افغانستان

هرات کې لسګونه ماین پاکان تښتول شوي

نن ټکی آسیا: د افغانستان د لویدیځ  هرات ولایت امنیتي چارواکي وايي،چې د دغه ولايت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د نا پېژانده وسله والو له خوا د ماين پاکۍ د یوې مؤسسې له شپېتو ډېر کارکوونکي تښتول شوي دي.

د پښتون زرغون ولسوالۍ سرپرست راشدو حيدي په خبره، د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ د ماين پاکۍ يوې موسسې له ۵۰- ۶۰ پورې کار کوونکي نن سهار نږدې اوه نيمې بجې د ناپېژانده وسله والو له خوا تښتول شوي دي.
ویل کېږي، چې تښتول شوي ټول کسان د هیلو ټرسټ په نوم مؤسسې کار کوونکي دي.
په ورته وخت کې د هرات امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي هم د ماين پاکۍ موسسې د ځينو کارکوونکو د تښتونې پخلى کوي،خو د هغوى کره شمېره يې څرګنده نه کړه او د دوى د موسسې نوم يې هم نه دى اخيستى.
احمدي له تښتوونکو سره د امنيتي ځواکونو د نښتې خبر ورکولو ترڅنګ هيله څرګنده کړه، چې دغه کارکوونکي ډېر ژر را خوشي شي.
تر دې مهاله د یادو تښتول شویو کسانو د تښتولو مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x