام او قوانين يې تغير او تبديل کړه، د دې پرځای چې خپل ژوند او عقيده د هغی د احکامو په دائره کې تيره کړي بلکې د هغی احکام او قوانين يې د خپل نفسي خواهش او اغراضو سره برابرکړه،او اصلي شکل يې ورته بدل کړ؛لکه: الله تعالی خپل کتاب کې د یهودو تحريف ته پدې آيت کې اشاره کړې: أَفَتَطْمَعُونَ أَنْ يُؤْمِنُوا لَكُمْ وَقَدْ كَانَ فَرِيقٌ مِنْهُمْ يَسْمَعُونَ كَلَامَ اللَّهِ ثُمَّ يُحَرِّفُونَهُ مِنْ بَعْدِ مَا عَقَلُوهُ وَهُمْ يَعْلَمُونَ. او د نصرانيانو تحريف اړه وايې: وَمِنَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّا نَصَارَىٰ أَخَذْنَا مِيثَاقَهُمْ فَنَسُوا حَظًّا مِمَّا ذُكِّرُوا بِهِ فَأَغْرَيْنَا بَيْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ ۚ وَسَوْفَ يُنَبِّئُهُمُ اللَّهُ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ. يَا أَهْلَ الْكِتَابِ قَدْ جَاءَكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ كَثِيرًا مِمَّا كُنْتُمْ تُخْفُونَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ ۚ قَدْ جَاءَكُمْ مِنَ اللَّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُبِينٌ
او پدې ډول هغوی چې خپل دين کې کوم تغيرات راوستي ؤ، هغه يې هم په قرآنکريم کښې پدې ‌ډول بيان کړي: وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللَّهِ وَقَالَتِ النَّصَارَى الْمَسِيحُ ابْنُ اللَّهِ ۖ ذَٰلِكَ قَوْلُهُمْ بِأَفْوَاهِهِمْ ۖ يُضَاهِئُونَ قَوْلَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَبْلُ ۚ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ ۚ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ

خو الحمدلله! الله تعالی زمونږ قرآنکريم او زمونږ دين لدغو ناوړه تغيراتو تحريفاتو او ګوتوهنو څخه پاک او سالم ساتلی شوی، او په هماغه اصلی بڼه مونږ ته راغلی کوم چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوا ملګرو سره ؤ؛ سره د دې چې زياتې فرقې او ډلې هم جوړې مينځ ته راغلي، خو بيا هم قرآنکريم خپل اصلي ماهيت له لاسه ندی ورکړی، او د دين اصلي بڼه هم له هيچا پټه نده پاتې، اګر که ځينې خلک د تعصب لمخي او يا د دنياوي خواهشاتو او نور… په کږو او باطلو لارو روان کړي خو د دين اصلي بيلګه په هماغه ډول پاتې؛ ولي به نوي پاتي چې الله عزوجل يې د ساتنې ضمانت کړی! فرمايې : إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ  او دغه راز:لا یاتيه الباطل من بین یدیه و لا من خلفه تنزیل من حکیم حميد.

او دغه راز د يهودو او نصرانيانو هغه لاسوهنه پدي سورة کې اصلاح کوي،لکه: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمايې: قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ . اللَّهُ الصَّمَدُ . لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ .وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ .

د اعجاز يوه نمونه: دې عصر کې چې انسان وروسته له ډيرو څيړنو او ازميښتونو څخه مختلفو علومو سره اشنايي پيدا کړه ، د قرآنکريم يوه نوې معجزه يې هم خلکو ته ور وپيژندله، د هغه قرآنکريم کوم چې په أمي رسول باندې نازل شوی، او د علم او پوهي هغه پراخه څانګې خپلو عبارتونو کې لا پخوا رانغښتې وې؛ لکه:
–    طبعي علوم
–    تاريخي علوم
–    قانوني او دستوري علوم
–    نظامي او سياسي علوم

اوس د ځمکې پرمخ يواځې او يواځې يو او الهي کتاب وجود لري ، هغه قرآنکريم دی، که شرق کې وي او يا غرب کې د قرآنکریم هماغه يوه نسخه به وي ، هيڅ توپير به سره نلري، او تير کتابونه لکه: تورات زبور او انجيل چې د يهودو او يا نصرانيانو سره د لاس لاندې کتابتونو کې دي په اصلي بڼه ندي پاتې، او يو کتاب څو نسخو ته رسيدلی چې بيا خپلو کې سره زيات توپير لري، او تاريخ او سند يې هم معلوم ندی، هرچا پکې له ځانه زياتونې هم کړيدي؛او همداراز د قرآنکريم په راتللو سره منسوخ شوي.

