ځوانيمرګ (لنډه کيسه)

حسن خان احسان
شپه سبا شوه، دسهار سپېدې وچاودلې، په ونـــو کې د مرغانو چڼهار زیات شو، په لرګینو ناوو ناستو چرګانو اذانونه وکړل، د کلا په یو کونج کې کارغه د کاغ کاغ نارې وهلې.

اجمل ۱۳ کلن وو، په خام عمــر ورباندې زیات تکلیفونه تېرېدل، له خدای ج او زړې بوډۍ مور نه پرته هیڅ یې نه درلودل، د اوړي لنډې شپې وې،

ګرمۍ زیاته وه، خوب ښه نه پوره کېده،
سپین ســرې مور یې دا شپه ښه په خوب ویده شوې وه،

اجمل زوی یې د کارغه په کاغ کاغ ناره دخوب نه را کېنوست، د لمانځـــه لپاره د کلي جماعت ته لاړ، د لمونځ له ادا وروسته کورته راننوت، په بیړه دمور کوټې ته راغی مورکۍ یې په لمانځه ولاړه وه، کله چې یې لمونځ خلاص کړ مورکۍ ته یې وویل:ادې ! وه ادې !

نن چای نه څښم لیږه ګرمه مړۍ راکـــړه! نن د خان کاکا دغــو باغ ته د بېل وهلـــو لپاره ځم، دوه ورځې کار دی، ښه روزانه راکوي.
مورکۍ په ستړي زړۀ بې ځوابه پاتي شوه،زړه یې نه کېده، د اجمل په تنکي او زلمکي کې چارو، سختۍ، خوارۍ او غریبۍ یې نیم عمــر خوړلی ؤ، په جګه ساه یې غږ کړ: اجملـــه زویه ! وه اجملیــه! مور دې له تا قربان شي!

راشه یو غړپ چای وڅښه بیا ولاړ شـــه!
د اجمل بیړه زیاته وه.

ـــــ نه نه! مورکۍ! ځم ناوخته دی! که لیږ نور ناوخته شم او چای څښل پیېل کړم شاید د نیمې ورځې پیسې رانه ګرځوي!
د مور یې په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې، په نیم غـــږ یې ورته وویل: راځه! خدای به مو وساتي! خدای (ج ) خو داسې نه دی

لکه بنــده!
د اجمل زړۀ صبر نه کاوه د مور لاس یې مچ کړ: مـــور کۍ دوعا کــوه ! دوه یا درې ورځي کار دی، لیږې پیسې پیدا کېږي، د ژمي لپاره به لیږ اځوغ، اوړه، او ستا د دوا ( درملو ) پیسې به پیدا شي لیږ به مو خوله او لاس ســره وچلېږي، رب خو مهربان دی!

اجمل له کوره ووت، د خان کاکا باغ ته یې ځان ورساوه،
د خان کاکا باغ لېري دغره په ډډه کې وو.

اجمل به له سهاره تر مازدیګره په ۵۰۰ کلــدارو کرۍ ورځ په سره لمر کې په باغ کې بېل واهه، دشپې له خوا به کور ته نه ستنېده، په باغ کې به یې شپه وه.

ډېر ستړی ستومانه ؤ، د اوړي لمــــر یې رنګ تک تور کړی ؤ،د خان زامنــو به تورکی باله.

درې ورځې یې دباغ بېل پوره کړ، خان کاکا جمله ۱۵۰۰ کلداري ورکړې.

په خوشحالۍ د کلي بازار ته ولاړ د کور لپاره یې سامان او د مورکۍ لپاره یې دوا( درمل ) واخیستل، د کلي له بازار نه د اجمل دغو تر کوره موټر پینځوس روپۍ غوښتې موټر یې په کرایه ونیو، ماښام ناوخته کور ته ورسېده، د مور یې مرض زیات شوی ؤ د اجمل په چاود چاود مخ، سپېرو لاســـو، شکېدلو تڼیو یې خبرې په ستوني کې بندې شوې، مور یې ډېره ضعیفه شوې وه اجمل ټوله شپه په ویښه ورسره تېره کړه.

سهار یې د کلي کلینیک ته ورســوله ډاکترانو خدایسته ښه د زړه د اخلاصه ورســره همکاري وکړه.

هر کلیوال د اجمل په ستړي ورځ او غریبۍ زړونه بد وو،

د مور یې د زړه ناروغـــي وه ډاکترانو ځواب ورکړ چې دا به کوم بل هیواد ته وړئ! دلته یې علاج نه کېږي، اجمل د دې خبرې په اورېدو ســره سترګې له اوښکو ډکې شوې، بل هیواد ته د علاج لپاره یې له خدای( ج ) نه پرته هیڅ نه لرل.

کلیوال به یو او بل ته په غوږ شول: اجمل لېونی دی! زړه ختمه ده هیڅ هم پکې نشته !

راځئ ! خپل کور یې ورته ښه دی چې کور ته یې ورسوو! چا به څه ویل چا به څه!

د اجمل د زړۀ نه یو خدای( ج ) خبر ؤ، کلیوالــو یې موټر راوست، د اجمل مورکۍ یې کور ته ورسوله، د کلې ټولې سپین سرې یې پوښتنې ته راتلې، چا به د کوم زیارت خورده ورکوله، چا به ورته د پورته کلي د ملاصاب تعویذ راوړی ؤ، چا به ورته د مشــرې انا کپۍ راوړې وه، همدا یې په وس او توان وو.

نیمه شپه شــوه مورکۍ یې ناره کړه: اجمله زویه!

وه اجمله!

ساه یې بنده بنده کېده، رنګ یې بدل شو، کلمه یې وویله.

د اجمل له نارې وروســـته یې روح حق تعالي ته وسپاره او اجمل یې د تل لپاره له سېوري نه بې برخي شو.



یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    ښکلی قیصه وه ، داسی قیصو ته زما زړه نه ټینګیږی تل ورته له اوله تر اخره ژاړم په ځانګړی ډول هغه جملی چه ډیری تراجیدی او دمظلومیت وړاندګی پکی ځلیږی . دا قیصه هم د مظلومیت قیصه وه ، ماته به دی هم ژړا راځی چه تر څو به زمونږ د مسلمانانو او ټول مظلوم بشریت همدا مظلومیت ، فریادونه وی ، څوک د ګرمیو، څوک د سړو ، څوک د لوږو ، څوک د نشه توکو ، څوک د ماهیانو او مرغانو خوراک شول ، څوک د نړیوال دجالی استعمار په توبو او بمپاردو ، څوک په زندانو او څوک د تش په نامه خپلو غلامانو او لویانو له خوا د د ایمی مرګونو او دردونو سره مخ یو .
    که وایو چه مشر تابه نه لرو هم ناسمه ده ، هغه دی د ځان او مال په قربانیو د قربانیو په ډګر کی قربانی ورکوی، دا مو د خوشالیو زیری دی چه بی هیلی نه یو د صبا به هیله یو چه دا تاریکه او د غمونو ډکه شبه به یوه ورځ خامخا رڼا کیږی مګر څه وخت ؟ مونږ به زوندی یو او که مړه ؟
    یوه تصحیح :
    ستاسی د لیکنی د عنوان نوم وو ځوانیمرګ ، ما ویل که د هغه پوډی خوارکی زوی ( اجمل ) ته به څه پیشیږی ، ځوانی کی به مړ کیږی یا وژل کیږی ، اخره کی مو ولیدل چه د هغه مور مړه شوه د هغه مور ځوانه نه وه نو ستاسی د لیکنی عنوان د قیصی سره سمون نه لری

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.