معلم میرولي خان - د چپې خوا دوهم

طالبان وايي د «امریکایانو همکار» معلم میرولي یې ویشتلی

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۴، ۱۳۹۵ل): د کندهار په لسمه حوزه کې د کارته المعلمین په نامه سیمه کې نامعلومو وسلوالو په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت استازی معلم میرولي په یوه چریکي برید کې ژوبل کړی دی او په تیښته بریالي شوي دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک رسنیو ته ویلي چې پر معلم میرولي درې مرمۍ لګېدلي، خو پروخت روغتون ته انتقال شوی او اوس یې روغتیايي وضعیت ښه دی.
نوموړی ویلي چې هغه لومړی میرویس روغتون ته انتقال شو او ټاکل شوې چې وروسته به کابل ته د لا ښې تداوي لپاره ولیږل شي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د برید مسؤولیت په غاړه اخیستی، او ویلي « د هلمند لپاره د پارلمان وکیل او د امریکایانو همکار معلم میرولي» په چریکي برید کې وویشتل شو او زیاته کړې چې هغه له ډېره وخته تر تعقیب لاندي وو.

باید وویل شي چې د تېر میلادي کال 2016 په دیسمبر میاشت کې هم په کابل کې د معلم میرولي پر کور ډله ایز برید وشو چې له امله یې د میرولي د کورنۍ د غړو په شمول یو شمېر میلمانه او ساتونکي وژل شوي وه.

په دغه برید کې د کندهار د استازي عبیدالله بارکزي ځوان زوی حفیظ الله بارکزی هم وژل شوی وو او خپله معلم میرولي هم ټپي شوی وو.

تر اوسه معلومه نه ده چې معلم میرولي په کندهار کې څه کول خو له هغه راهیسي چې په هلمند کې امنیتي وضعیت خراب شوی، د هلمند چارواکو د کندهار ښار او کابل ته پناه وړې.

نن په یوه بله پېښه کې د ارغنداب ولسوالۍ په ناګهان کې د سنګین ولسوالۍ د محلي پولیسو قومندان عمر ګل هم د وسلوالو له لوري ووژل شو.

ویل کیږي چې هغه ارغنداب ته د خپلو جایدادونو د لیدلو لپاره راغلی وو.

خو ځیني ځايي سرچینې وايي چې عمرګل د ځمکې پر سر د جنجال په ترڅ کې وژل شوی.



یوه تبصره

  1. الحمد لله والصلاة والسلام على رسول للة صلى الله عليه وسلم اما بعد.سه شى سى دزان دفاره خوشه وى دبل مسلمان لفاره هم خوشه وه.حبيب الله

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.