د آخرت په ورځ ايمان

يعنی د مرګ نه وروسته په ټولو هغو احوالو ايمان لرل، کوم چې الله تعالی په قرآنکريم کې او يا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په صحيحو حديثونو کې مونږ ته نقل شوي دي، لکه: د قبر عذاب او نعمت او ازمېښت او بيا له مرګه وروسته پاڅېدل ، د حشر ميدان کې راټوليدل، عملنامې ورکول کېدل، حساب، تله، حوض، د صراط پل، شفاعت، جهنم، جنت، حوري او نور… په وروستۍ ورځې باندې ايمان لرلو د قرآنکريم په ډيرو مهمو ځايونو کې ذکر شوی، او زيات يې په الله تعالی باندي د ايمان ذکر نه وروسته راغلی؛لکه فرمايې:لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَٰكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ او : … لِكَ يُوعَظُ بِهِ مَنْ كَانَ مِنْكُمْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ…

 د دې ورځې ډير نومونه راغلي چې ځيني يې دا دي: القيامة ، الساعة ، الآخرة ، يوم الدين ، يوم الحساب ، يوم الفتح ، يوم الحسرة ، يوم التناد ، الطامة ، الصاخة ، الحاقة ، الغاشية ، الواقعة او نور…. داهم د دې ورځې په ډير هيبت دلالت کوي ، او د دې ترڅنګ الله تعالی لدې ورځي څخه د منکرو او شک کونکو اعتراضونه او شکونه رد کړي؛ لکه چې فرمايې: اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ ۗ وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللَّهِ حَدِيثًا
    او دغه راز: زَعَمَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنْ لَنْ يُبْعَثُوا ۚ قُلْ بَلَىٰ وَرَبِّي لَتُبْعَثُنَّ ثُمَّ لَتُنَبَّؤُنَّ بِمَا عَمِلْتُمْ ۚ وَذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ او دغه راز: وَقَالُوا أَإِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا . قُلْ كُونُوا حِجَارَةً أَوْ حَدِيدًا .أَوْ خَلْقًا مِمَّا يَكْبُرُ فِي صُدُورِكُمْ ۚ فَسَيَقُولُونَ مَنْ يُعِيدُنَا ۖ قُلِ الَّذِي فَطَرَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ ۚ فَسَيُنْغِضُونَ إِلَيْكَ رُءُوسَهُمْ وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هُوَ ۖ قُلْ عَسَىٰ أَنْ يَكُونَ قَرِيبًا .يَوْمَ يَدْعُوكُمْ فَتَسْتَجِيبُونَ بِحَمْدِهِ وَتَظُنُّونَ إِنْ لَبِثْتُمْ إِلَّا قَلِيلًا

د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه يوځل پوښتنه وشوه: الله تعالی مړي څنګه راژندي کوي؟ او پدې پيدايښت کې يې نښه څه ده؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:ايا په يوه داسې وادي تير شوی  چې له وچکالۍ وچه وي ؟ هغه وويل : هو، بيا يې ورته وويل: او بيا پري تير شوی يې چې سرسبزه شوي وي؟ هغه وويل: هو ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: دغه ډول مړي را ژوندي کوي. احمد – ابن کثير ۲/۲۰۸ او په دغه درې آيتونو کې الله تعالی د هغوی شبهي په غښتلو پوښتونو داسې رد کړي دي؛ لکه فرمايې: أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ او همدا راز:  أَيَحْسَبُ الْإِنْسَانُ أَنْ يُتْرَكَ سُدًى

 دقرآنکريم دغه ځوابونه په توحيد او ايمان ډير تأکيد کونکي ، او اعتراض کونکي يې بيا بې ځوابه او ګونګ کړيدي، ځکه نو هغه څوک دي چې د انسانانو پيدايښت بې فايدي او يا بي موخې ګڼي؟! او دا په ښکاره د انسانيت سپکاوی دی؛
چې ووايې:بي موخې پيدا شوی يم!

