هغه هيوادونه چې د نړۍ په ګرمېدنه کې ستره ونډه لري

ژباړه: فضل الدين احسان

د ۱۸۵۴ ميلادي کال څخه وروسته کله چې صنعي انقلاب رامنځته شو نو د کاربن ډای اکسايد او ميتان ګازونو خپريدنه په اتموسفير کې زياته شوې ده. تقريباً د نړۍ ۳/۲ (دوه پر دری) برخه دکاربن ډاي اکسايد او ميتان ګازونه د صنعتي انقلاب څخه وروسته اتموسفير ته ورکول شوي دي او ورکول کيږي. عموماً ددغو ګازونو عمده منابع fossil fuels (فوسيلونو) سوځويدنې او سمنټو د توليد څخه زيات توليد دی. زياتې لسيزې کيږي چې څيړونکي په دې لټه کې دي چې ترڅو دا معلومه کړي چې د اقليم بدلون د انساني فعاليتونو پواسطه په خاص ډول سره د فوسيلونو د سوځونې څخه څومره اغيزمن کيږي. خو متاسفانه په اوس وخت کې په اتموسفير کې د کاربن ډای اکسايد انتشار په اتموسفير کې دومره زيات شوی چې په هيڅ ډول سره د انسان په تير تاريخ کې نه وو زيات شوی. علاوه پر دې په انسانانو باندې د شين خونيزه ګازونو اغيزې ورځ په ورځ زياتيږي او د نړۍ د ګرميدنه سره مرسته کوي چې په نتجه کې د اقليم بدلون سبب ګرځي . په حقيقت کې نوې څيړنې ښيي چې تر ۲۰۱۱ کال پورې د کاربن ډای اکسايد خپريدنه د ۱۸۴۰ کال په نسبت ۱۵۰ ځلې زياته شوې ده .

په معمول ډول سره د فوسيلونو زيات سوځول د غټو کارخانو نښې دي، دکاربن ډای اکسايد خپريدنه کيدای شي چې د يو هيواد په اقتصادي وده کې مرسته وکړي خو بيا هم د په نړيواله کچه د شين خونيزه ګازونو په انتشار کې لږوالئ يواځي د چاپيريال پيژندونکي هدف نه وي بلکې هر انسان چې په نړۍ کې ژوند کوي ورته پکار ده چې د شين خونيزه ګازات په اتموسفير کې کم کړي او د لږوالي په اړه پوره پوه وي. په اوس وخت کې د نړۍ ۱۹۲ هيوادونو د Kyoto Protocol سره توافقه کړی دی او دوی د چاپيريال ساتنې لپاره ډير ټاکلي اهداف لري چې تر ټولو مهم هدف داد دی چې تر ۲۰۱۲ کال پورې بايد شين خونيزه ګازونه په انتشار کې دومره کموالۍ راشي چې ددغه کموالي اندازه د ۱۹۹۰ کال د شين خونيزه ګازونو انتشار په نسبت ۵۵ سلنه کمه وي.

نن صبا په نړۍ کې په سترو پرمختللي هيوادونو کې چې جوړ اقتصاد لري د کاربن ډای اکسايد انتشار په مسلسل ډول سره په کميدو دی ، خو په عينې حال کې په نوي پرمختيائي هيوادونو کې چې نوي اقتصادي سيستمونه لري په اتموسفير کې د کاربن ډای اکسايد انتشار يې په چټکۍ سره ډيريږي.

د نړۍ هغه هيوادونه چې د نړي په ګرميدنې کې ستره ونډه لري:

چين(China) :
چين د امريکا متحده ايالتو تقريباً دوچنده شين خونيزه ګازونه هوا کې خپاره کوي، چې په 2006 کال کې اتموسفير ته د کاربن ډای اکسايد په انتشار کې د نړۍ لومړئ مقام درلود . نن ورځ د نړۍ ۲۳ سلنه کاربن ډای اکسايد يواځي چين اتموسفير ته خپروي. د امريکا متحده ايالتوڅيړونکو وړاندوينه کړې چې چين هڅه کوي چې لويې لويې فابريکې جوړې کړي ددغو فابريکو په جوړيد سره به چين زيات فوسيلونه وسوځي چې په نتيجه کې به تر ۲۰۴۰ کال پورې په چين کې دکاربن ډای اکسايد انتشار د اوس په نسبت دوچنده شي. اوس چين په دې کې ډير زړه نه زړه ده چې څنګه هغه هدف کوم چې د شين خونيزه ګازونو د انتشار د لږوالي لپاره ټاکل شوی دي څنګه پوره کړي ،ځکه چې ډيرې زياتې صنعتي فابريکې لري او هم زياتې صنعتي فابريکې د جوړيدو په حال کې دي او زيات فوسيلونه پکې سوځول کيږي.

