نړۍ

بوش وايي پر افغانستان او عراق يې د یرغل پرېکړه پر ځای وه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۵، ۱۳۹۵ل): د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش په یوه تازه مرکه کې ویلي چې دی اوس هم په دغه فکر دی چې پر افغانستان او عراق یې پوځي یرغل پر ځای پرېکړه وه او د هیڅ پښېمانې منلو ته اړتیا نه ویني.

نوموړي د امریکايي تلویزون ان بي سي (NBC) سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان او عراق د اشغال په اړه هیڅ پښېمانې ته اړتیا نه ویني، دواړه پریکړې یې پر ځای وې.

نوموړي وویل: په جګړه کې خو عسکر ټپیانیږي او خوږ ورته رسیږي، دا د جګړو یوه برخه ده.

جورج بوش اوس مهال د عراق او افغانستان د جګړو څخه د را ګرځېدلیو ټپيانو عسکرو او د هغوی کورنیو سره د مرستو را جلبولو لپاره کار کوي.

«زه دا منم او پښېماني څرګندوم چې دوی ټپيان شول»

زه ډېر اندېښمن وم کله چې مې افغانستان او عراق ته د پوځ لېږلو امر وکړ، ځکه زه پوهیدم چې کیدای شي دا خطرناکي پایلي ولري.

باید وویل شي چې د افغانستان جګړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه بلل کیږي چې لا یې اوس هم پای څرګند نه دی او هیڅ اټکل نه کیږي چې څومره به نور دوام وکړي. د امریکا ولس تل له خپل حکومت څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان جګړې ته دي د پای ټکی کښيږدي. خو د کتونکو په باور ځکه چې د امریکا پوځي جنرالان او د دفاع وزارت چارواکي د افغانستان په جګړه کې خپلې ګټې ویني، ځکه په افغانستان کې د پوځیانو شتون ته ادامه ورکوي.

د بوش په امر امریکايي ځواکونو پر افغانستان د کال ۲۰۰۱ په اکتوبر میاشت کې برید وکړ او د طالبانو حکومت یې ړنګ کړ، بلخوا په عراق کې د امریکايي ځواکونو برید د کال ۲۰۰۳ په مارچ میاشت کې پر شلمه نېټه وو، چې په یوه میاشت کې یې دننه د صدام حسین حکومت ړنګ کړ.

په دواړو هیوادونو کې د امریکايي ځواکونو په زرګونو عسکر وژل شوي او په لسګونو زره نور یې ټپیان شوي دي.

د سي ان ان امریکايي تلویزون په وینا د عراق او افغانستان په جګړه کې شاوخوا ۸۰۰۰ امریکايي عسکر وژل شوي.

یوازي په افغانستان کې تر ۲۰ زره زیات امریکایان ټپیان شوي دي او  په زرګونو نور قرادادي امریکايي عسکر هم وژل شوي او ټپیان شوي دي، خو دغه عسکر امریکا خپل پوځ ته نه منسوبوي بلکي قراردادیان ورته وايي که څه هم امریکایان وي.

د افغانستان د اشغال په لومړیو کلونو کې د ۲۰۰۹ پوري د ملکي تلفاتو هیڅ حساب نه دی نیول شوی خو له هغه وروسته د یوناما د راپورونو سره سم هر کال په لسګونو زره افغانان د روانو جګړو له امله وژل کیږي او په سلګونو زره نور ټپيان او له خپلو سیمو څخه بې ځایه کیږي. باید وویل شي چې د امریکایانو د اشغال په لومړیو کلونو کې د ملکي تلفاتو شمېر څو چنده زیات وو.

بلخوا په عراق کې د ملکي تلفاتو شمېر د یو لک اویا زره (۱۷۰،۰۰۰) څخه نیولې بیا تر یو لک نوي زره (۱۹۰،۰۰۰) پوري ښودل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقباال

د بوش د اخری ابلهانه یادونو به اړه ارزونه به ستونزمنه وی چه یوه کوچنی تبصره کی ځای شی، که وخت راسره یاری وکړی کومه لیکنه کی به یی راونغاړم ، هغه به څه ناڅه وخت نیسی تبصره کی به یی هم څه ناڅه ارزونه وکړم : لمړی : هغو ورونو ته چه د امریکا د حکومت جوړیدل ، د سیاسی ګوندو جوړشت او دپلانو جوړولو او تصمیم نیولو معلومات لری هغوی ته پته ده چه وخت ناوخت د امریکا جمهور ریسان په نښه کیږی ښه مثال یی جان کینډی دی، حتی ټولو ته یی قاتل هم معلوم دی ولی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x