د ملتونو په استحمار کې د رسنیو رول

لیکوال: عبدالرحیم مطمئن

رسنۍ د ملتونو ژبه ده او ژورنالیزم یو سپیڅلی نوم دی، همدا راز د معلوماتو رسول تر خلکو په ریښتوني توګه سپیڅلې دنده ده. خو افسوس چې دلته دا ژبه د دښمن په لاس کې ده او په خپله ګټه یې خوځوي.

د لیکنې عنوان تریخ دی؛ خو متاسفانه چې حقیقت هم همدومره تریخ دی، استعمار تل هڅه کوي لومړی ملتونه مستحمره کړي بیا یې مستعمره کولای شي، تر مستحمره کولو مخکي استعمار ناشونی دی، دا کار له بیلا بیلو لارو څخه پرمخ وړل کیږي، د اقتصاد له لارې، له فرهنګي لارې، د نصاب له لارې د رسنیو له لارې او ….
خو دلته یې موږ د لیکنې د اوږدوالي په خاطر په یوه اړخ ( غږیزو او انځوریزو رسنیو) تمرکز کوو.

ښه دا ده چې له نورې نړۍ تیر شو خپل هیواد ته به راشو، ځکه نږدي واقیعتونه سړی ښه درک کولای شي، د امریکا له پوځي اشغال سره سم په ګران هیواد د امریکا له لوري فرهنګي یرغل هم پیل شو، چې لویه برخه یې رسنۍ پر مخ وړي، امریکایانو له اشغال څه موده مخکي د افغان امریکایي “زلمي خلیل زاد ” په مشوره د اورپا ازادې راډیو پښتو څانګه پرانیستله او ستیشن به یې په B52 کې ګرزاوه، د طالبانو د حکومت په خلاف او د دیموکراسۍ د پلي کولو لپاره یې پکې پراخ تبیغات کول. امریکا غږ هم له پنځلسو دیقیقو او نیم ساعت څخه ۱۲ ساعتونو ته وغځول شوه، BBC څلرویشت ساعته شوه. په تیرو پنځه لسو کلونو کې یادو رادیوګانو د امریکا په ګټه د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف پراخ تبلیغات وکړل، حقایق یې تحریف کړل، په درواغو خبرونه یې نشر کړل او په پراخه کچه یې اسلامي شعایر تر برید لاندې ونیول، مدرسې، جوماتونه، علماء او مخور یې بدنام کړل. د دوی ټوله هڅه د دیموکراسۍ تحقق او د بنسټ پالې اسلام له منځه وړل و او دي.

د امریکایانو له راتګ سره سم پراخ تلویزوني چینلونه فعال شول، چې په سر کې یې د “سعد محسیني ” تر مشرۍ لاندې د ( موبي) ګروپ دی، چې له اسرائلو څخه تمویلیږي، طلوع نیوز، طلوع، لمر تلویزیون، ارمان او اراکوزیا یې رادیویي څانګې او کابورا پرودکشن یې د بهرنیو لغړو سریالو د ژباړې او دوبلې برخه ده. یو/ یک تلویزون، شمشاد، خورشید، اریانا، تمدن آینه …. هغه رسنۍ دي چې تل یې د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف خپرونې کړې او د هر ډول ژورنالیستیک نورم په نظر کې نیولو پرته یې حقایق تحریف کړي او تر ټوله ډیره فحشا همدوی خپره کړې. په دې برخه کې د لغړو بهرنیو سریالونو زیان تر نورو زیات چې د ساري په توګه یې لاندې سریالونه د یادونې وړ دي.

