اوباما او ټرمپ

ټرمپ اوباما وښکنځی او خطرناک تور یې ور پوري کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۴، ۱۳۹۵ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پخوانی ولسمشر باراک اوباما ناروغه او بد سړی بللی دی.

نوموړی پر خپل ټویټر پاڼه پر اوباما تور پوري کړی چې د ولسمشرۍ لپاره د انتخاباتو پر مهال یې پر ده جاسوسي کړې ده او د ده تلیفون یې تعقیب کړی دی، خو څه په لاس نه دي ورغلي.

نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه ولیکل: «اوباما څومره ټیټ تللی دی، تر دې چې د انتخاباتو په مقدسه پروسه کې یې زما تلیفون ریکارډ کړ، دا لکه د نیکسن (پخوانی ولسمشر) د واټرګېټ فضیحت، بد (یا ناروغه) کس.»

په یوه بل ټویټ کې نوموړي ولیکل: «ګمان کوم چې ښه تکړه وکیل به وکولای شي چې له دغې موضوع په محکمه کې ښه قضیه جوړه کړي، اوباما په اکتوبر میاشت کې تر انتخاباتو لږ مخکې زما تلیفون ثبتوی.»

په یوه بل ټویټ کې ولیکل: «ډېر بد! همدا اوس راته معلومات وشول چې اوباما په ټرمپ ټاور کې زما تر کامیابۍ لږ مخته زما تلیفون ثبتوی.»

باید وویل شي چې ټرمپ د دې تر مخه هم پر اوباما تور پوري کړی وو، چې په امریکا کې د ده پر خلاف د مظاهرو تر شا د پخواني ولسمشر باراک اوباما لاس دی.

د اوباما په اړه د ټرمپ وروستنیو ټویټونه یو ځل بیا بحثونه را پارولي دي او ټرمپ هم د دغه تورونو په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی چې له امله یې ضد او نقیض تبصرې کېږي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.