نظــر

۲۸ جدي ، د روحانیت پرکانون دکمونیستي خفاشانو ناترسه برید

۳۴ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ هـ ل کال د جدي دمیاشتې په ۲۸ نیټه هغه وخت چې اسلامي افغانستان   دساړه اقلیم اوکمونیستي سره  سیاست  له یوې سختې مرحلې تېرېده  ، د هیواد په زړه کابل او ځینو نورو سیمو کې خورا دردوونکي ماجرا پیښه شوه .

نیمه شپه وه ، په افغانستان کې دحضرت مجدد الف ثاني شیخ احمد سرهندي رحمه الله  اولاده  دقلعه جواد دحضراتو دکورنۍ اعضاء او متعلقین  په کابل او دهیواد په بیلابیلو برخو کې په خپلو کورونو کې په خپل ذکر ، تهجد او وظایفو بوخت وو اویا دخوب په عالم کې وو ،

چې ناڅاپه دکمونیستي رژیم دشیطاني استخبارتي شبکې ( اګسا) ټانګونه او تور کرغیړن جیپونه وغوریدل ، سره له دې چې دثور له کمونیستي کودتا وروسته  دتورې شپې په تروږمۍ کې  دمتدینو افغانانو په خلاف ددې ادارې عملیات یو معمول ګرځیدلی وو ، او هره شپه ډلې ډلې متدین افغانان ، ملاامامان ، محصلین ، استادان ، طالبان ، قومي مشران او دافغان اولس نور زبده اشخاص نیول کیدل ، او دنامعلوم راتلونکي په لور وړل کیدل ، خو په دې شپه ددې کرغیړنې ادارې دبدبخته کارمندانو عزائم غیرمعمول ناولي او خطرناک وو .

هوکې په دې شپه  دکمونیست لومړي وزیر حفیظ الله امین په قومنده  داګسا مشر  اسدالله سروري او مرستیال یې  عزیزاحمد اکبري  د یوه خورا ظالمانه پلان تطبیقولو ته ملاتړلې وه ، دوی امر ورکړی وو چې دافغانستان په ټولو ولایاتو کې دي دقلعه جواد دمجددي حضراتو دکورنیو غړي  او متعلقین ونیول شي ، دهمدې لپاره  خو دحضراتو کرامو دنیولو لپاره په کابل ، هرات ، کندهار ، جلال اباد ، لوګر ، نجراب ، پنجشير او کوهستان کې په یوه وار عملیات پیل شول .

دکابل دعملیاتو مشري اسدالله سروري په خپله په غاړه درلوده ، دې ظالم کمونیست  له لسګونو عسکري جیپونو او عسکرو سره دکابل دخوشال مینې په قلعه جواد سیمه کې د ضیاء المشائخ حضرت محمدابراهیم مجددي رحمه الله  په کور او خانقاه هجوم ورووړ ، په نیمه شپه دحضراتو کرامو دکورنۍ ، ماشومان ، تورسرې او نارینه دخوب له بستر  څخه راپاڅول شول ، اودکابل په سخته یخنۍ کې  یې دکمونیستي زندان په خوا رهي کړل شول.

قضای مبرم

دغزني ولایت اوسیدونکي مولوي صاحب خان محمد له خولې نقل کوي ، چې دهمدې صحنې شاهد پاته شوی ، دی  وایي زه له غزني څخه دحضرت صاحب متعلقینو کابل ته دحضراتوکرامو دحال اخیستلو لپاره  واستولم ، او بل داچې په دې حالاتو کې دحضرت صاحب مشوره او لارښوونه ترلاسه کړم ، په همدې شپه چې کمونیستانو په قلعه جواد برید وکړ، زه هم هلته وم ، نیمه شپه  حضرات کرام دکمونیستانو لخوا عسکري جیپونو ته وخیږول شول ، په دوی کې جناب رئیس صاحب ( حضرت اسمعیل مجددي ) خورا مطمئن وو ، او بې له کوم  تأمل څخه له کمونیستي عسکرو سره روان شو او موټر ته وخوت ، زه هم په همدې صحنه کې حاضر وم خو مشر حضرت صاحب ضیاء المشائخ مجددي ډیر خپه وو په همدې وخت کې ماته رانږدې شو او څو خبرې یې راته وکړې ، مجاهدینو ، علماء او خپلو مریدانوته دپیغام په توګه یې راته وویل چې دوی ته ووایئ چې هیڅکله جهاد پرې نږدئ ، جهاد ته ادامه ورکړئ ، په همدې رابطه یې څو نورې خبرې هم وکړې ، په دې وخت کې چې رئیس صاحب دمشر حضرت صاحب ځنډیدل ولیدل ، نو له موټره یې ورته راغږ کړل  چې ( بیا باباجان ! قضای مبرم  است ) یوازې همدا جمله  یې وویله او حضرت صاحب په چټکو ګامونو دموټر په خوا ور روان شو.

