ارشيف

د سوریې یوه جیټ الوتکه په ترکیه کې غورځېدلې / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۴، ۱۳۹۵ل): د ترکیې رسنیو د لومړي وزیر بن علي یلدیریم له خولې نن د شنبې په ورځ ویلي چې ګمان کیږي د سوریې یوه جیټ جنګي الوتکه د ترکیې پر ځمکه غورځېدلې.

نوموړي ویلي چې د ترکیې ځواکونو په پیلوټ په سي پلټنه پیل کړې ده او په اړه یې ګمان کیږي چې د ترکیې پر ځمکه به هغه هم ژوندی غورځېدلی وی.

نوموړي وویل چې تر اوسه جوته نه ده چې الوتکه ولي غورځېدلې.. «کیدای شي د خرابي هوا له وجي وي».

یوه بل چارواکي ویلي چې د ترکیې ځواکونه د الوتکې د غورځېدو ځای ته رسیدلي دي او داسي ښکاري چې پیلوټان یې روغ وتلي دي.

د رویټرز خبري اژانس ویلي چې د سوریې یوه جیټ جنګي الوتکه چې نوعیت یې میګ-۲۳ دی، په اړه یې ګمان کیږي چې د سوریې به وي، د ترکیې سره په نیژدې حدودو کې غورځېدلې او پيلوټ یې روغ له الوتکې غورځېدلی دی.

بلخوا د احرار الشام په نامه یوې وسلوالي ډلې د سوریې د جنګي جیټ الوتکې د را غورځولو مسؤولیت منلی دی او یوه ویډیو یې خپره کړې چې جیټ الوتکه په کښي ښکاري او له ځمکې هدفیږي خو د الوتکې د غورځېدو صحنه نه لري.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.