افغانستان

“مېرکاوا” ټانک هم ماتېداى شي! – زاهد جلالي

د ١٩٧٣ ميلادي کال د اکتوبر په شپږمه، په هجري تاريخ د روژې لسمه وه او په اسرائيل کې د بښنې مقدسه ورځ Yom Kippur)) وه. مصر او سوريې په اسرائيل ناڅاپي بريد وکړ. تر دې مخکې اسرائيل عربو ته شرموونکې ماتې ورکړې وې، په ځانګړې توګه د ١٩٦٧ ميلادي جګړه چې له عربو يې ډېره ځمکه هم نيولې وه. بيت المقدس هم په دغه جګړه کې نيول شوى و.

اسرائيل هېڅ ګومان نه کاوه چې عربان دې له اسرائيل سره جګړه وکړاى شي، ځکه ١٩٦٧ ميلادي کې يې د مصر اتيا فيصده پوځي وسايل له منځه وړي وو. خو په درې اويا کال کې مصر او سوريه وتوانېدل چې په اسرائيل بريد وکړي.

اسرائيل د مصر او سوريې په سرحد کې ډېر لږ پوځ پرې ايښى و، ځکه اسرائيل څو کاله وړاندې له سويز کانال سره د برليفBar Lev  په نامه ډېر پېړ دېوال پورته کړى و. روسانو مصريانو ته ويلي وو چې دغه ديوال يوازې اتوم بم نړولاى شي. خو يو کم عمره مصري انجينير يو نظر ورکړى و، چې که پېړ پيپونه په ډېر قوت سره د برليف ديوال په لور اوبه تويې کړي، مصري ټانکونه پرې اوښتلاى شي، همداسې وشول.

مصريانو او او سوريانو په دغه جګړه کې د اوړو پزه (بيني خميري) جوړه کړه، خو نيول شوې ځمکې يې بېرته ونه شوې نيولاى. له دې جګړې مخکې امريکايي-اسرائيليانو داسې ګومان کاوه چې اسرائيل د دوى له پاره د پناه ښه ځاى دى، خو له دې جګړې وروسته په دې ويره کې شول چې د اسرائيل “نه ماتېدونکى پوځ” هم ماتېداى شي!

اسرائيليان هم په ځان ووېرېدل، ځکه مخکې يې په عربو کې د “نه ماتېدونکي پوځ” ډار خپور کړى و، خو اوس خلک په دې باور شول چې اسرائيلي پوځ هم ماتېداى شي! نو اسرائيلي پوځ په دې چورت کې شو چې بايد يو بل ډار په خلکو کې خپور کړي، چې خلک وډاروي.

اسرائيلي پوځ اعلان وکړ چې داسې ټانک به جوړ کړي چې په نړۍ کې ډېر زورور وي، په جګړه کې به نه ورانېږي، پوځ به ژوندى ساتي او دښمن ته به ډېر ضرر رسوي.

تر ١٩٧٩ ميلادي پورې همدا آوازې وې چې کار پرې روان دى او چې جوړ شو بيا د اسرائيل مخې ته څوک نه شي ودرېداى. اول وار يې په ١٩٨٢ ميلادي کې د لبنان په جګړه کې استعمال کړ، هغه وخت کې يې رښتيا هم ډېرې لاسته راوړنې ولرلې.

د “مرکاوا” Merkava)) له جوړېدو را په دې خوا هېڅ عربي هېواد په اسرائيل د يرغل جرئت نه دى کړى. خو د فلسطينيانو د مظاهرو په وخت کې “مرکاوا” کوم اثر نه لاره، ځکه وړوکي فلسطيني ماشوم به دغه زورور ټانک په تيږو ويشته.

په ٢٠٠٢ ميلادي کې د ناصر صلاح الدين په نامه جنګي ډلې په لومړي وار په غزه کې “مرکاوا” ته په خپلو لاسونو جوړ شوى بم کېښود او ټوټه ټوټه يې کړ. د ناصر صلاح الدين جنګي ډلې غړى وايي چې “مرکاوا” مو وويشت، دومره خوشاله وم چې په ژوند کې په دې اندازه نه وم خوشاله شوى!

د القدس په نامه فلسطيني جنګي ډلې چې کله د ناصر صلاح الدين توره وليده، دوى هم تصميم ونيو چې څو اسرائيلي “مرکوا” له منځه يو سي.

القدس جنګي ډلې هم يو “مرکوا” وران کړ. ځينې فلسطيني ماشومانو او ځوانانو د “مرکوا” ټوټې له ځان سره ساتلي.

دا چې فلسطيني مجاهدين ډېر کمزوري دي، ډېر ټانکونه يې وران نه کړاى شول. خو لبناني حزب الله د فلسطيني مجاهدينو له دغو تورو ډېر څه زده کړل. کله چې اسرائيل په ٢٠٠٦ ميلادي کال کې د حزب الله د له منځه وړلو له پاره په لبنان بريد وکړ، دا وار د پخوا په څېر بريد نه وو، دغه بريد د اسرائيل سيکالوجيکي ډار ختم کړ.

د حزب الله له جنګياليو سره روسي-ايراني ميزايلونه وو او د اسرائيلي ټانکونو پر لار ورته ناست وو، په مختلفو درو کې يې ډېر اسرائيلي ټانکونه وران کړل.

 دغې جګړې دري دېرش ورځې دوام وکړ، اسرائيل د حزب الله د له منځه وړلو هدف تر لاسه نه کړاى شو. د الجزيره انګلش په وينا، حزب الله نهه څلوېښت “مرکوا” ټانکونه وران کړل. حزب الله بريا اعلان کړه، په اسرائيل او نوره نړۍ کې خلک پوه شول چې “مرکوا” دومره زورو ټانک هم نه و چې اسرائيل پرې وياړېدل، بلکې د مجاهدينو او عموما د عربو د ډارولو يوه وسيله وه.

زه کله کله په يوټيوب کې د اسرائيل دفاعي ځواکونو IDF ځينې ويډيو ګانې ګورم، ويډيوګانو کې ډېر ډاروونکي تصويران وي. دوى پوهېږي چې مجاهدين دغه ويډيوګانې ګوري، نو بايد له دې لارې ووېرول شي.

امريکايي فلمونو کې امريکا ډېره عجيبه ټکنالوجي ښکاره کوي، د دوى هدف دا وي چې خپل رقيبان وډاروي او ډېر يې ډارولي هم دي، خو په افغانستان کې ډېرو په تشو لاسونو همدا پر مخ تللې ټکنالوجي ماته کړې.

موږ که څه هم په دې باور نه يو چې ټکنالوجي هېڅ ده، ځکه زموږ قرآن هم د قوت او ځواک تر لاسه کولو باندې امر کوي، خو مسلمانان بايد د ټکنالوجۍ په مقابل کې مخکې له مخکې تسليم هم نه شي.

زاهد جلالي (بغاوت کالم) – نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

د حزب الله جهادی ادعا ومنو او که ایران پالی دی؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x