افغانستان

په نورستان کي یو شمیر ټاکنیز مرکزونه د نا امنی له امله تړل شوي

د نورستان کامدیش برګمټال او وانټ وایګل ولسوالۍ کي شاوخوا شل انتخاباتي سایټونه خوندي نه دی

د نورستان والي تمیم نورستاني په پارون کي د امریکا هیواد یو شمیر استازو سره په دی اړه ناسته درلوده

تمیم نورستانۍ وايي چي د نورستان له سلو د زیاتو ټاکنیزو مرکزونو څخه به یی په شاوخوا شلو مرکزونو کي انتخابات ترسره نه شي

نوموړی په یادو مرکزونو کي د ټاکنو د نه ترسره کیدو لامل نا امني په ګوته کوي او وايي چي په کامدیش برګمټال او وانټ وایګل ولسوالۍ کي طالبان ځواکمن دي او دوي نه شي کولاي د ټاکنو د مرکزونو امنیت خوندي کړي

بل پلو د نورستان د ټاکنو ولایتي مسول عزت الله وایي چي په تیرو څو میاشتو کي انتخاباتي کارونه په سمه توګه پرمخ تللي خو په شمیر سیمو کي نا امني رڼو ټاکنو په وړاندي خنډ ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نماینده جنرال لیوز وویل چي دوي په نورستان کي د ټاکنو د ښه ترسره کیدو لپاره مرسته کولای شي  دده په خبره چي په نورستان کي امنیتي ځواکونه ځواکمن دي او امنیت خوندي ساتلي شي خو بیا هم د ضرورت په وخت دوي مرسته کولاي شي

د یادولو وړ ده چي د نورستان د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کي طالبان شتون لري او هڅه کوي تر څو په نورستان کي د ټاکنو مخه ونیسي

زرداد شینواري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x