عمران خان: د افغانستان او پاکستان بندې پولې بشري ناورین را منځته کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۵، ۱۳۹۵ل): د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان د افغان سفیر عمر زاخېلوال سره تر ملاقات وروسته ویلي چې د دواړو هیوادونو تر منځ تړل شوې لاره بشري ناورین را منځته کوي او د بند پاته افغانانو سره یې خپله غم شریکي کړې.

نوموړي پر خپل ټویټر ولیکل: «د افغانستان او پاکستان پوله تړل بشري ناورین را منځته کوي، دواړه حکومتونه باید یو بل سره همکاري وکړي تر څو د پولې دواړو غاړو ته د تروریزم مخه ونیسي».

دواړو مشرانو د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو پرانیستلو غوښتنه وکړه او د همداسي د ګډي همکاري او اړیکو د بیا نوي کولو په اړه یې تاکید وکړ.

عمران د ملاقات وروسته په یوه بل ټویټ کې ولیکل: «هغه کسان چې قانوني اسناد لري او هغه تجاران چې خرابېدونکې توکې ولري، باید د پولې څخه اوښتلو او را اوښتلو ته پرېښودل شي تر څو ددواړو لورو عامو خلکو ته ضرر ونه رسیږي».

باید وویل شي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا د تيري میاشتي (فروري) پر ۱۶ نیټې هغه مهال د پولو تړلو امر وکړ، کله چې د سنده ایالت په سهون کې د لعل شهباز پر مزارې د یوې چاودني په ترڅ کې ۹۰ کسان مړه او په لسګونو نور ټپیان شول. ددغه پيښي مسؤولیت داعش په غاړه واخیست، او پاکستان پر هغو وسله والو واچوی چې د افغانستان په غاړه کې اوسي او په وینا یې د هندوستان او افغانستان د استخباراتو څخه کومک اخلي.

د دروازو د بندېدو وروسته پاکستاني پوځ ته امر هم شوی وو چې پر غیر قانوني لارو راتلونکې کسان دي په ډزو وویشتل شي چې له امله یې د افغانستان سره د پاکستان لاره په بشپړه توګه بنده شوه.

د پاکستان پوځ د رد الفساد په نامه عملیات هم پيل کړه چې له امله یې په سلګونو پښتانه او افغانان تر اوسه نیول شوي دي او د نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د تورخم او سپین بولدک د لارو د بندېدو له امله په سلګونو افغانان چې پاکستان ته په قانوني اسنادو راغلي او بیرته خپل هیواد ته روان وه، بند پاته شوي دي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.