ټولنیزه برخه

اندېښمن ماشوم

ژباړن : عطا محمد میاخېل

ماشومان ډېری وخت اندېښمن وي . هغوی د کتابونو، ورځپاڼو او ټلویزیوني خپرونو ټولو وېرونکو مطالبو ته پام کوي او هغو ته په ځان پورې تړاو ورکوي . ظاهراً دا ماشومان وروسته له دې چې د کومې موضوع په اړه له وېرې سره لاس و ګرېوان کېږي، نور نه شي کولای، چې دا اندېښنه له ځانه لرې کړي او پر ځای د دې چې وېرونکو پېښو ته په رښتیني ډول وګوري او پرې یې ږدي، تر ډېره خپل مور او پلار ته مخه کوي او هغوی د بې شمېره پوښتنو په سمندر کې ډوبوي .

ماشوم : که زموږ کورته غل راشي، څه وکړو ؟

پلار : غل نه شي راتلای، دروازې تړلې  دي .

ماشوم : خو که را شي، څه ؟

پلار : پولیسو ته ټیلیفون کوو .

ماشوم : خو که چېرې غله د ټیلیفون مزي پرې کړي، څه وکړو ؟

پلار : زموږ له سپي څخه وېرېږي او تښتي .

ماشوم : که چېرې سپی ووژني، بیا څه وکړو ؟

پلار : بس کړه، ستا ملنډو ته زړه شوی، ملنډې مه وهه .

په دې پړاو کې پلار یا مور، له دې چې نه شي کولای خپل ماشوم ډاډه کړي، ډېر خواشینی او لږ لږ غوسه کېږي . د ماشوم وېره د غوسه ناکې لهجې په اورېدو سره لا پسې زیاتېږي، له عذر او زاریو څخه په ګټه اخیستنې لا زیاتې پوښتنې کوي، په دې ترتیب د پلار او زوی خبرې اترې لا پسې احساساتي کېږي او په داسې حال کې چې پلار یا مور د لا چارۍ احساس کوي، نه پوهېږي، چې له ماشوم سره څه ډول چلند وکړي .

ځینو میندو او پلرونو ویلي : په دې پړاو کې باید صحنه پرېښودل شي؛ ځکه که چېرې پاتې شي ښایي بې وسه ماشوم ووهي، باید دې ټکي ته ښه پام وکړئ، هغه ماشومان، چې د یوه څه په اړه د اندېښنې له امله خپل پلار او مور ته رجوع کوي، موخه یې د پلار او مور ځورول نه دي .

اندېښمن ماشومان څنګه فکر کوي ؟

د اندېښمن ماشوم د فکر کولو تګلاره له عادي ماشوم سره توپیر لري، دا ماشومان خطر احساسوي او په هرځای کې خطر ویني او یوازې د پېښو وېرونکي او خواشینونکي اړخونه یاد ته سپاري . څېړونکي په دې اند دي، هغه کسان چې له وېرې سره لاس و ګرېوان دي، په هر عمر کې چې وي، یوازې وېرونکي څیزونه یاد ته سپاري .

وروستی ټکی دا چې، دا ماشومان تر ډېره په اوس کې ژوند کوي، له خپل لید لوري څخه یې د دوی تمرکز په تېرو ماتو باندې دی یا د راتلونکو احتمالي ناورینونو په اړه فکر کوي .

بېلابېلې اندېښنې د دې مخه نیسي، چې دا ډول ماشومان له خپلې شاوخوا ښو پېښو څخه خوند واخلي یا حتا هغو ته پام وکړي . په ماشومانو کې شدیده اندېښنه د مفرط اختلال او ژور خپګان او یا هم پراخ اختلال او ژور خپګان په نامه یادېږي .

له دې ماشومانو څخه ځینې یې، سره له دې چې پریشانه او خپه معلومېږي، خپله یې دې ستونزې ته پام نه دی . په ماشومانو کې د دې امر لامل کولای شي دا وي، چې اصلاً هغوی نه پوهېږي، چې اندېښمن اوسېدل څه ته وایي .

نور ماشومان د خواشینونکو مواردو په اړه د خبرو اترو پرځای، ښایي له جسمي تشویشونو څخه شکایت وکړي، دا تشویشونه له لاندې پېښو څخه د اندېښنې له امله په هغه کې را منځته کېږي . د بېلګې په توګه : د غړو کوچني کېدل، کولای شي له آزموینو څخه مخکې سرخوږی او د زړه درد را منځته کړي . ښایي ماشوم د آزموینې په شپه بې خوبه شي . د دې تشویشونو تکرار په ماشوم کې بد خلقي، ستړیا او حساسیت را منځته کوي او په پایله کې، پرله پسې اندېښنه او بې خوبي کولای شي د هغوی په تمرکز باندې دومره اغېزه وکړي، چې داسې وانګېرل شي، چې د تمرکز له نه شتون سره لاس و ګرېوان دي .