د جناب رئیس صاحب له دې جملې او اطمینان څخه داسې ښکاري چې کیدای شي هغه ته له وړاندې دخوب لیدلو یا الهام په طریقه دخپل مظلومانه برخلیک او شهادت زیری ورکول شوي وي ، څرنګه چې دالله تعالی رښتیني بندګان دالله تعالی په لار کې شهادت ترټولو ستره کامیابي او سعادت بولي نوځکه ورته داسې خوشاله وو او په پوره اطمئنان  ور روان  وو.

په دې شپه څوک ونیول شول

په همدې شپه نه یوازې  دکابل دحضرات کرامو دکورنۍ  ټول غړي حتی دښځواو ماشومانو په ګډون ونیول شول چې ښځې او ماشومان وروسته بیرته خوشي شول بلکې دهیواد په نورو برخو کې هم دهمدې کورنۍ ډير کسان ونیول شول ، هغه معلومات چې تراوسه نشر شوي دي د  ځینو نیول شویو افرادو نومونه په لاندې ډول ښيي .

په کابل کې نیول شوي حضرات

1- حضرت مولانا ضیاءالمشایخ محمدابراهیم المجددی ابن نورالمشائخ فضل عمرمجددي رحمهماالله تعالی  دطریقه عالیه نقشبندیه مرشد او دافغانستان په سطحه ترټولو لوی متبحرعالم .

2- حضرت محمداسماعیل مجددی بن حضرت ضیاءالمشایخ مجددي، مشهور په رئیس صاحب  دنورالمدارس فاروقیه مدرسې رئیس او دخدام الفرقان اسلامي نهضت مؤسس .

3- حضرت محمد اسحق مجددی بن حضرت ضیاءالمشایخ رحمهماالله  ( استاد)

4- دوکتور محمدیعقوب مجددی بن حضرت ضیاءالمشایخ  

5- حضرت ضیاءاحمد مجددی بن حضرت ضیاءالمشایخ په صدارت کې مأمور .

6- حضرت فضل محمود مجددی دمشر حضرت صاحب زوم

7- حضرت احمد سعید مجددی دمشر حضرت صاحب خوریې

8- حضرت احمدمسعود مجددی دمشرحضرت صاحب خوریې

9- حضرت احمد مودود مجددی دمشر حضرت صاحب خوریې

10- حضرت احمد شعیب مجددی دمشرحضرت صاحب خوریې

11- داکتر محمدعزیز مجددی بن اشرف جان مجددی

12- حضرت هدایت الله مجددی پسر اشرف جان مجددی

13- حضرت علی احمد مجددی مشهور په بزرگ جان آغا.

14- حضرت داکتر محمد عظیم مجددی، طبیب.

15- حضرت ذکر الله مجددی بن حضرت صاحب میاجان آغا، انجنیر.

16- حضرت غلام داود مجددی مشهور په بابا جان آغا.

17- حضرت رفیع الله مجددی بن حضرت بابا جان آغا مأمور

18- حضرت ضیاءالله مجددی بن حضرت بابا جان آغا، مامور

19- حضرت محمد یحیی مجددی بن کبیرجان آغا، متعلم.

په لوګر کې نیول شوي  حضرات

20- محمد سلیم بن  غلام نقشبند مجددی

21- عطامحمد بن غلام نقشبند مجددی

په هرات کې نیول شوي حضرات

22- حضرت عبدالباقی مجددی، سناتور.

23- حضرت عبدالصمد مجددی، ولسوال.

24- حضرت فضل حق مجددی.

