په ۲۴ ساعتونو کې د بمباریو له امله ۶۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۴، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې وویل شول چې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۷۳ نور ټپيان شوي دي.

دفاع وزارت وویل چې یاد عملیات لغمان، ننګرهار، کاپيسا، لوګر، فراه، تخار، بغلان او هلمند ولایتونو کې تر سره شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په را لیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله ورسیدله.

نوموړی وايي چې تېره ورځ د هوايي بریدونو په ترڅ کې په لسګونو هیوادوال چې ښځي او ماشومان په کښي کي دي، مړه او ټپیان شول.

د راپورونو سره سم تېره ورځ د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ، الګۍ بازار ته نیژدې د ملخیلو په کلي کې د بمبار له وجې د دوو ښځو په ګډون ۱۱ تنه مړه شول او ۲ ماشومان ټپيان شول.

په همدې ورځ د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې د عربانو سیمې په کنجغتو غره کې ۳ تنه تنکي ځوانان چې په ښکار بوخت وه، د هوايي بمبار په ترڅ کې ووژل شول.

تېره ورځ په یوه بل هوايي برید کې چې د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په قمګذر سیمه کې تر سره شو، د ۲ ماشومانو په ګډون ۵ تنه ملکیان ووژل شول او ۷ نور ټپيان شول.

ویل کیږي چې په دغه بمبار کې یو شمېر کورونه هم متضرر شوي دي.

په یوه بله پېښه کې چې د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې د ژړ اخندازه زیارت، تپه سعادت، تودنک، سپانزی او د بازار نیژدې غټ کلي سیمو کې پر کورونو او موټرونو بمبار شوی، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه ملکی وګړي وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې وویل چې دفاع وزارت ددومره لویو وحشتونو سربېره ادعا وکړه چې په بمباریو او عملیاتو کې په لسګونو وسلوال وژلي دي.

نوموړي وویل : «اسلامي امارت د دې ترڅنګ چې د امریکایانو د او د هغو د روزل شوو غلامانو دغه  وحشیانه بریدونه په سختو ټکو غندي او دا د عامو افغانانو په وړاندې سترجنایت بولي  چې په قصد سره ملکي خلک او عام کورونه په نښه کوي،  د رسنیو، بشرۍ ادارو او د ملکي تلفاتو په غم انديښمنو ارګانونو ته هم وايي چې د دغوجنایاتو په نشرولو، غندلو او ثبتولو کې خپله دنده ترسره کړي، ترڅو واقعا ښکاره شي چې ريښتیا هم دغو بشري نهادونو ته دانسانانو ژوند اهمیت لري.».

باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دي چې بهرني او دولتي ځواکونو د ملکي وګړو د وژلو وروسته د وسلوالو د وژلو ادعا کوي، بلکې ددې تر مخه یې هم په هلمند، کندز، روزګان او ننګرهار کې د ملکیانو د وژلو وروسته هغوی وسلوال طالبان او یا داعش بللي او خپل عملیات یې بریالي بللي دي.

د فراه ولایت د ولایتي شورا غړو په دغه ولایت کې دملکي وګړو د وژل کېدو خبر تایید کړی او ویلي چې د بالابولک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولتي ځواکونو په بمباریو کې ۸ تنه ووژل شول او ۲۲ تنه نور ټپيان شول.

د فراه ځايي روغتون مسؤولینو هم ویلي چې دوی ته ۲۲ تنه ټپيان رسیدلي چې په هوايي بمباریو کې ټپيان شوي دي.

د فراه والي ویاند ناصر مهري هم رسنیو ته د پيښي تصدیق کړی او ویلي چې د طالبانو سره د جګړې پر مهال یو شمېر کورنیو غوښتل چې له خپلو سیمو څخه بلي سیمې ته کډه وکړي چې د هوايي بمباریو په واسطه په نښه شول او یاده مرګ ژوبله ورته ورسیده.

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې د پيښي اکثره قربانیان ماشومان او ښځي دي، او زیاته کړې چې دوه هلیکوپتر الوتکو د کلیوالو کاروان په نښه کړ چې له امله یې یاده مرګ ژوبله ورسیده.

باید وویل شي چې د ملګرو ملتونو د حقوق بشر ادارې د کلني راپور سره سم د افغان هوايي ځواکونو په بمباریو کې تېر کال زیات شمېر افغانان ووژل شول، په راپور کې راغلي چې افغان ځواکونه ۲۴ سلنه د ملکي تلفاتو مسؤول دي چې اکثره یې د هوايي بمباریو او هاوانونه په واسطه را منځته کوي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.