د نن سرلیکنه

نه توجیه کیدونکی جنایت – سرمقاله

نن ټکی آسیا – سرمقاله: تیره ورځ د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې يو اووه کلن ماشوم د ملي اردو ځواکونو په مخامخ ډزوکې په ډیره بیرحمانه  توګه  ووژل شو .

دا پیښه هغه وخت را منځته شوه چې کله یاد ماشوم په سيمه کې دملي اردو پوځيانو ته د سلام په دود لاس پورته کړ، خو هغوئ ېې د معصومانه سلام ځواب په ډزو ورکړ او  هغه یې  د خپل ځان په وینو ولمباوه .

دغه زړه بوږ نوونکی جنایت د یوشمیر کورنیو خبریالانو په مخ کې  تر سره شوی  اوهغوئ   د پیښې  د حاضرو شاهدانو په حیث لومړني کسان ول چې د پیښې په اړه یې خپلو اړونده رسنیو ته  راپور ونه چمتو کړل. دغه ډول جنایات او پیښې به نورکله معمولا د بهرنیو ځواکونو لخوا پیښې دې .

دوې اونۍ مخکې امریکايي پوځیانو د لښګرګاه په ښار کې یو ۴ کلن ماشوم  همدا شان په مخامخ ډزوکې وواژه . د هغه ماشوم د وژنې په اړه د هلمند ولایت امنیتي چارواکو ویلي وه چې د هوا د خرابوالي او په لښکرګاه ښار کې د ګرد او دوړو د شتون له امله امریکايي پوځیانو په څلور کلن ماشوم  د مخالفینو ګمان وکړ او پر هغه یې د وسلو ډزې وکړې.

په همدې ورځوکې  دهلمند امنیتي چارواکو د سپوږمۍ په نوم د یوې لس کلنې ماشومې  د نیولو خبرونه هم ورکړل چې د دوئ په قول د خپل ورور لخوا په امنیتي پوستې باندې برید کولو ته هڅول شوې وه .

دهلمند ولایت  دهیواد په لویدیځ کې هغه سیمه ده چې تل د ماشومانو په اړه د داشان دردوونکو پیښو رپوټونه تري خپریږي ، خو د نوزاد په ولسوالۍ کې د ماشوم وژنې وروستۍ پیښه تر ټولو دردوونکې  په دې ده چې وژل شوی ماشوم په عمدي ډول د خبریالانو په مخ کې داخلي ځواکونو په مخامخ ډزوکې وژل کیږي . د هلمند مدني ټولنې هم د ملي اردو د پوځیانو په ډزو د وژل شوي ماشوم وژنه تائید کړې او له افغان چارواکو څخه یې غوښتي چې د ماشوم قاتلین د دغه نه بښونکي جنایت په جرم  محاکمه کړي .

که څه هم د ملي اردو مسؤلو چارواکو په هلمند ولايت کې د وروستۍ پېښي په تړاو څه نه دي ويلي ، خو  د ژورنالیستانو لخوا په خپاره سوي تصوير کې ښکاري چې يو ماشوم د هغوئ  له لوري وژل شوی  او دوو سپين ږيرو  د هغه بیروحه  جسد په لاسونو کې  را اخيستى دى.

 د ټولو اسلامي او وضعي قوانینو له مخې   په جګړه کې د ماشومانو وژنه  ، په  پوځي چارو کې د هغوئ  کارونه  او له ماشو مانو څخه  استفاده کول  نا جائز ګڼل شوي .

لهذا په افغانستان کې د جګړې لوري هم باید  د ماشومانو په اړه   دیني او قانوني مقرراتو ته په درناوي سره  په جګړه کې د ماشومانو له  وژنې، او په جګړه کې د هغوئ له غیر مجاز  استخدام څخه  ځان وساتي .

ماشومان  د الله تعالی د معصومو او پاکو بندګانو په  حیث  د معصومیت او عدم  مکلفیت له وجې  له هرډول  مؤاخذې څخه  برئ  ګڼل کیږي ، باید د هغوئ  د راتلونکي ژوند  دسالمیت لپاره  هرڅوک خپل  انساني او اخلاقي  مسؤلیت په کار واچوي  او د هغوئ د  ښه مستقبل لپاره  هغوئ ته د تعلیم او راتلونکي  هوسا ژوند زمینه مساعده کړي .

نه داچې  د هغوئ د معصومانه سلام ځواب په وحشیانه ډزو سره ورکړل شي او یا په ناروا ډول  د هغوئ  وینې وبهول  شي  او هغوئ  د ژوند له نعمته بي برخې کړل شي.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x