25- حضرت علی محمد مجددی.
26- حضرت محمد انور مجددی.
27- حضرت عبدالقدیر مجددی.
28- حضرت نجیب الله مجددی، متعلم.
29- حضرت حضرت الله مجددی، متعلم.
30- حضرت ضیاءالله مجددی بن احمدسعید جان مجددی، متعلم.

په کوهستان کې نیول شوي حضرات

31- حضرت مولانا شاه عبدالحمید مجددی مشهور په حضرت صاحب کوهستان.
32- حضرت محمد موسی جان  بن عبدالحمید مجددی.
33- حضرت صاحب نورالحق مجددی مشهور په آغا بایی.
34- حضرت عصمت الله مجددی.
35- حضرت غلام حسن مجددی.
36- حضرت عبدالستار مجددی.
37- حضرت حبیب الله مجددی.
38- حضرت فیض احمد مجددی.
39- حضرت فضل ربی مجددی.
40- حضرت عبدالستار بن غلام ربانی جان آغا مجددی.
41- حضرت عبدالکریم مجددی.
42- حضرت میان احمد آغا مجددی.
43- حضرت آغاگل بن گل آغا جان مجددی.

په پنجشیر کې نیول شوي حضرات

44- حضرت نعیم بن غلام قدیر آغا مجددی
45- حضرت میا آغا مجددی
46- حضرت یوسف آغا مجددی
47- حضرت محمدقاسم مجددی
48- حضرت شمس الحق مجددی
49- حضرت سراج الحق مجددی
50- حضرت محمدادریس مجددی
51- حضرت میان آغا بن میان خورشید مجددی
52- حضرت محمدنسیم فرزند میان عبدالقادر مجددی
53- حضرت محمدیوسف بن امین الدین مجددی
54- حضرت حضرت جان آغا بن فرخ جان آغا مجددی
55- حضرت معصوم جان بن حضرت جان مجددی

په نجراب کې نیول شوي حضرات

56- حضرت عبدالجبار مجددی
57- حضرت غلام قیوم مجددی
58- حضرت مولوی شیرین آغا
59- حضرت قاری فضل ربی مجددی بن غلام ربانی مجددی
60- حضرت عبدالحق مجددی بن غلام ربانی مجددی

په جلال اباد کې نیول شوي حضرات

61- حضرت غلام احمد مجددی سترعالم او د طریقت مرشد
62- حضرت حسن احمد مجددی
63- حضرت سیدمسافر مجددی بن غلام نبی مجددی
64- حضرت خان پاچا بن غلام نبی مجددی

په کندهار کې نیول شوي

65- عبد السلام مجددی
66- امام الدین مجددی
67- ولی محمد مجددی .

په لوړ یادو شویو کسانو سربیره دحضراتو دکورنیو  واړه ماشومان هم دکمونیستانو لخوا ونیول شول او زندان ته واچول شول ، خو هغه چې عمرونه یې ډیر کم وو بیرته خوشي شول ، مګر دلوړو یادو شویو حضراتو له نیول کیدو وروسته بیا هیڅ معلومات نه دي شوي ، غالب ګومان دادی چې کیدای شي  دغه  ۶۷ تنه ټول به  دکمونیستي جابرانو لخوا په شهادت رسول شوي وي .