د امريکا متحده ايالت(United State of America) :
د امريکا متحده ايالات تر اوسه پورې د کاربن ډای اکسايد او نورو شين خونيزه ګازونو مخه نيونې کوم تړون ته نه دی داخل شوی، خو سره له دی د کاربن ډای اکسايد انتشار په کمښت يا مخه نيونه کې د نړۍ د ټولو نورو دولتونو څخه زيات رول لوبولئ ده. د امريکا متحده ايالا ت هغه هيواد دی چې په 2009 کال کې يې د بارک اوبا د ادارې سره لوز وکړ چې دوي به د (۲۰۲۰-۲۰۰۵) کلونوترمنځ د کاربن ډای اکسايد په مقدار کې د ۱۷ سلنې په اندازه کموالی راولي او هڅه کوي د نړۍ ټولې صنعتي فابريکې په ټکه ودروي.
متاسفانه په اوس وخت کې د امريکا د متحده ايالتو د کاربن ډای اکسايد انتشار يو ځل بيا زيات شوی دی ځکه چې د ۲۰۰۸ کال څخه وروسته د بارک اوبامه اداره په دې مصروفه شوه چې خپل اقتصاد څنګه بيرته په پښو ودروي او څنګه خپل اقتصادي توازون رامنځته کړي ، نو کانګرس ونشو کولای چې د اقتصادي پرمختګ سره سره د کاربن ډای اکسايد انتشار د لږولو مسئله يو ځای پرمخ بوځي. په امريکا کې د پاکې هوا د قانون له مخې په اساس په دې ډير تمرکز کوي چې موټر بايد داسې ډيزاين اوجوړې کړاي شي چې پټرول، ډيزل او نور فوسيلونه کم وسوزوي او همدارنګه د موجوده او نوي فابريکو د کاربن ککړتيا کمه شي چې ترڅو په نتيجه کې د کاربن ډای اکسايد انتشار کم شي.

انډيا(India) :
انډيا په راتلونکو کلونو کې پلان لري چې د کويلې توليد دوه چنده کړئ چې ترڅو د فابريکو يوه ملي شبکه جوړه کړي. په اوس وخت کې انډيا لپاره د شين خونيزه ګازونو لږوالی يو ستر ګواښ ګڼل کيږي او په عينې حال کې انډيا د نورو ګواښونو لکه دنفوس کنټرول او اقتصادي وده سره لاس په ګريوان دی. بيا هم انډيا په ۲۰۱۰ کال کې په خوښ مرضي سره د نړيوالو سره تعهد وکړ چې د )۲۰۲۰-۲۰۰۵) کلونو ترمنځ به د شين خونيزه ګازونو په اندازه کې (۲۵-۲۰) سلنه کموالی راولي.

د نړۍ د هغو هيوادونو ليست چې اتموسفير ته د کاربن ډای اکسايدپه انتشار کې ستره ونډه لري او د نړۍ د ګرمېدنې سبب ګرځي.
درجه
هيواد
د نړيوال (CO2) په انتشار کې ونډه
۱
چين
۲۳.۴۳٪
۲
امريکا متحده ايالات
۱۴.۶۹٪
۳
انډيا
۵.۷۰٪
۴
شوروي اتحاد
۴.۸۷٪
۵
برازيل
۴.۱۷٪
۶
جاپان
۳.۶۱٪
۷
اندونشيا
۲.۳۱٪
۸
جرمني
۲.۲۳٪
۹
کوريا
۱.۷۵٪
۱۰
کاناډا
۱.۵۷٪
۱۱
ايران
۱.۵۷٪

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

په مونږ خو یی بی له دی هم سره تبۍ جوړه کړی ، پریږده چه به ځانو یی هم سره تپۍ یا تنور چوړ کړی او ځانونه بکی کبابوی . طبعیت چه څرنګه جوړ شوی هیڅ څه پکی وران نه دی ، تر هغی چه انسان یی بدل نه کړی ، دا سمه ده چه ساینس او تکنالوچی انسانانو ته ډیری ګټی اړولی مګر انسانان یی د ډیرو تاوانو او تباهیو سره هم مخ کړی په دی اړه لری چه ساینس او تکنالوی د کومو انسانانو په واک او کنترول کی دی ، که هغوی حریص انسانان وی هغوی د… نور لوستل »