طالبانو د واورو څخه متضرر شویو ته عاجله مرسته وغوښته

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۴، ۱۳۹۵ل): د طالبانو له لوري په یوه تازه نشر شوي خبرپانه کې پر ملي سوداګرو، نړیوالو موسساتو، ملګرو ملتونو او نړیوالو باندي غږ شوی چې د اسلامي او بشري خواخوږي له مخې دي د افغانستان هغو سیمو ته عاجلي مرستې ورسوي چې د واورو او یخ له امله متضرر شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي «د وروستیو ورښتونو او برف کوچونو له امله د ګران  هیواد په بیلا بیلو برخو کې زمونږ یو زیات شمیر هیوادوالو ژوند له لاسه ورکړی، کورونه یې ړنګ شوی  او پدی سخت ژمي کې د ګڼو ستونزو سره مخ دی».

په خبرپاڼه کې دطالبانو جنګیالیو ته هم هدایت شوی چې «د بشري مرستو رسوونکو لوریو لپاره لازم امنیتي تسهیلات برابر کړي تر څو  خپلې بشري مرستې په اطمنان سره ورسوي».

په خبرپاڼه کې هغه سیمي نه دي ذکر شوي کومي چې زیاتي متضرري شوي او عاجلو مرستو ته اړتیا لري، خو د مخکنیو راپورونو له مخې فاریاب ، جوزجان، سمنګان، بدخشان او په شمالي ولایتونو کې ځیني لیري پرتې ولسوالۍ سختي متضرره شوي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.