دیني، سیرت او تاریخ

توره فتنه

عَنْ عُمَيْرِ بْنِ هَانِئٍ الْعَنْسِيِّ قَالَ سَمِعْتُ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ عُمَرَ يَقُولُ كُنَّا قُعُودًا عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ فَذَكَرَ الْفِتَنَ فَأَكْثَرَ فِي ذِكْرِهَا حَتَّى ذَكَرَ فِتْنَةَ الْأَحْلَاسِ فَقَالَ قَائِلٌ يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَا فِتْنَةُ الْأَحْلَاسِ قَالَ هِيَ هَرَبٌ وَحَرْبٌ ثُمَّ فِتْنَةُ السَّرَّاءِ دَخَنُهَا مِنْ تَحْتِ قَدَمَيْ رَجُلٍ مِنْ أَهْلِ بَيْتِي يَزْعُمُ أَنَّهُ مِنِّي وَلَيْسَ مِنِّي وَإِنَّمَا أَوْلِيَائِي الْمُتَّقُونَ ثُمَّ يَصْطَلِحُ النَّاسُ عَلَى رَجُلٍ كَوَرِكٍ عَلَى ضِلَعٍ ثُمَّ فِتْنَةُ الدُّهَيْمَاءِ لَا تَدَعُ أَحَدًا مِنْ هَذِهِ الْأُمَّةِ إِلَّا لَطَمَتْهُ لَطْمَةً فَإِذَا قِيلَ انْقَضَتْ تَمَادَتْ يُصْبِحُ الرَّجُلُ فِيهَا مُؤْمِنًا وَيُمْسِي كَافِرًا حَتَّى يَصِيرَ النَّاسُ إِلَى فُسْطَاطَيْنِ فُسْطَاطِ إِيمَانٍ لَا نِفَاقَ فِيهِ وَفُسْطَاطِ نِفَاقٍ لَا إِيمَانَ فِيهِ فَإِذَا كَانَ ذَاكُمْ فَانْتَظِرُوا الدَّجَّالَ مِنْ يَوْمِهِ أَوْ مِنْ غَدِهِ . 

(اخرجه أبو داود وأحمد وصححه الحاكم وأقره الذهبي )
 
ژباړه اوخلاصه : 
 
عمیربن هانی وایې ما له عبدالله بن عمر نه اورېدلې دې هغه ویل : موږ له سول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو، ده د فتنو یادونه وکړه او دفتنو په اړه یې خبرې اوږدې کړې تردې دې پورې چې د احلاس فتنه یې هم یاده کړه ، یوچا ورته وویل : یارسول الله ! داحلاص فتنه څه ډول ده ؟(داوښ له کتې لاندې یوه ټوټه وې هغې ته حلس وایې یعنی دافتنی به هم ضرورې اواوږده وې )رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : په دې فتنه کې به خلک دفتنواو دښمنیوله کبله له یوه بل نه منډې وهې اودخلکو مالونه به لوټل کېږې .بیا به د خوشالې او خوندونو فتنه رامنځته شې یعنی خلک به اباد او په نعمتونوماړه شې او له دې کبله به ګناهونه اومعصیتونه زیات شې دافتنه به دیوه داسی سړي له پښو راپورته شې چې هغه به زما له کورنی نه وې دا کس به په دې فکر وې چې دی زما دوست او ولي دی خو دا  زما دوست او لي ندی زما دوستان او ولیان متقیان خلک دې . بیا به خلک په یوداسې کس باندې سوله وکړې او رایوځای به شې چې هغه به دېر کمزوری وې بیا به یوه داسې بدمرغه توره فتنه را شې چې ددې امت فرد فرد به په څپېره ووهې اوهیڅوک به یې له شر نه خوندې نشې پاتې کله چې وویل شې دا فتنه ختمه شوه هغه به نوره هم اوږده شې .سهار مهال به یوکس مسلمان وې او ماښام ته به کافرشوی وې . تردې پورې چې خلک به په دووډلو ووېشل شې : یوه به د ایمان ډله وې او هیح نفاق به نه وې پکې او بله به دنفاق ډله وې هیڅ ایمان به نه وې پکې کله چې دا حالت ر ا ورسېږې نوپه هماغه ورځ یا په سبا یې د دجال انتظارکوئ 
 
 
شرحه : 
 
