بګرام ته نیژدې د امریکا بې پلوټه الوتکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۴، ۱۳۹۵ل): د امریکا یوه بې پلوټه الوتکه د بګرام هوايي دګر ته نیژدې غورځېدلي.
په کابل کې د ناټو مطبوعاتي ادارې د پيښي تایید کړی او ویلي چې الوتکه د تخنیکي عوارضو له امله تېره شپه را وغورځېده.

د ناټو ویاند پر خپل ټویټر پاڼه ولیکل: ‎«د امریکا یوه بې پلوټه الوتکه تېره شپه د تخنیکي عوارضو له امله بګرام ته نیژدې وغورځېده، بهرنیو ځواکونو د الوتکې مهمې پرزې تر لاسه کړي دي، په پېښه کې چاته زیان نه دی رسېدلی».

په دې وروستیو کې د افغانستان په مختلفو برخو کې د امریکايي بې پلوټه الوتکو بمبارۍ زیاتي شوي چې له امله یې د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم ورسره زیاته شوې ده.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.