او که د ژوند موخه درته معلومه وي، نو ووايه د څه لپاره پيدا او چیرته د څه لپاره تلونکی يې؟

دغه انسانان چې په خپل ژوند کې په اختياري ډول څه کوي او يا ورسره کيږي او يا ورته پيښيږي، دا هرڅه د يو قادر ذات د ارادې ، علم او حکمت څخه وتلي ندي، دوی سره به حساب کې کيږي، د دوي ترمينځ به عادل حاکم فيصله کوي، مظلوم به خپل بدل اخلي او ظالم به خپل پای ويني، هر انسان به د خپل دنياوي ازميښتي ژوند نتيجه ويني.

د الله تعالی په تقدير باندي ايمان

مسلمان هميشه د افراط او تفريط ترمينځ چې د حق کومه لاره ده هماغه غوره ګڼي، خپل ژوند لپاره په هر ډګر خصوصا عقيدوي ډګر کې په ډېر احتياط سره د منځلارۍ پلټنه خپله ديني وجيبه ګڼي. تقدير باندي ايمان کې ډير خلک تېروتلي چې ځيني يې د افراط او ځينې د تفريط ښکار شوي دي.

نو مونږ په تقدير داسې ايمان لرو: دا هرڅه چې کيږي او یا کيدونکې دي،او څه چې انسانان کوي الله تعالی ته معلوم دي، د هغې په اراده کيږي، اندازه کړي او لکلي يې دي، خو بنده يې پر کولو مجبور ندی.

دلته يوه ډله قدریة له تقدير څخه په مکمل ډول انکار کوي ، او په خپل هر کار کې په اسبابو توکل(اعتماد) لري، او د الله تعالی ارادې څخه پوره انکار کوي، او بله ډله جبریة ده چې دوی بنده مجبور ګڼي او هيڅ اعمال نکوي، او ځان بي اختياره ګڼي، او وايې: دا هر څه چې کيږي هغه الله تعالی ليکلي او د هغه په اراده کيږي، نو زمونږ کار کول څه فايده؟   

خو داسې نده!

ځکه الله تعالی مونږ پيدا کړيو، او  کوم کارونه چې کوو هغه هم الله تعالی پيدا کړي، څه چې کوو هغه پري علم لري، که هغه پدې ځمکه کې د يوڅه کول ونه غواړي هغه به هيڅکله ونه شي، ځکه هغه قادر دی، او که د څه کول وغواړي نو هغه ضرور کيدونکي دي؛ نو دلته په جبريه ؤ رد دی، چې هغوی له تقدير څخه انکار کوي او د هرکار کيدل او نه کيدل يواځي وسايلو او اسبابو پوري تړي. الله تعالی عادل ذات دی او ظالم ندی، مونږ ته يې د هرڅه په کولو کې اختيار راکړی، مونږ يې د هيڅ کار په کولو نه يو مجبورکړي ، کافر چې کفر کوي او يا مسلمان نيک عمل کوي دا هرڅه په خپل اختيار ترسره کوي او مونږ دا ټول محسوسوو : اختيار لرو او که نه؟ کله چې د دوو لارو ترمينځ راشو کومه مو چې خوښه وي په هماغې ځو، دغه راز الله تعالی مونږ مونږ ته خپل استازي او رسولان راليږلي او مونږ ته يې سمه او کږه لاراو دهغوی ترمينځ يې  ځلانده توپير راښوولی، او په سمه لار د تللو امر يې کړی، او په بده لار له تللو څخه منع کړي يو؛ نو جبرية ته وايو: مونږ(انسانان) څنګه بي اختياره يو چې مونږ ته داسې اوامر کيږي؟ پداسې حال کې چې ته ښه پوهيږي چې زه کومه لاره اختيار کړم، نو لدې کبله الله تعالی د بندګانو اعمال همدوی ته منسوبوي، (لکه الله تعالی به جنتيانو ته وايې: ( كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا أَسْلَفْتُمْ فِي الْأَيَّامِ الْخَالِيَةِ) ، او دغه راز څوک چې جهنم ته ليږدول کيږي، دا هم د هغي د تيرو اعمالو نتيجه ګڼل کيږي(لکه: هَلْ ثُوِّبَ الْكُفَّارُ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ )، نو دا به څنګه وي چې د دې کارونو(نيکو او بدو اعمالو) نسبت دې بنده ته وشي او هغه دي دي کونکی نوي؟! پدې اړه د قرآنکريم ځيني آيتونه به د دغه(افراط او تفريط) رنځونو لپار يوه ښه شفاء وي؛ لکه الله انسان ته اختيار ورکړی نو ځکه خو ورته عذاب او نعمت ورکوي ، چې فرمايې:لِمَنْ شَاءَ مِنْكُمْ أَنْ يَسْتَقِيمَ .   وَمَا تَشَاءُونَ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ . او دغه راز: إِنَّ هَٰذِهِ تَذْكِرَةٌ ۖ فَمَنْ شَاءَ اتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِ سَبِيلًا. او : كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا أَسْلَفْتُمْ فِي الْأَيَّامِ الْخَالِيَةِ.او دغه راز: الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ طَيِّبِينَ ۙ يَقُولُونَ سَلَامٌ عَلَيْكُمُ ادْخُلُوا الْجَنَّةَ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ. او: إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۚ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْكَبِيرُ . او د جهنميانو په اړه وايې: هَلْ ثُوِّبَ الْكُفَّارُ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ

