افغانستان

کندهار کې چاودنې درې تنه ملکي وګړي ووژل

نن ټکی آسیا: په کندهار کې د ملکي وګړو پر موټر د سړ ک غاړې ماین چاودنه شوې ،چې درې تنه پکې وژل شوي او یو ژوبل شوی.
د خبر له مخې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په دیکوبار نومي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل وايي، د ولسي وګړو سراچه موټر له سیمې څخه د تېریدا په حال کې و، چې د دیکوبار په سیمه کې پر خښ شوي ماین ختلی او چاودنه پرې شوې ده.
فیصل زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې درې تنه ولسي وګړي وژل شوي او یو بل تن ټپي شوی دی.
ویل کېږي  چې په وژل شویو کې یوه مېرمن او دوه نارینه او ژوبل کس هم نارینه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x