بلجیم کې د افغانانو یوې مظاهرې انځور - ارشیف

بلجیم غیر قانوني افغان کډوال بیرته شړي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۴، ۱۳۹۵ل): د بلجیم حکومت ویلي چې د افغانستان د حکومت سره د شوي تړون پر اساس به هغه افغانان بیرته له هیواده وشړي چې د سیاسي پناه اخیستلو غوښتنې یې نه دي منل شوي.

دغه هیواد ویلي چې د اروپايي ټولني د هغه تړون پر اساس چې د افغانستان د حکومت سره یې کړی، هغه افغانان چې د سیاسي پناه غوښتنه یې نه ده منل شوي، بیرته به په خپله خوښه افغانستان ته ولیږل شي او هغه څوک چې په خپله خوښه نه ځي، دوی به یې په زور وشړي.

د بلجیم د هجرت او کډوالۍ ریاست ویلي چې تېر کال ۲۰۱۶ کې ۲۷۰۰ افغانانو د سیاسي پناه غوښته وکړه چې د اکثرو یې غوښتنې نه دي منل شي او ټاکل شوي چې ډېر ژر به ونیول شي او بیرته به خپل هیواد ته ولیږل شي.

د راپور سره سم بلجیم په ۲۰۱۶ کې ۵۳۰ غیر قانوني کډوال نیولي دي او ټاکل شوې چې ډېر ژر به یې خپل هیواد ته ولیږي.

دا په داسي حال کې چې په کال ۲۰۱۵ کې هم بجلیم ۲۰۳ کډوال بیرته افغانستان ته ولیږل.

باید وویل شي چې د افغانستان د ګډحکومت سره د تفاهم پر اساس اوس اروپايي ټولنه کولای شي چې هغه افغانان بیرته له خپلو هیوادونو څخه وشړي چې د پناه اخیستلو غوښتنې یې نه دي منل شوي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.