افغانستان

طالبانو له اسلامي کانفرانس او انساني خواخوږیو نه د ګوانتانامو زندان د تړلو غوښتنه وکړه

نن ټکی آسیا: طالبانو د ګوانتانامو زندان د دولسمې کلیزې په مناسبت په خپله خپره کړې اعلامیه کې د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو، ملګرو ملتونو او اسلامي کانفرانس څخه غوښتې، چې پر امریکا فشاري راوړي،څو د ګوانتانامو زندان ژر تر ژره وتړي او پکې د پرتو بندیانو د خلاصون لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي نن ټکي آسیا ته په دې تړاو لاندې اعلامیه را استولې :

دامریکایي وحشتناک زندان (ګوانتانامو زندان) د دوولسمې کلیزې په اړه د اسلامي امارت دوياندڅرګندونې

  د امريکايي وحشت د سترې بيلګې   ګوانتانامو بدنام زندان  دوولسمه کليزه په داسې حال کي پوره کیږي چي لاهم په نوموړي زندان کي ۱۵۰ تنه مظلوم مسلمانان په کوټه قلفیو او پنجروکي دننه  بند پاتې دي.
 په دې زندان کې  پراته محبوسین  د لوږې، تندې او کړاوونو نه ډکې شپې تیروي، د دغه بدنام زندان په اړه نه امریکایي مشر اوباماڅه وکړل چې  اقتدار ته د رسیدو په لومړیو وختونو کي یې ددې  زندان دبندیدلو خبره کړې وه  او نه  تش په نوم دبشري حقوقو نهادونو د بندیانودمظلومیت ږغ واورید،  د دوولسو کلونو په اوږدوکي  د امریکایي جنایت کارانو له لوري  څوڅو ځله  د ياد زندان مظلوم بندیان په مختلفو بهانو په رنګارنګ کړاوونو او شکنجو تعذیب شول ؛ خو نه یې  چا دسوله ییزو اعتصابونو پروا وکړه او نه هم د دوی د مظلومیت او زاره چاودي حالت په اړه د نجات کوم عملي ګام پورته شو. موږ  د تير په څير  بیاهم پراسلامي کنفرانس او نورو ټولو نړيوالو بشرپالونهادونو ږغ کوو چي دبشري خواخوږي له مخې او دخپل وجداني مکلفيت په اساس  امریکايي جابران  دې ته وهڅوي چي نور دا بدنام زندان وتړي، مظلوم او بي ګناه بنديان يې چې تراوسه هيڅ ډول جرمي دوسيې نه لري پريږدي، او دبشر سره د خواخوږۍ هغه ادعاء ريښتوني کړي چې په نوره نړۍ کې يې د عملي کولو تشې نارې سورې وهي .
موږ باور لرو چې دګوانتانامو د بي ګناه زندانیانو په حق کې روان ظلم نور وروستي حد ته رسیدلی دی ، دګوانتانامو وحشت دنړیوال بشري وجدان په تندي دپیغور داغ دی ، چې باید ددې زندان په تړلو او داسارت په پای ته رسولو سره نور دغه د وحشت داستان پای ته ورسول شي .

د اسلامي امارت وياند قاري محمديوسف احمدي
 ۱۴۳۵/۳/۱۹هـ ق
۱۳۹۲/۱۱/۱ـ2014/1/21
 ۱۴۳۵/۳/۲۰هق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x