طالب بریدګر څرنګه تر حساسو پوځي مراکزو ځان رسوي؟

نن ټکی اسیا – سرمقاله:

تیره چارشنبه طالبانو د کابل په زړه پر یو لړحساسو پوځي مرکزونو خونړي بریدونه وکړل چې له امله یې دولتي ځواکونو ته درانه ځاني او مالي تلفات واوښتل.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان دغسي حساس مراکز د خپلو بریدونو هدف ګرځوي؛ بلکې تر دې وړاندې یې هم په لسګونو ځله په بهرنیو ځواکونو او افغان امنیتي ځواکونو پوري مربوط مهم پوځي او استخباراتي اهداف په نښه کړي او بهرنیو او دولتي ځواکونو ته یې مرګونې تلفات اړولي.

طالبان دا بریدونه د داسې موټرو په وسیله ترسره کوي چې لسګونه ټنه چاودیدونکي توکې ورکې باراو کم ترکمه د ۶ ـ ۷ پلي کسانو لخوا په بدرګه مورد هدف ځای ته رسول کیږي.

پوښتنه داده چې طالبان څرنګه توانیږي په کابل کې د فوق العاده امنیتي تدابیرو باوجود خپل هدف ته ځان رسوي ، هلته عملیات تر سره او په ځینو مواردو کې یې وسله وال بریدګر بیرته روغ رمټ خپلو مرکزونو ته ستانه کیږي؟

کابل عادي ښار نه، بلکې د لسګونو زره بهرنیو نظامي مشاورینو، روزل شویو محافظینوو او په لکونو داخلي ځواکونو لخوا یې د امنیت ساتلو لپاره فوق العاده احضارات نیول شوي.

سړی چې په کابل کې د بهرنیانو او دولتي پوځي او دیپلو ماتیکو مرکزونو په خواو شا کې محافظتي دیوالونه، ګام پرګام نصب شوې مراقبتې کامرې او نورامنیتي ترتیبات ویني فکر کوي دې ځای ته به د هوا مرغه هم د امنیتي ساتونکو له اجازې پرته د ورننوتو جرئت نشي کولای، خو د چارشنبې د بریدونو په شمول له تیرو ۱۶ کلونو راهیسې پرهمدې حساسو مرکزونو باندې د طالبانو ټول بریدونه له متفجره موادو د ډکو موټرونو او د هغوي د وسله والو ګروپي بدرګچیانو په وسیله ترسره شوي چې نه یې بهرني امنیتي مشاورین او نه یې هم دولتي کشفي ارګانونه پر مخنیوي توانیدلي.

د دغه امنیتي معما واقعیت دادی چې نه طالبان د کوه قاف پیریان دي چې امنیتي ځواکونه او مراقبتي وسائل یې د لیدو توان نه لري، او نه هم امنیتي ځواکونو دومره ړانده او بیده دي چې ده سلنډ موټر له چاودیدونکو توک ډک نه ویني؛ بلکې خبره ټوله د نظام په منځ کې د شته فساد ده چې له لوړپوړو چارواکو را نیولې تر امنیتي ساتونکو یو هم نه خپل مسؤلیت ته ژمنتیا لري، او نه خپل حکومت ته؛ بلکې د هغوي ټوله ژمنتیا مادیاتو او د پیسو لاسته راوړلو ته ده هغه چې هرڅوک د هرڅه ترلاسه کولو لپاره ورکړي دوئ یې په خدمت کې او هرډول حساسو مراکزو ته یې د رسیدو تضمین کوي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.