ددې ستر جنایت عاملین څوک وو

سره له دې چې ټول کمونیستان او دهغه مهال کمونیستي رژیم  له اسلام ، دیني علم ، تصوف او روحانیت سره خلاف وو  او په ټول قوت سره یې هڅه کوله چې له افغانستان څخه اسلامي فکر محوه کړي ، خو داچې دحضراتو کرامو  دکورنۍ په وړاندې په مباشر ډول چا او کومو کمونیستانو  په دې جنایت او تجاوز کې لاس  درلود ، نو له وروستیو پلټنو او رابرسیره شویو معلوماتو څخه داسې ښکاري ، چې د ډیرو نورو جنایاتو غوندې ددې کار امر  دکمونیستانو لومړي  وزیر حفیظ الله امین ورکړی وو ، چې داستخباراتو دسازمان مشر اسدالله سروري او معاون یې عزیزاحمد اکبري  ترسره کړل .
د شوروی داستخباراتو دادارې کي جي بي  یو وروستی لوڅ شوی سند ښيي ، چې دغه کار دحفیظ الله امین په امر اسدالله سروري ترسره کړ ، دا سند چې فارسي ته ترجمه شوی او دحفیظ الله امین له پټو معاملو او جنایاتو پرده پورته کوي په یوه برخه کې یې راغلي (. امین همچنان سروری را مجبور ساخته بود از پول به دست آمده از بابت فروش ملکیت های ضبط شده از کسانی که یک جا با خانواده های شان توسط «اگسا» دستگیر وسر به نیست می شدند، به وی وبرادرش زاده اش اسدالله امین سهم بدهد. مرکز رهنمایي معاملات درکابل جهت فروش چنین ملکیت های ضبط شده ایجاد شده بود وعاید حاصله ازآن به کیسۀ امین سرازیرمی شد. سروري مبلغ چهار میلیون افغانی، 800 سکه طلايي و12 صندوق زیورات زنانه که ازاعضای خانواده مجددی روحانی مشهور به دست آمده بود نیز به امین انتقال کرد ) دغه رنګه دهغه وخت دخلقیانو دحکومت دمخابراتو وزیر سیدمحمدګلابزوی هم له ګوربت مجلې  پرلپسې ۳۵ ګڼې سره په مرکه کې منلې ده چې دغه کار دحفیظ الله امین لخوا ترسره شوی دی .

۷ کاله وړاندې  چې کله په کابل کې داګسا همدغه پخوانی مشر اسدالله سروري دمحاکمې میز ته ودرول شو، نو دکابل دحضراتو دکورنۍ  اوسني مشر حضرت احمدامین جان  مجددي په نوموړي باندې  ګواهي وویله او سروري یې ددې جنایت اصلي عامل وباله ، حضرت امین جان اغا  چې هغه مهال ماشوم وو او خپله هم نیول شوی وو خو وروسته بیرته خوشی شو وویل چې  په هماغه شپه چې د ۱۳۵۷ دجدي ۲۸ مه دجمعې شپه وه  په خپلو سترګو یې اسدالله سروري ولید چې له نورو عسکرو سره یوځای یې ددوی په کورنۍ برید وکړ ، دخانقاه دروازه یې ماته کړه ، او حضرات کرام یې ټول ونیول او زندان ته یې یووړل  ، نوموړي وویل چې اسدالله سروري له تیرو څو کلونو راهیسې بندي دی خو تراوسه رسما محکوم شوی نه دی ،  او ددې په خاطر چې دشهیدانو ورثه  خوشاله شي باید اسدالله سروري ته داعدام سزا ورکړل شي .

دکرزي حکومت  یوې ابتدایه محکمې په ۲۰۰۵ م کال کې اسدالله سروري ته داعدام سزا واوروله ، خو کله چې په نیویارک کې دبشري حقوقو یوې ډلې دامحاکمه غیرعادلانه او دسروري په حق کې تیری وباله نو دکرزي حکومت هم  له هغه  راهیسې په دې مسئله  خاشه اچولې او سروري ته تراوسه څه نه دي ویل شوي .

که هرڅه وه او هرڅوک وو ، خو دکمونیستانو دې جنایات افغان بې څوکه اولس اوبې کسه وطن ته خورا ستر او نه جبرانیدونکی زیان واړاوو ، مجددي حضرات کرام دافغانستان په سطحه هغه خلک وو ، چې ددین په اصلي منابعو قران او حدیث هم علما پوهیدل او هم یې عملا په ځان تطبیق کړي وو ، دوی دارشاد ، علم او عرفان سرشار منابع وو ، چې نه یوازې یې دټولنې په اصلاح کې ستر رول درلود ، بلکې دهیواد په سطحه یې په سیاسي کچه په چارواکو هم سترنفوذ درلود ، همدوی وو چې هیواد یې دامان الله خان له سیکولرستي فتنې نه وژغوره ، دانګریزانو په خلاف یې دجهاد او ازادۍ توغ هسک کړ او په وروستیو لسیزو کې یې ظاهرخان او داود خان ته پرلپسې ګوشمالي ورکوله ، او له راتلونکو خطراتو یې خبرول .

الله تعالی ددوی برکات په دې اولس جاري او ساري ولري ، امین

رحمهم الله تعالی
۲۰۱۳/۱/۲۶  میلادي 

قاري حبیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x