دفلکي علومو لارښود (20) دلمر دمسار او 12 بروجو پېژندنه

مفتي احسان الله

دایره بروج (zodiac ):

زمکه او لمر په فضا یا تشیال کې موجود دي، اسماني کره له دوی نه په ډیر لوی واټن کې واقع ده، زمکه چې دلمر پر شاوخوا سفر کوي، هغې ته دزمکي مدار وايې، ددې مدار پر برابر پر اسماني کره باندي جوړي دایرې، ته دایره بروج یا منطقه بروج ویلکیږي.

دا شان لمر هم په ظاهره دزمکي شاوخوا حرکت کوي، دا دلمر مدار دی، او ددې پر برابر پر اسماني کره باندي جوړي دایرې ته، اسماني دایره بروج وايې.

فایده:

دایره بروج مستوی هم دزمکي دکرې په شان له اسماني خط استوا سره د 23.5° درجو زاویه جوړوي.

فلک پوهانو اسماني کره دبروجو په اعتبار سره دستورو پر 12 ټولیو وېشلي ده، هره ټوله له 30 درجو جوړه ده، چې مجموعي يې 360 درجې کیږي، هره ټولۍ یو بروج دی، نو ویلای شو چې ټول ټال 12 بروج دي، لمر په هر برج کې 30 ورځي یا 30 درجې سفر کوي، یعني هلته دکال یوه میاشت پوره کوي، دلمر په دې بروجي حرکت سره شمسي کال منځ ته راځي، او دا دلمر منازل هم بللکیږي، او دې ته بروجي منطقې هم وايې.

فایده:

بروجي منطقې دمسار شمس (دلمر کالنی مدار، یا کالنۍ لاري ته مسار شمس ویلکیږي) خواوشا 9 درجې دشمال او 9 درجې دجنوب لورته پر 18 درجو باندي واقع دي.

فایده:

قدیم فلک پوهانو داسانۍ لپاره دستورو دمجموعو لپاره ځانګړي نومونه غوره کړي، ابو علي عبد الرحمن بن الصوفي په خپل مشهور کتاب (ارجوزة الکواکب) کې دستورو نقشي دحیواناتو دعکسو نه جوړي کړي دي، پر مسار شمس باندي واقع 12 بروجونه هم دحیواناتو په نومونو سره نومول شوي دي، لکه برج حمل، برج ثور، برج جوزا؛ برج سرطان، برج اسد، برج سنبله؛ برج میزان، برج عقرب، برج قوس؛ برج جدي، برج دلوه او برج حوت.

په دغو ټولو برجونو کې ټول ټال 346 ستوري موجود دي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.