زاخېلوال: که لارې خلاصې نه شي، د افغانانو د انتقال لپاره به د ځانګړو الوتکو غوښتنه وکړم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۵، ۱۳۹۵ل):په پاکستان کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال د افغانستان او پاکستان تر منځ د تړلیو لارو په اړه په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې که په راتلونکو دوه ورځو کې د تورخم لاره د مسافرو پر مخ خلاصه نه شوه، د کابل څخه به د ځانګړو الوتکو غوښتنه وکړl تر څو بند پاته افغانان خپل هیواد ته انتقال کړي.

نوموړي ویلي چې ما د بند, پاته افغانانو لپاره د لارو د خلاصون لپاره د سرتاج عزیز سره خبره وکړه، او ورته واضحه مي کړه، که چیري داسي یو کار وشي، ستاسو لپاره به «ښکلی تصویر» ونه اوسي.

نوموړي وویل چې د پاکستان چارواکي وايي چې د تورخم او سپین بولدک له لاري «تروریستان» را اوړي، دا هیڅ توجیه نه لري، ځکه چې پر دغه لارو ښه ډیر پوځیان او امکانات شته چې د تروریستانو مخه نیولای شي.

نوموړي وویل چې د لارو بندېدا بل هیڅ هدف نه لري بېله دې چې عادي افغانانو ته ضرر ورسیږي.

د زاخېلوال هغه څرګندوني چې پر خپل فیسبوک پاڼه یې خپري کړې، نور وضاحتونه هم لري چې په لاندي ډول دي:

«دلارو په اړوند ددوستانو پیغامونه بیا او پر ځای زیات شوی چی غوښتنه د وروستیو معلوماتو کوی. متاسفانه زه بیا هم غیر لدی چی د خپلو هڅو په اړوند ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ او خبر درکړم د لارو د پرانستو په اړه ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ نشم درکولای. د چهارشنبی په ورځ د ECO کنفرانس د ولسمشرانو په غون‌‌‌‌‌‌ډه کی می د وعدی مطابق د پاکستان په لومړی وزیر نواز شریف غږ وکړ چی د لارو تړل هیڅ توجیه نلری او همدارنګه د یادی غون‌‌‌‌‌‌ډی د روحیی او موخو سره په ټکر کی دی او باید سمدستی یی د خلاصولو لارښوونه وکړی. د پنجشنبی په ورځ می بیا د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ته یاده کړه چی لږ تر لږه د هغو مسافرو پر مخ چی دی خوا بند پاتی دی لاری پرانیزی چی پدی اړه یی کلکه ژمنه وکړه چی دا کار به وشی. نن غرمه می سرتاج عزیز بیا ولید او راته ویی ویل چی ده ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکول شوی ‌ؤ چی لدی خوا مسافرو پرمخ لاری خلاصی شوی دی. ما ورته وویل چی دا رښتیا نده – د نوموړی په مخ کی د تورخم سره په اړیکه کی شوم چی ویی ویل لاری د پخوا په څیر بندی دی. ما ورته وویل چی که په راتلونکو دوه ورځو کی لدی لوری لاری خلاصی نشی نو زه به له کابل څخه د بندو مسافرینو د انتقال لپاره د ځانګړو پروازونو غوښتنه وکړم چی دددوئ لپاره به ښکلی تصویر ونه اوسی. البته د کابل څخه می وخته دداسی پروازونو غوښتنه کړی. پاتی دی نه وی چی دلته د پاکستان د سیاسی مشرانو سره هم مسلسلی ناستی لرم چی د پورتنۍ موضوع په اړه خپل مسولانه دریځونه روښانه کړی. پدی لړ کی می په تیرو څو ورځو کی د ښاغلو آفتاب احمد خان شیرپاو، اسفندیار ولی خان، سراج الحق، عمران خان او نورو سیاسیونو سره تفصیلی ناستی لرلی. پدی اړه اکثرو لرو پښتنو مشرانو خپل دریځونه په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړی. عمران خان می نن ماسپښین ولید او ویی ویل چی د نورو سیاسی مشرانو په څیر به نوموړی هم پخپل حکومت غږ وکړی.»



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.