د حواسو بدلول :

کولای شئ، له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړئ، ترڅو خپلې اندېښنې را کمې کړي . ډېری میندې او پلرونه خپل اولادونه هڅوي، ترڅو خپل د خوښې وړ کار ترسره کړي، په زړه پورې کتابونه ولولي او یا تفریحي ټلویزیوني خپرونې ننداره کړي او په دې ترتیب د هغوی حواسو ته بدلون ورکوي .

دا چل لنډ مهالی دی او یوازې هغه وخت په کار راځي، چې واقعاً بوخت یاستئ او نه شئ کولای، چې د ماشوم اندېښنو ته رسیده ګي وکړئ . ډېری ماشومان د خپلو حواسو د بدلولو له پاره لارې چارې پیدا کوي . البته په اوږد مهال کې اندېښنه هم د وېرې په څېر ده، ماشوم باید له خواشینونکو مواردو سره مخامخ او پر هغو باندې مسلط شي، ترڅو حساسیت یې را کم شي .

د اندېښمن فکر تشخیص :

ماشومان باید په خپلو اندېښنو او تشویشونو باندې د غلبې له پاره، د خپل فکر بڼې ته بدلون ورکړي . اندېښمن فکر، چې پورته ترې یادونه وشوه، باید په رښتیني فکر بدل شي .

مخکې ترې دې چې هڅه وکړئ، له خپل ماشوم سره مرسته وکړئ، ترڅو په خپلو دې ناسمو باورونو باندې غلبه وکړي، وګورئ، چې آیا تاسو هم دا ډول باورونه لرئ او که نه ؟ دا ډول افکار د ډېری کسانو په ذهن کې په اتوماتیک ډول شتون لري او خپله شخص ترې خبر نه دی، تر هغه بریده، چې په بشپړه توګه ډاډه دي، چې دا ډول افکار نه لري .

غوره ده، چې ماشومانو ته د موافقو ذهني خبرو اترو تګلاره ور وښیئ، په دې صورت کې ماشوم ته ووایئ، چې هغه افکار بیان کړي، کوم چې د ده د اندېښنې سبب ګرځېدلي دي یا د امکان په صورت کې یې ولیکي، نو هڅه وکړئ، ترڅو هغه ته دا ورزده کړئ، چې منطقي دلیل پیدا کړي، چې دا غیر واقعي افکار مهار کړي، په پیل کې ښایي دا کار ستونزمن ښکاره شي، خو په آسانه او طبیعي تمرینونو سره ترسره کېدای شي . په حقیقت کې ماشوم په دې تګلاره کې له ځان سره خبرې کوي .

د موافقو افکارو د نمونې جوړښت :

د فکر دې نوې تګلارې ته ستاسو د ماشومانو د هڅولو یوه تر ټولو اغېزمنه لار، د نمونې جوړول دي . ډېری تجربه لرونکې میندې او پلرونه دې ته متوجه شوي، چې ماشومان هغه کار نه ترسره کوي، کوم چې ترې غوښتل کېږي، خو معمولاً هغه کار چې تاسو یې ترسره کوئ، هغو یې هم ترسره کوي .

که چېرې وتوانېږئ، ځینې افکار چې تاسو ډاډه کړي، په لوړ غږ یې ووایئ، احتمالاً ماشومان مو هم زده کوي، چې په هماغه ډول فکر وکړي : د سبانۍ وینا له پاره اندېښمن یم . ښایي ښه شي . څو ځله مې وینا کړې ده او هر ځل بریالی شوی یم . ډېری خلک پېژنم هغوی ډېر سختګیر نه دي . که چېرې دا خبرې ستاسو په اند مصنوعي دي، نو داسې شرایط په پام کې ونیسئ، چې ستاسو له پاره طبیعي ذهني خبرو اترو له پاره زمینه برابره کړي . د بېلګې په توګه : له ښار څخه بهر له ګرځېدو څخه وروسته خپله کورنۍ بېرته  کورته راولئ، په ناڅاپي توګه له توپان او واورې ورېدنې سره مخ کېږئ، ډېری ماشومان په دا ډول شرایطو کې کم و زیات اندېښمن کېږي او ډېره منطقي خبره ده، چې ووایئ : او هو له واورې ورېدنې او توپان سره مخ شولو، خو ستونزه نه شته، زموږ موټر واوره پاکوونکی لري .

نمونه جوړونه، په ځانګړې توګه د هغو ماشومانو له پاره، ډېره ګټوره ده، چې په هېڅ وجه دې ته چمتو نه دي، چې حتا تر ټولو مهربانو او با احساسه میندو او پلرونو سره د خپلې وېرې خبره شریکه کړي، هغوی له خپلې وېرې څخه شرمېږي یا دا چې په دې اړه فکر وکړي، خواشیني کېږي .

سر بېره پر دې اندېښنه او خپګان غږیز تارونه کلکوي او خوله وچوي او په پایله کې خبرې کول ستونزمن کېږي . د دې ماشومانو د سکوت له پاره هر دلیل چې شتون ولري، په هر حال هغوی د نورو خبرې اوري او چلند یې ویني .

له دې ماشومانو څخه ځینې یې د کتنې له لارې موافقه زده کوي او البته هېڅ وخت په دې باندې اعتراف نه کوي، چې مور او پلار په دوی باندې کوچنی اغېز هم لري .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x