لغړ سریالونه: تولسې هغه هندي سریال و، چې په لومړي ځل د طلوع له لوري په دري ژبه او بیا د همدې ګروپ لمر تلویزیون په پښتو ژبه خپور کړ. یاد سریال د ټولو اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف او د هندي کلتور راړولو لویه پروژه وه. د دې سریال هدف د کورنیو تر منځ د شخړو ډیرول، بت پرستۍ ته میلان، د ښځې له میړه څخه طلاق اخیستل، د زوی پلار، مور او لور تر منځ د تاوتریخوالي ترویج او همدا راز په ټولنه کې د بد اخلاقۍ او جنسي تیریو دود کول وو. چې په خلاف یې د پارلمان وکیلانو، وزیرانو، علماؤ مخورو او مختلفو کسانو غږ اوچت کړ، خو هیچا یې هم په وړاندې څه نشو کولای. آن د وخت جمهور رئیس حامد کرزي د میډیا له لارې خپله بې وسې ښکاره کړه ( چې یاد سریال د بهرنیانو د فشار له امله نشي بندولی ) سریال هیچا بند نه شو کړای، مګر سرته ورسید. دې ته ورته د اریانا له لوري د ” ویدیا ” د یک له لوري “حرم سلطان ” د لمر له لوري د “نیمګړې هیلې، مدهو بالا ” د شمشاد له لوري د “سلګۍ” او نورو ډیرو چینلونو له لوري خپریدونکي لغړ بهرني سریالونه هغه څه دي، چې د ټولنې په فساد کې یې لویه ونډه درلودلې ده او د یوې بهرنۍ پروژې په شکل مخته وړل کیږي.

همدا راز په سیاسي برخه کې د طلوع له لوري خپریدونکی د ” ودای گورگها ” د خورشید له لوري “گروه ویژه ” او د شمشاد له لوري د ” درې مورچل ” هغه سریالونه دي، چې بیله قتل و قتال، اختطاف، غلا، په پوډرو روږدي کول، ادارې فساد او اخلاقي بیلارۍ څخه بل پیغام نلري، ددې ټولو سریالونو ډیری د جمعې د لمانځه په وخت کې دي چې زرګونه څه چې لکونه خلک یې له جمعې محروم کړي دي.

ډرامې او سندرې: په دې برخه کې هم ټولې رسنۍ فحشا خپروي، په ډرامو کې د ځوانو نجونو استخدام او بیا هغه حرکات ترسره کول چې اسلامي خو لرې خبره ده، د افغاني کلتور عنناتو او رواجونو سره هم په ټکر کې دي، ښه مثال یې د یک تلویزیون د ” شبخند ” پروګرام دی. سندرو ته خو هر چینل ځانګړی وخت لري له ځوانو ښځینه سندرغاړو ( ډمانو ) سره مرکې وخت په وخت یې د تلویزوني خپرونو ته رابلل خنداګانې او مسخرې هغه څه دي چې د هیڅ مسلمان افغان ضمیر به یې ونه مني.

ستاره افغان: چې په حقیقت کې ( ستاره شیطان ) ده، د موبي ګروپ / طلوع تلویزیون له لوري خپریدونکې هغه خپرونه ده چې د ټولنې په فساد کې يې نقش تر نورو ټولو هغو ډیر بارز دی، دا خپرونه د پنځو داورانو چې څلور یې نارینه او یوه یې ښځینه چې د هیواد په کچه تر ټولو فاحشه ښځه “اریانا سعید ” ده او یو ویاند لخوا په مخ وړل کیږي، د دې خپرونې له لارې ځوان سندرغاړي او ځوانې سندرغاړې د ټاکنو له لارې جذبیږي چې بیا همدلته د ډمتوب په اوسنۍ اصطلاح هنرمندي لارې چارې زده کوي….. ځوانان او ښځې بې حجابۍ ته هڅوي، دې خپرونې په حقیقت کې میلیونونه خلک له کاره ایستلي او د هیواد په کچه د فحاشۍ تر ټولو ستره اډه ده…. د هیواد له هر فرد مو دا هیله ده چې د فحشا د دې ستر مرکز په بندولو کې خپله هڅه ونه سپموي!!!

د هیواد په کچه یادې او نورې رسنۍ ډیرې داسي کړنې کوي چې قلم یې په لیکلو شرمیږي…

دا ټولې رسنۍ په مستقیم او غیر مسقیم ډول د امریکا د انکشافې ادارې USAID چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې CIA څانګه ده له لوري تمویلیږي، تر څو دوی وکولای شي د رسنیو له لارې د افغانستان د خلکو فکر یرغمال کړي او دوی د خپل سلګونو کلونو استعماري او تنصیري پلانونه په ډاډه زړه پر مخ بوزي.

د بشپړ ازاد او په اسلامي زیور پوښلي افغانستان په هیله.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.