الله تعالی په خپل فضل او مهربانۍ ډير خلک جنت ته بي عمله داخلوی خو اورته هيڅوک بي عمله(بي جرمه) نه داخلوي، لکه فرمايې: مَا أَصَابَكَ مِنْ حَسَنَةٍ فَمِنَ اللَّهِ ۖ وَمَا أَصَابَكَ مِنْ سَيِّئَةٍ فَمِنْ نَفْسِكَ ۚ وَأَرْسَلْنَاكَ لِلنَّاسِ رَسُولًا ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ شَهِيدًا . نو زمونږ تګلاره بايد نه د تقدير څخه انکار وي او نه ځان له تقديره مجبور او بې اختياره ګڼل! بلکي مونږ به اعمال کوو، او د الله تعالی نه به اميد ساتو د يو کار کونکی او سرته رسونکی هغه دی نور دهغی په لاس کې دي چې دا کار به  سرته رسوي او يا نه، ځکه هر څه د هغه په اختيار کې دی، مونږ ته مونږ پدې علم نلرو: چې آيا د الله تعالی په اراده کې د دي کار کول شته يا نه؟ ، نو مونږ به خپل کوښښ کوو، او وسايل به په کار اچوو، خو دا عقيده به نه ساتو چې د دي کار پوره کول د وسايلو پوره والي پورې اړه لري، ځکه کله لږ وسايل هم د الله تعالی په مرسته د کار پوره کيدلو سبب دی؛ لکه : د بدر غزا کې مسلمانان د لږو وسايلو لرونکي ؤ، خو خپل کوښښ يې وکړ ، او هماغه يې په کار واچول، الله جل جلاله ورسره مرسته وکړه او په وسايلو سمبال لښکر يې د دوی په لاس مات کړ، او دغه نمونې تاريخ کې زياتې دي، تاسې اوس په شلمه پيړی کې هم وليدل چې څومره قوي لښکر د يو کمزوري لښکر په لاس باندی تس نس کيږی.

رسول الله صلی علیه وسلم مونږ په تقدير کې د بې ځایه بحث څخه په کلکه منع کړيو، ځکه دا د الله تعالی علم دی، او زمونږ ضعيف عقل او محدود علم هيڅ کله ددې علم لاسته روړلو توان نلري، نو بايد دېکښې د د صحیح ثابت شوي منقول علم څخه اخوا خبرې او بې ځایه پوښتنې ونکړو.

ايمان د انسان ژوند د نيکمرغۍ او کاميابۍ لوری ته سوقوي،عزم يې غښتلی، او اهداف يې لوړوي، په خپل ژوند يې مطمئنه او د ژوند په هر حال کې يې راضي او خوشحاله ساتي، او په پای کې ورته د خپل رب رضا ، انعام او ابدي بریالی ژوند ورپه برخه کوي.الله مو دي د کامل ايمان څښتنان کړي ـ آمين.

لیکوال: (مهاجر شیرایاز)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x