د مکې مکرمې د خلكو كالي او چلتار

عبدالمالک همت

لومړی بايد ياده کړو چي موږ په دې لنډکي مضمون کي د مکې مکرمې د خلکو د کالو په باب يادوني کړي دي، خو لکه چي پوهيږو دغسي کالي د مدينې او نور سعودي خلک هم اغوندي. څنګه چي دا مضمون په مکه کي زما د ليدنو کتنو له مخي ليکل سوی دی، ځکه نو ما هم هغه څه ليکلی دي چي په مکه مکرمه کي مي ليدلي دي.

د مکې مکرمې د خلکو د کالو په اړه د دکتور الهام احمد البابطين په کتاب ”الحياة الاجتماعية في مكة منذ ظهور ا لاسلام حتى نهاية العصر الاموي“ کي وايي چي د مکې د نارينه وو او ښځو د کالو ټوکران له شام، مصر ، عراق ، فارس اوهند څخه ورتله.

د مسلم او ابن ماجه په يوه حديث کي راغلي دي چي حضرت بي بي عايشې رضي الله عنها د یمن له ټوکرانو څخه د يوه پنډ ټوکره کوتنه اغوسته. اسلامي تاريخونه دا هم وايي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د نجران د نصاراوو سره پر ځينو شيانو اخيستلو سوله وکړه چي په دغو شيانو کي زر جوړې کالي هم وه. د خيبر د يهودو سره په سوله کي يې هم يو ډول ټوکران اخيستي وه او خپلو چارواکو ته يې دا امر هم کړی وو چي له اهل ذمه وو او مسلمانانو څخه د جزيې او زکات معادل ټوکران واخلي او بيا به دغه ټوکران نورو مستحقو کسانو ته وېشل کېدل. په راوروسته وختونو کي چي د عربو اړيکي د عجمو سره زياتي سوې عربو د عجمو کالي ډېر خوښول او اغوستل.

مشهور سياح ابن بطوطه په 726 سپوږميز.كال د مكې مكرمې د خلكو دكالو په هكله وايي: ” د مكې خلك ډېر ښه كالي اغوندي. سپين لباس يې ډېر خوښ دى، رانجه، ډول ډول عطرونه او مسواك هم ډېر استعمالوي “.

ابراهم رفعت پاشا په 1327 سپوږميز. كال د مكې د اوسېدونكو دكالو اغوستلو دود داسي بيانوي: ” د مكې خلك په كالو او خوړوكي له زياتي مبالغې كار اخلي. دكالو زرغونه، سره، ګلابي او ژړ رنګونه ډېر خوښوي. په كورونوكي د ښكلا او سينګار ډېر بيي شيان ډېرساتي. ښځې چي بازارونو ته وزي نو د پنډ ټوكره داسي بوغره اغوندي چي د سترګو پر برابر دوه واړه سوري لري او د دې سره، زياتره ژړ رنګه بوټونه په پښوكوي “.

نن مهال د مكې زياتره نارينه داسي سپين اوږده كميسونه اغوندي چي تربجلكو پوري يې رسيږي. دغوكميسونوته توب وايي ـ تردې كميسونو لاندي نېكرونه اغوندي اوبوټونه، هوايي يا نور چمپلونه په پښوكوي. ښځي هم اوږده كميسونه ( توب ) او كوتنې اغوندي او پوړني پرسركوي. د دوى كالي زياتره رنګه او ډېر بيي وي، او نارينه او ښځي جرابي هم په پښوكوي. بازار يا حرم ته چي ځي د پخوا په شان توري بوغرې اغوندي، چي يو ډول د نوي طرز نرى نقاب پرمخ اچوي. البته بايد ياده كړو چي د مكې ښځې ډېري بازارونو ته نه وزي او د بازار سودا نارينه كوي.

څنګه چي په مكه مكرمه كي ساړه نسته د دغه ځاى د خلكو د ژمي او دوبي جامې تقريباً يو شانته وي. مكيان ډېر پاك خوره دي، كالي، بستر، لوښي، كورونه او هرڅه ډېر پاك ساتي.

د عربو د لنګوټو په هکله بايد وويل سي چي هغو ان تر اسلام د مخه لنګوټې تړلې او په اسلام کی هم لنګوټه د نارينه وو لباس وګرځېده. په عامه توګه د لنګوټو رنګونه سپین، تور، خام نخودي او خام سره وه. خو د عربو غټانو به خپلی لنګوټې په زعفرانو رنګولې. خولۍ به يې هم تر اسلام دمخه او هم وروسته د لنګوټوسره او هم بې له لنګوټو پر سر کولې. د اموي پير له وروستيو څخه فقهاوو، قاضيانو، سوداګرو او نورو يو ډول اوږدې خولۍ پر سر کولې.

په تاريخونو کي دا هم راغلي دي چي پخوا به د حجاز خلكو يو بېل ډول لنګوټې تړلې چي چا به پخپله نه سواى تړلاى او بېل خلك به وه چي په ځانګړو بازارونوكي به يې دغه كاركاوه. دغه لنګوټې به شل ګزه، سپين نازك ټوكر وو. بل ډول عادي دوه ګزه لنګوټې وې چي هر چا به پخپله تړلې.

لنګوټه تقريباً د ټولو اسلامي هيوادونو خلكو په تېره عالمانو او طالبانو تړل او اوس يې هم په ډېرو ملكونوكي تړي، خو د دې ترڅنګ يې ځيني نوري خولۍ او خولۍ يالنګوټې غوندي نور هم د عقال، كوفيه، طربوش، طاقيه، شُطفه او داسي نورو په نومونو له ډېر پخوا څخه پرسركول او تړل او تراوسه يې لا هم په ډېرو ملكونوكي استعمالوي.

د عربو د چلتار په هکله چي دوی ”عقال“ ورته وايي بايد وويل سي چي دا هم له ډېره مهاله په عربي ټاپو وزمه، عراق او د شام په اورشو کي نارينه استعمالوي او د نارينه وو ولسي لباس دی. دا عرب د يو ډول دسمال چي دوی ”الشماغ“ ورته وايي له پاسه تړي او معمولاً د وزګړي له وجغونو او نورور څخه جوړيږي.

په 1350 سپوږميز. كال يا يو كال ترهغه د مخه د سعودي لومړي واکمن ملك عبدالعزيز بن عبدالرحمان آل سعود امر وكړ چي د دولت ټول چارواكي دي يو ډول چوخه ( المَشٌلَح ) اغوندي او پرسردي الشماغ(يو ډول دستمال) اچوي او عقال (چلتار) دي پرتړي. له دغي نېټې څخه په ټول سعودي كي دغه لباس دود سو او د لنګوټو تړل له منځه ولاړل.

اوس اوس په مكه او نور سعودي كي زيات شمېر لوستي ځوانان ـ لكه د نورو ډېرواسلامي هيوادو غوندي ـ لڅ سر هم ګرځي. خو خپل د سر وېښتان پر وخت او داسي جوړوي چي بد ونه ايسي. ښه پاك يې ساتي، د وېښتانو په ځانګړو غوړو يا كريمونو يې غوړوي او ږمونځوي يې. داسي نه لكه زموږ ببرسري او بې سواده موډكيان چي الف په ځكر

كي نه لري، نه د سر وېښتان سم او پر وخت اصلاح كوي او نه يې غوړوي او ږمونځوي، چي په دې ډول يې له سره څخه د وحشيانوكوډل جوړه كړې وي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.