الاحلاس د حلس جمعه ده او حلس هغې ټوټې ته ویل کېږې چې داوښ له کتې مخکې هغه داوښ پرشا باندې اچول کېږې یعنی دا ټوټه له اوښ سره نږدې اولازمه وې نودې فتنې ته هم ځکه دا نوم ورکړل شو چې هغه به هم خامخا راتلونکې وې اووپه دې فتنه کې به هرب اوحرب وې ددې دوو توروپه اړه دابوداود شارحین وایې :هرب د دښمنیو اوجګړو له کبله له یووبل نه تښتېدل او دخلکو مالونه لوټل په دې روایت کې د فتنه السراء یادونه هم شوې ده او السراء ډېرونعمتونه ته ویل کېږې اوپه نعمتونوسره خلک خوشاله وې ددې فتني په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې :دَخَنُهَا مِنْ تَحْتِ قَدَمَيْ رَجُلٍ مِنْ أَهْلِ بَيْتِي یعنی دا فتنه به زما د کورنې د یوه کس له لاسه ولاړېږې !! 
 
ډېره شونې ده چې په دې فتنه کې په عربوکې د نفطو پیداکیدلوته اشاره وې نن عرب دنفطوپه سر په خورا ډېرو نعمتونواو مستیو کې دې خو که ځېر شو دهمدي نعمتونو او خوشالیو له کبله په عربو کې بېخې زیاتې بداخلاقی او بېلارې رامنځته شوې دې ! 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وینا سره سم فتنه السراء به دده دکورنۍ دیوه فرد 
له لاسه راولاړېږې هغه به دا فکر کوې چې دی سید او اغادی او له همدې کبله دسول الله دوست او ولې دی خو رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: زما دوستان متقیان دې . 
 
په دې سره دسیدانو او دهغوی د پلویانو داخبره هم باطله شوه چې دوی وایې نسب ښمر رسوې نسب هیڅ ښمر نه رسوې بلکې دنسب څښتنان لا زیات مکلفیت لرې . 
په حدیث کې راغلې دې چې بیا به خلک به یوه کمزورې سړې زایوځای شې : کورک علی ضلع . ورک په عربی کې له ورانه برې برخې ته وایې او علی ضلع یعنې په پوښتۍ باندې دا دعربې ژبی یو متل دی عرب وایې :کف علی ساعد یعنی لاس په مړوند پورې دا دواړه متلونه په ترتیب سره د کمزوري او بیاوړتیا له پاره کارول کېږې پوښتۍ یوکمزورۍ شی  دی په هغه باندې ورک نشې تم کېدلی نودا متل د کمزوري له باره کارول کېږې . 
 
به حدیث کې دفتنه الدهیماء یادونه شوې ده یعنی سپېره او تکه توره فتنه ددې فتنې صفتونه داسې بیان شوې دې : لَا تَدَعُ أَحَدًا مِنْ هَذِهِ الْأُمَّةِ إِلَّا لَطَمَتْهُ لَطْمَةً فَإِذَا قِيلَ انْقَضَتْ تَمَادَتْ يُصْبِحُ الرَّجُلُ فِيهَا مُؤْمِنًا وَيُمْسِي كَافِرًا حَتَّى يَصِيرَ النَّاسُ إِلَى فُسْطَاطَيْنِ فُسْطَاطِ إِيمَانٍ لَا نِفَاقَ فِيهِ وَفُسْطَاطِ نِفَاقٍ لَا إِيمَانَ فِيهِ فَإِذَا كَانَ ذَاكُمْ فَانْتَظِرُوا الدَّجَّالَ مِنْ يَوْمِهِ أَوْ مِنْ غَدِهِ 
 
 
(۱) ددې امت هر فرد په دې فتنه اخته کېدل . 
(۲) خلک به فکر کوې فتنه ختمه شوه هغه به نوره هم اوږدېږې . 
(۳) یوکس به سهار مسلمان بېګاته به کافر شوی وې . 
(۴)په دوه ډلو به خلک ووېشل شز نګه مسلمان اونګه منافقان . 
 
دا حالات نن شته او نن مسلمان امت فردفرد په دې فتنه کې را ګېردی خلک فکر کوې دا حالات به سم شې خو حالات هره ورخ مخ برځوړ روان دې پرېمانه داسې خلک لېدل کېږې سهار مسلمان ماښام دکفر په کتار کې ولاړ وې او په دوو ډلو د خلکو د ویش په اړه زه څه نشم ویلی او دا هغه حالت ده چې له دې وروسته به د دجال انتظار کوو الله مو دې په دې فتنو کې خوندې وساتې او الله مو دې پر ایمان ثابت لرې .
 
حامد افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx